د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۲

حضرت علي: په افغانستان کې د داعش په لیکو کې ۱۲ ایرانیان فعالیت کوي


په افغانستان کې د داعش ډلې د يوه ایراني غړي له نیول کېدو وروسته د ولسي جرګې يو غړی ادعا کوي چې د دغې ډلې له لسو څخه ډېر نور ایراني غړي په ننګرهار کې حضور لري.

د ولسي جرګې غړي حضرت علي د سې شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې اوس‌مهال په ننګرهار ولایت کې ۱۲ تنه ایرانیان د داعش ډلې په لیکو کې وسله‌وال فعالیتونه ترسره کوي.

نوموړي زیاته کړه:

"کوم معلومات چې زه لرم، شااوخوا لس دولس تنه نور داسې کسان هم په شینوار، اچین او سپین غره کې شته دي، خو د خراسان په نوم کوم تشکیل چې دوی لري په هغه کې له سلو پورته ایرانیان وو چې اوس نه‌پوهېږم چېرته به وي."

د ولسي جرګې دغه غړي دا روښانه نه‌کړه چې دغه معلومات‌يې د کومو اسنادو او مدارکو پر بنسټ راټول کړي دي.

خو له دې يوه ورځ وړاندې د ننګرهار امنیتي مسؤلینو داسې يو تن چې د داعش ډلې سره د اړیکو لرلو په تور د دې ولایت په هسکه مېنه کې نیول شوی رسنیو ته وښوده.

د افغانستان په ختیځ کې ننګرهار هغه ولایت دی چې د داعش جنګیالیو حضور په‌کې ډېر ښودل شوی چې د دې ډلې پر پټنځایونو د امریکا متحده ایالاتو له‌خوا تر ټولو ستر غیر هستوي بم هم په دې وروستیو کې غورځول شوی دی.

اچین کې د داعش پر مرکز د غورځول شوي بم عکس.
اچین کې د داعش پر مرکز د غورځول شوي بم عکس.

د افغانستان د امنیتي مسؤلینو په خبره په دغه بمي برید کې د داعش ډلې نېږدې ۱۰۰ تنه ووژل شول او يوه مهمه اډه‌يې هم په‌کې له‌منځه یووړل شوه.

د افغانستان د دفاع وزارت د معلوماتو له مخې داعش ډلې په افغانستان کې ماته خوړلې او د افغان امنیتي ځواکونو د عملیاتو په پایله کې د دې ډلې د غړو شمېر چې مخکې درې زره تنه ښودل شوی وو اوس له زرو تنو هم کم شوی دی.

خو دا لومړی ځل دی چې د ننګرهار پولیس د داعش ډلې سره د اړیکو په تور د يوه ایراني وګړي د نيول کېدو خبره کوي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت په داعش ډله کې د ایراني اتباعو د شمېر په اړه څه نه‌وايي، خو وايي چې د نیول شوي کس څخه‌يې څېړنې پیل کړي څو پوه شي چې دغه ایرانی وګړی څنګه د داعش ډلې سره يوځای شوی.

نجیب دانش.
نجیب دانش.

د دغه وزارت د ویاند دفتر سرپرست نجیب دانش وویل:​

"د هغه تن په اړه چې ځان‌یې د ایران تبعه معرفی کړی، څېړنې مو پیل کړي څو معلومه کړو چې داعش ډلې پورې اړه لري او که نه؟ خو ترورېست، ترورېست دی هغه که د هر هېواد څخه وي."

په کابل کې د ایران سفارت تر اوسه په رسمي توګه څه نه‌دي، ویلي خو په دغه سفارت کې يوې سرچینې چې نه‌يې غوښتل نوم‌يې واخیستل شي ازادي راډیو ته وویل چې دوی د افغانستان د حکومت له‌خوا د څېړنو د نتایجو په تمه دي.

راپور: واصل وصال

XS
SM
MD
LG