د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۳

سبا یکشنبه د هند او افغانستان د تجارتي موادو د ځانګړو پروازونو لړۍ پیلېږي


ټاکل شوې چې سبا یکشنبه د هند او افغانستان د تجارتي موادو د چټکې تبادلې لپاره، د ځانګړو پروازونو لړۍ پیل شي.

په کابل کې د هند سفیر من پریت وهوورا، پرون پر ټویټر ازادي راډیو ته وویل چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د "ځانګړي هوايي دهلېز" د جوړولو هدف د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو پراختیا ده.

د ښاغلي وهوورا په وینا، د دواړو هېوادونو د تجارتي مالونو د لېږد رالېږد لپاره له اریانا هوايي شرکت سره قرارداد شوی دی.

هغه څرګنده کړې چې په دې ډول به مواد د زیات وخت له ضایع کېدو او له ستونزو پرته تبادله کېږي.

د هند د خارجه چارو وزارت ویاند ګوپال بګلاو هم پرون جمعه خبریالانو ته وویل چې د کابل او نوي ډیلي ترمنځ د ځانګړي "هوايي دهلېز" د جوړېدو نظرد ځمکني ترانیزټ په وړاندې د پرتو ستونزو له امله رامنځته شو.

د ښاغلي بګلاو په وینا، د نوي ډیلي او کابل ترمنځ د ځانګړو کارګو یا بار وړونکو پروازونو د لړۍ د پېل پرېکړه، څو میاشتې مخکې هغه هېواد ته د افغانستان د جمهور رئیس محمداشرف غني د سفر پرمهال شوې وه.

د کابل او نوي ډیلي د تجارتي موادو د تبادلې ځانګړی هوايي دهلېز د پاکستان په هوايي حریم کې تېرېږي.

د پاکستان حکومت په خپل حریم کې هند ته د افغانستان د تجارتي مالونوپر انتقال محدودیت لګولی خو د هند د سوداګریزو مالونو پر انتقال یې یو مخیز بندیز لګولی دی.

خو د هند د خارجه چارو وزارت وايي چې د سود اګریزو مالونو د تبادلې لپاره پروازونه به د ملکي کارګو له نړیوال ستندر سره سم، د پاکستان په فضا کې تېرېږي.

د کابل او نوي ډیلي ترمنځ د "ځانګړي هوايي دهلېز" له فعالېدو سره به افغانستان په لنډ وخت کې او سرعت هند ته د خپلو تجارتي موادو د صادرولو او د هند د تجارتي مالونو د واردولو بدیل لار پیدا کړي.

په هندي مارکېټ کې، په ځانګړي ډول، د افغانستان وچې مېوې او غالۍ زیات خریداران لري.

افغان غالۍ.
افغان غالۍ.

د هند د خارجه چارو وزارت ویندوي، ګوپال بګلاو ویلي چې د پروازونو د شمېر پرېکړه لا نه ده شوې، خو په ابتدا کې ښايي په دوو اونیو کې یو یا په میاشت کې یو پرواز ورته ځانګړی شي.

XS
SM
MD
LG