د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۷

غني د شانګهای په غونډه کې د روسیې او چین ولسمشرانو سره ځانګړې ناستې لري


د افغانستان د ولسمشر په مشرۍ یو پلاوی نن د قزاقستان په مرکز استانه کې د شانګهای سازمان د غړو هېوادو په سرمشریزه کې برخه اخلي.

ولسمشر اشرف غني د شانګهای د غړو هېوادونو له استازو سره د سې شنبې په ورځ په کابل کې کتلي و، خو په استانه کې به د افغانستان په اړه د شانګهای د غونډې تر څنګ پر یو شمېر مهمو موضوعاتو د سیمې د هېوادونو له مشرانو سره خبرې وکړي.

د افغانستان ولسمشر به په قزاقستان کې د شانګهای د سازمان د غونډې تر څنګ د منځنۍ اسیا او هند له مشرانو سره د افغانستان په اړه ځانګړې غونډه وکړي.

د ولسمشر مرستیال ویاند نجیب‎الله ازاد ازادي راډیو ته وویل چې د دغو مشرانو سربېره ټاکل شوې ده چې ولسمشر اشرف غني د روسیې له جمهور رئیس ولادیمیر پوتین او د چین له ولسمشر شي جین پېنګ سره دوه په دوه د افغانستان د امنیت او ثبات په اړه وغږېږي.

د ولسمشر مرستیال ویاند نجیب‎الله ازاد
د ولسمشر مرستیال ویاند نجیب‎الله ازاد

نوموړی وايي:

"ښاغلی ولسمشر به د روسیې او چین له ولسمشرانو سره ځانګړې ناستې ولري او د دې ناستو مهم هدف به د «کابل پروسه» وي چې په هغې کې د امریکا متحده ایالاتو، چین، اروپایي هېوادونو او د منځنۍ اسیا هېوادونو ځانګړې لېوالتیا درلوده. د دې لړۍ راتلونکې مشري به افغانستان کوي، دغه جزئیات به د منځنۍ اسیا له هېوادونو او د جنوبي اسیا له مهم هېواد هند سره شریک شي تر څو موږ وکولای شو چې په ګډه د نړیوال ترورېزم پر ضد مبارزه وکړو."

په کابل کې د سې شنبې په ورځ د ۲۷ هېوادونو او نړیوالو مؤسسو استازو د «کابل پروسې» په نوم غونډه کې برخه واخیسته.

د "کابل پروسې" غونډه، د افغانستان جګړې ته له کومو لارو د پای ټکی کېښودل شي؟

ارګ: د ترورېزم پر ملاتړو باید له هرې ممکنې لارې فشارونه راوړل شي

کونړ کې د "کابل پروسې" په ملاتړ غونډه وشوه

د دې غونډې په اعلامیه کې ویل شوي دي چې د سیمې ټول هېوادونه باید په ګډه د افغانستان د سیاسي پروسې او په سیمه کې د ثبات لپاره هلې ځلې وکړي.

افغانستان د شانګهای سازمان په غونډه کې د څارونکي په صفت ګډون کوي.

کوم معلومات چې ازادي راډیو ترلاسه کړي دي د افغانستان ولسمشر نه‌غوښتل چې د شانګهای سازمان په غونډه کې برخه واخلي، خو د شانګهای د غړو هېوادونو مشرانو د ملي وحدت حکومت د استانې په غونډه کې د ګډون لپاره په وروستیو شېبو کې وهڅاوه.

د افغانستان ولسمشر مخکې تر دې چې قزاقستان ته ولاړ شي تېره ورځ‌یې په ارګ کې د امریکا د متحده ایالاتو د سفارت له شارژدافیر او د بریتانیا، اروپایي ټولنې، ناټو او جرمني له سفیرانو سره وکتل.

په دې غونډه کې د غوڅ ملاتړ د مأموریت عمومي قوماندان جنرال نېکلسن هم برخه لرله.

تمه ده چې په استانه کې د افغانستان پلاوی د منځنۍ اسیا او هند له استازو سره پر دې خبرې وکړي چې څرنګه د سیمې هېوادونه یوځای د افغانستان د امنیت په برخه کې مرستې کولای شي.

تر اوسه دا معلومه نه‎ده چې د شانګهای سازمان د عمومي غونډې تر څنګ به د افغان پلاوي غونډې نن ترسره کېږي که به د شانګهای د سرمشریزې په دوهمه ورځ ترسره شي.

د افغانستان ولسمشر پرون ماښام له کابله د قزاقستان مرکز استانې ته ولاړ.

د شانګهای سازمان بنسټ په ۲۰۰۱ میلادي کال کې د چین، روسیې، قزاقستان، قرغزستان، تاجکستان او ازبکستان له لوري کېښودل شو.

افغانستان، ایران، منګولیا، هند او پاکستان د دې سازمان څارونکي غړي دي.

تمه ده چې هند او پاکستان دا ځل د دې سازمان دایمي غړیتوب ترلاسه کړي.

XS
SM
MD
LG