د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۰۹

کارپوهان: افغانستان دې له شانګهای ناستې سمه ګټه واخلي


که څه هم افغان پلاوی د شانګهای یا سیمه ییزې همکارۍ سازمان ناسته کې د څارونکي په توګه ګډون لري خو کارپوهان وايي، افغان چارواکې باید له دغې ناستې څخه د افغانستان لپاره ګټه پورته کړي.

یو شمېرکارپوهانو د پنجشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې د شانګهای غړي هېوادونه په سیمه کې د ترورېزم او افراط‎ پالنې څخه اندیښمن دي او افغانستان هم د دغو دوو شومو پدېدو اصلي قرباني دی.

سیاسي شنونکې بشیر بېژن وايي، افغانستان باید د سیمې هېوادونه دی ته وهڅوي چې د یوې سیمه ییزې اجماع په چوکاټ کې د ترورېزم پر وړاندې اقدام وکړي.

سیاسي شنونکې بشیر بېژن
سیاسي شنونکې بشیر بېژن

ښاغلی بېژن وايي:

"هیله لرو چې اجرائیه رئیس پر پخواني دریځ ټينګار وکړي او د ګډ دښمن سره چې ترورېزم او ترهګري ده د مبارزې برخه کې په سیمه ییزه کچه د ګډو اډ‌و غوښتونکی شي. په دې صورت کې سیمه ییزې اجماع ته هم لاره برابرېږي."

د شانګهای یا د سیمه ییزې همکارۍ امنیتي، اقتصادي او فرهنګي ناسته د پنجشنبې په ورځ د قرغزستان په پایتخت بشکېک کې پیل شوه.

چېن، روسیې، قزاقستان، قرغزستان ، تاجکستان او ازبکستان په ۲۰۰۱ میلادي کال کې دغه سازمان جوړ کړ او په ۲۰۱۲ میلادي کال کې مغولستان، ایران، پاکستان،هند او افغانستان د څارونکو په توګه له یاد سازمان سره یوځای شول.

اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله او د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني هم په دغه غونډه کې د ګډون په هدف قرغزستان ته تللي.

اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله او د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني هم په دغه غونډه کې د ګډون په هدف قرغزستان ته تللي.
اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله او د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني هم په دغه غونډه کې د ګډون په هدف قرغزستان ته تللي.

د اجرائیه ریاست د ویاند مرستیال جاوید فیصل ازادي راډیو ته وویل چې ښاغلی عبدالله به له ترورېزم سره پر مبارزې، سوله او په دغه سازمان کې د افغانستان پر دایمي غړیتوب ټینګار وکړي.

په ورته وخت کې د اقتصادي چارو شنونکې بصیر رنجبر وايي، د سیمې یو شمېر هېوادونو لکه چين، روسیه او هند د پرمختګ په حال کې دي او هڅه کوي چې په سیمه کې پانګونه وکړي.

د هغه په وینا افغان چارواکي باید دغو هېوادونو ته د پانګونې زمینه برابره او د افغانستان د اقتصادي پرمختک پر لور مهم ګامونه پورته کړي.

دی وايي:

"له ترورېزم سره باید مبارزه وشي، امنیت، سوله او ثبات په سیمه کې راشي او زموږ اقتصاد ته پاملرنه وشي. په ځانګړي ډول هغه وخت چې موږ غواړو د سیمې پر څلور لارې بدل شو، کابو ټولو ګاونډیانو ته موږ د اهمیت وړ یو او باید هڅه وشي چې د دغه سازمان دایمي غړیتوب ترلاسه کړو."

افغانستان په ټولو غونډو او ناستو کې تل هڅه کړې څو له ترورېزم او افراط پالنې سره د مبارزې په برخه کې د سیمې هېوادونه وهڅوي او د یوې سیمه ییزې اجماع له لارې دغه ستونزې ته د پای ټکې کېږدي.

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف‎ غني هم پر دغه موضوع ټینګار کړی او ویلي دي چې دغه اجماع رامنځته شوې او هغه هېوادونه چې په سیمه کې له ترورېزم څخه ملاتړ کوي له دغه اجماع سره د یوځای کېدو او له ترورېزم سره د صادقانه مبارزې پرته بله لاره نه‎لري.

راپور: عبادالله حنان زی

XS
SM
MD
LG