د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۸

د کندز اوسېدونکي: طالبان دې د روژې میاشتې په احترام له جګړې لاس واخلي


د کندز اوسېدونکي له وسله‌والو مخالفینو څخه غواړي چې د روژې مبارکې میاشتې په احترام نور د افغان وژنې او هېواد ورانولو څخه لاس واخلي.

دوی له وسله‌والو طالبانو څخه وغوښتل چې خپلې وسلې پر ځمکه کېږدي او د سولې له بهېر سره یوځای شي ترڅو ټول ولس په امن کې ژوند وکړي.

د کندز ښار یوه تن اوسېدونکي احمد جان نن شنبه ازادي راډیو ته وویل چې د روژې په میاشت کې باید هر انسان ښه چلند وکړي له بدو او د انسانیت ضد اعمالو څخه باید لاس واخلي، ځکه د روژې میاشت د تقوا او عبادت میاشت ده.

"روژه د رحمت او عبادت میاشت ده."
"روژه د رحمت او عبادت میاشت ده."

نوموړي زیاته کړه:

"دغه میاشت یو ښه فرصت دی چې باید موږ عبادت وکړو او خپلې ګناوې جبران کړو او هغه وروڼه چې له حکومت څخه ناراضي دي نو د دغې میاشتې په احترام چې قران پاک په‌کې نازل شوی له جنګ او د هېواد ورانې څخه لاس واخلي او د سولې له بهیر سره یوځای شي."

په ورته وخت کې د دې ولایت یو شمېر نور اوسېدونکي بیا وايي چې اسلام تل خپلو پيروانو ته د ورورګلوۍ، سولې او ژوندانه په ټولو چارو کې د منځلاريتوب لاښوونه کړې ده.

د کندز ښار د شیر خان لېسۍ یو تن ښوونکی غفران ارمان بیا وایي چې د روژې میاشت د هر انسان لپاره یو ښه چانس دی چې عبادت وکړي او له خلکو سره ښه چلند وکړي، ځکه ښه چلند زړونه جذبوي.

نوموړي زیاته کړه:

"روژه د رحمت، مغفرت، عبادت، پخلاینې او ورورلۍ میاشت ده، هغه کسان او ډلې چې له یو بل سره په جنګ کې ښکېل دي بې‌ګناه انسان وژني او خپل هېواد ورانوي، نو د دغې میاشتې په احترام باید له جګړې لاس واخلي پخلاینه وکړي او د خپلې کورنۍ تر څنګ په سوله‌ییزه فضا کې دې ژوند وکړي."

په همدې حال کې د دې ولایت یو تن بل اوسېدونکي عبدالبصیر له ازادي راډيو سره په خبرو کې وویل، د روژې میاشت کوم پيغام چې د نړۍ خلکو ته راوړی دی هغه هم د سولې امن او ورورولۍ پيغام دى.

نوموړي د روژې مبارکې میاشتې د قدر شپې د فضیلت په اړه وویل:

"د قدر شپه د عبادتونو شپه ده، په دې مباركه شپه چې څومره عبادتونه كېږي هغه د خداى پاك په وړاندې ډېر قدر او ارزښت لري، موږ باید په دې مباركه شپه کې عبادت وکړو او په هېواد کې د سولې ټېنګښت لپاره دعا وکړو، څو زموږ په هېواد کې تل‌پاتې سوله راشي."

روژه د اسلام مبین دین پنځو ارکانو څخه ده او د روژې نیول پر هر مسلمان باندې فرض دی او قران پاك هم پر حضرت محمد صلى الله عليه وسلم په همدې میاشتې کې نازل شوى دی.

راپور: اجمل ارین

XS
SM
MD
LG