د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۰

د چابهار بندر هوکړه لیک او د افغانستان لپاره یې ګټې


مسافر قوقندي
مسافر قوقندي

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو وزارت وايي چې د چابهار بندر په دری اړخیزه تفاهنامه کې د نورو مسایلو تر څنګ د یاد بندر څخه د درېیو واړو هېوادونو په ګډې ګټې اخیستنې ټینګار شوی دی.

د دې وزارت ویاند د چهارشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې ددې تفاهمنامې له لاسلیک وروسته به د افغانستان صادرات د پام وړ ډېر شي.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو وزارت هیله من دی چې د افغانستان، هند او ایران تر منځ دری اړخیزه، نهایي شوې تفاهنمامه په افغانستان کې لاسلیک شي.

د دې وزارت ویاند مسافر قوقندي د چهارشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې د چابهار بند په دری اړخیزه تفاهمنامه کې د نورو مسایلو تر څنګ دا یادونه هم شوي چې دری واړه هېوادونه له دې بندره ګډه ګټه پورته کولای شي.

نوموړي زیاته کړه:

"د چابهار بندر څخه ګډه استفاده، د مثال په ډول د افغانستان توکي په ډېره اسانه او کمه موده کې هندوستان ته صادر شي او بالعکس زموږ د اړتیا وړ مواد له هندوستانه افغانستان ته راوړل شي او د دې بندر څخه په استفادې هندي توکي د افغانستان او ایران له لارې تر منځنی اسیا پورې لار پیدا کړي."

ښاغلی قوقندي وايي چې هندوستان د صادراتو او وارداتو په برخه کې د افغانستان ښه شریک دی چې د دې تفاهنمامې له لاسلیک وروسته به هغه هېواد ته د افغانستان صادرات د پام وړ ډېر شي.

افغان، هندي او ایراني چارواکي د چابهار بندر د موافقتنامې په اړه په دویمه دری اړخیزه تخنیکي غونډه کې چې په نوې ډېلي کې جوړه شوي وه د دغه بندر په ټرانسپورټي دهلیز او د هغې په نړیوال ټرانزیټ توافق ته ورسېدل.

پوره یو کال وړاندې د چابهار بندر څخه د ګټې اخیستو په خاطر د هندوستان او ایران تر منځ تړون لاسلیک شو خو ویل کېږي چې تر اوسه هم ورباندې جدي کارونه پیل شوي نه دي.

په همدې حال کې هندوستان ویلي په دغه بندر چې د افغانستان لپاره له اهمیته ډک دی، شاوخوا ۱۵۰ ملیونه ډالر پانګونه کوي.

د معلوماتو له مخې دا بندر د دې تر څنګ چې د جنوبي اسیا هېوادونه له منځنۍ اسیا سره نښلوي، د خلیج هېوادونو مرکزي اسیا او قفقاز حوزې په وصلولو کې هم مهم رول لري.

بل خوا د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونه د چابهار بندر څخه ګټه اخیستل د افغانستان او هندوستان لپاره خورا ګټور کار ګڼي.

د دغو خونو د بهرنیو اړیکو مشر اذرخش حافظي وايي چې هندوستان هم هڅه کوي له دې لارې خپل صادرات تر منځنۍ اسیا پورې پراخ کړي.

اذرخش حافظي
اذرخش حافظي

ښاغلي حافظي زیاته کړه:

"هند د نړی د لسو غټو تولیدونکو هېوادونو څخه دی، زیات صنایع او ډير نفوس لري او د افغاني توکو د خرڅلاو لپاره ښه بازار دی نو دا لار له همدې امله افغانستان او د افغانستان له لارې منځنۍ اسیا ته د سوداګری د پراختیا په خاطر ضرورت لري."

د اقتصادي چارو کارپوهان هم د چابهار بندر په اهمیت ټینګار کوي وايي چې افغان حکومت باید په ټول توان له هغې څخه د استفادې لپاره هڅې وکړي.

د اقتصاد پوهنځې استاد تاج محمد اکبر ازادي راډيو ته وویل چې اقتصادي پراختیا ټولنیز پرمختګ ته زمینې برابروي او په مجموع کې دا کار د هېواد په امنیت کې مهم رول لوبوي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG