د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۳

امین: افغان سوله یوازې په سیمه ییز فشار سره نه رامنځته کېږي


د افغانستان د ستراتژیکو او سیمه ییزو څېړنو مرکز وايي یوازې سیمه ییز تفاهم د افغانستان د ناورین د حل لاره نه شي کېدای، بلکې باید په کور دننه هم ورته ځینې لارې ولټول شي.

د یاد مرکز مشر عبدالباقي امین د شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې ولسمشر غني د شانګهای سازمان په سر مشریزه او د د یادې ناستې په څنډه کې په بېلو ناستو او له چارواکو سره په خبرو کې ښه دریځ درلود او د ښو نتیجو تمه یې هم کېدلای شي.

خو ښاغلی امین وايي چې افغان حکومت په کور د ننه هم باید ځينې اقدامات وکړي او هغه دا چې د امنیتي هڅو تر څنګ د سولې هڅې هم چټکې کړي.

نوموړي زیاته کړه:

"په مجموع کې چې موږ پاکستان ایران او نورو ملکونو ته ډاډ ورکوو چې د افغانستان ثبات د ټولو په ګټه دی دا سمه پالیسي ده، خو د فشار په واردولو او امنیتي حل باندې یوازې تمرکز بیا د افغانستان د سولې او ثبات په ګټه نه دي."

ولسمشر محمد اشرف غني د شانګهای سازمان په غونډه کې د ترهګرۍ پر وواندې د یاد سازمان د غړو هېوادونو د کړنلارې ملاتړ وکړ ویې ویل چې په دې اړه د سیمې د هېوادونو دوامدارې خبرې اترې او مذاکرات ګټور دي.

ښاغلی غني په دغه ناسته کې د سیمې د هېوادونو له ځينو مشرانو سره د ترورېزم پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د خبرو اترو سربېره پاکستان ته خبرداری هم درلود او د غونډې له ګډنوالو یې وغوښتل چې د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په برخه کې له افغانستان سره همکارۍ براخې کړي.

په ورته وخت کې د مشرانو جرګې دوهم مرستیال محمد اصف صدیقي وايي چې ښاغلي غني پر یاد نړیوال ستیج ښه دریځ درلود او د نوموړي بهرنی سیاست بریالی ګڼي.

ښاغلي صدیقي ازادي راډيو ته وویل، افغان حکومت اړ دی چې د سیمې د ځينو هغو هېوادونو په وړاندې چې د ترهګرۍ ملاتړ کوي له نړیوال فشار څخه استفاده وکړي.

محمد اصف صدیقي.
محمد اصف صدیقي.

نوموړي زیاته کړه:

"کومه پالیسي چې ولسمشر خپله کړې هغې زموږ ځينې ګاونډي هېوادونه له انزوا سره مخ کړي، د دې تر څنګ تر کومه چې زموږ اړیکې له بهرنیو هېوادونو سره جوړې نه وي ستونزمنه ده چې د هغوی له ادرسه په یو شمېر ګاونډیو هېوادونو فشار راوړو ځکه موږ خپلې ډېرې زیاتې ستونزې لرو."

ښاغلی غني د قزاقستان پلازمېنې استانې ته له دوه ورځنې سفر وروسته د شنبې په ورځ بېرته افغانستان ته راستون شو او ارګ تمه لري چې د غونډې غړو هېوادونو به د ترورېزم ګواښ او د افغان حکومت اندېښنې ښې درک کړې وي.

راپور:یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG