د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۲

پاکستان او افغانستان د ترهګرو ډلو پر ضد د دوه اړخیزو چینلونو پر کارولو سلا شوي


د پاکستان صدراعظم نواز شریف او افغان ولسمشر محمد اشرف غني د ترهګرو ډلو پر ضد د اقداماتو د تائید لپاره د یوه مېکانیزم پر جوړولو او د دوه اړخیزو چینلونو پر کارولو سلا شوي دي.

د پاکستان دولتي اژانس «اسوسیټېډ پرس اف پاکستان» د شنبې په ورځ د دې هېواد د بهرنیو چارو د وزارت په حواله په یوه راپور کې ویلي چې د پاکستان صدراعظم نواز شریف او د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د قزاقستان په پلازمېنې استانه کې د شانګهای سازمان د کنفرانس په څنډو کې سره لیدلي او پر یو لړ مسایلو یې خبرې کړې دي.

په دغه راپور کې ویل شوي چې اشرف غني او نواز شریف په دغه لیدنه کې د ترهګرو پر ضد د فعالیتونو په اړه یو بل ته د خپلمنځي معلوماتو ورکولو او همدا شان په افغانستان کې د سولې او ثبات د پرمختګ لپاره د افغانستان، پاکستان، امریکا او چین څلور اړخیزې ډلې پر کارولو هوکړه کړې ده.

افغانستان او پاکستان د څلور اړخیزو غونډو پر بیا پیل موافقه وکړه

د پاکستان او افغانستان مشرانو په داسې وخت کې سره لیدلي چې په دې وروستیو کې د دواړو هېوادونو اړیکې ترینګلې شوي او پر یو بل د تورونو لګولو لړۍ هم تېزه شوې ده.

دا اړیکې تر هغې وروسته لا پسې ترینګلې شوي چې په دې وروستیو کې د کابل ښار په وزیر اکبر خان ډیپلوماتیکه ساحه کې د موټر بم چاودنه وشوه چې ۱۵۰ کسان‌یې ووژل او تر ۴۰۰ زیات‌یې ټپیان کړل.

کابل ښار کې وروستۍ موټر بم چاودنه.
کابل ښار کې وروستۍ موټر بم چاودنه.

که څه هم د دغه برید مسؤلیت کومې وسله‌والې ډلې پر غاړه وانه‌خیست، خو د افغانستان د ملي امنیت ادارې تور ولګاوه چې دغه برید حقاني شبکې د پاکستان د استخباراتي ادارې په مستقیمه مرسته او لارښوونه پلان کړی و.

خو د پاکستان صدراعظم نواز شریف له افغان ولسمشر سره په لیدنه کې په کابل کې موټربم برید غندلی، ترهګري یې د پاکستان او افغانستان مشترک دښمن بللی او ټینګار یې کړی چې هېواد یې افغانستان کې سوله، ثبات او اقتصادي پرمختګ غواړي او په دې لړ کې ژمن دی.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني او نواز شریف.
افغان ولسمشر محمد اشرف غني او نواز شریف.

ښاغلي شریف همدا شان په افغانستان، پاکستان او سیمه کې د ترهګرۍ د له‌منځه وړلو لپاره د دواړو هېوادونو تر منځ پر نېږدۍ همکارۍ ټینګار کړی او د افغانستان د مسئلې د اواري او په دغه هېواد کې د سولې او ثبات لپاره‌یې سیاسي خبرې اترې او مذاکرات تر ټولو غوره لار بللې.

د راپورونو له مخې، د ولسمشر اشرف غني او صدراعظم نواز شریف دې لیدنې نېږدې یو ساعت دوام کړی و چې په بهرنیو چارو کې د ښاغلي شریف سلاکار سرتاج عزیز هم په‌کې برخه درلوده.

دغو دواړو مشرانو په داسې وخت کې سره لیدنه کړې چې د پاکستان او افغانستان تر منځ‌ اړیکې ترینګلې شوې دي.

د یادونې وړ ده چې په دې وروستیو کې افغان حکومت پرله‌پسې تور لګوي چې وسله‌وال ترهګر د پاکستان خاوره د افغانستان پر ضد کاروي او پر خپله خاوره د هغو وسله‌والو پر ضد اقدامات نه‌کوي چې په افغانستان کې بریدونه کوي، خو پاکستان بیا تل دغه تورونه رد کړي، دا یې بې‌بنسټه بللي او ټینګار کوي چې خپله خاوره به د هېڅ‌چا پر ضد کارېدو ته پرې نه‌ږدي.

راپور: ذبیح مومند

XS
SM
MD
LG