د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱۲ لړم ۱۴۰۴ کابل ۱۰:۳۱

اوکرایني ځواکونه وايي د پوکروفسک ستراتیژیک ښار یې ترخپل کنټرول لاندې ساتلی دی


د پوکروفسک د جبهې په لیکه کې اوکرایني عسکر ، د روسي ځواکونو په لور د ډزو په حال کې.
د پوکروفسک د جبهې په لیکه کې اوکرایني عسکر ، د روسي ځواکونو په لور د ډزو په حال کې.

اوکرایني ځواکونه وايي چې د سختې جګړې په ترڅ کې یې پوکروفسک ښار ترخپل واک لاندې ساتلی دی. روسي چارواکو مخکې ادعا کړې وه چې دغه ستراتیژیک ښار کې یې اوکرایني مدافع ځواکونه محاصره کړي دي . په عین حال کرملین نن وویل چې په روانو حالاتو کې د روسیې او امریکا د ولسمشرانو غونډه ضروري نه وه.

په داسې حال کې چې روسي او اوکرایني ځواکونو په تیرو دوو ورځو کې په بیلابیلو سیمو کې پریوبل د توغندیو او بې پیلوټه الوتکو بریدونو ته دوام ورکړ، اوکرایني پوځیان وايي ددوی ځواکونه د هیواد په ختیځ کې د پوکروفسک ښارد جبهې په لومړۍ کرښه کې دي.

په ورته مهال ، دکریملین ویاند دیمیتري پیسکوف وویل چې د روسیې او امریکا د ولسمشرانو یوه لیدنه " اوسمهال ضروري نه وه. "

د پیسکوف له دغو خبرو چې نن یکشبنې خپرې شوې داسې بریښي چې د سولې د زیارونو سره سره مسکو هوډ لري چې په اوکراین باندې خپل بشپړ برید ته چې د ۲۰۲۲ کال په فبروري کې یې پیل کړی دوام ورکړي.

پیسکوف پرته لدې چې نور توضیحات ورکړي وویل :

هغه څه چې اوس مهال ورته اړتیا ده د ستونزې د ځانګړو تفصیلاتو د حل لپاره خورا دقیق کار دی،


دا څرګندونې په داسې مهال کیږي چې د اوکراین د وسله والو ځواکونو عمومي درستیز د یکشنبې په ورځ (د نومبر په دویمه ) راپور ورکړ چې روسیې تیره شپه د اسکندر-ایم بالستیک توغندي او ۷۹ بې پیلوټه الوتکې توغولي دي.

په عین حال کې ،اولیه کیپر د سیمه ایزې پوځې ادارې مشر وویل په اودیسا ښار د روسي بې پیلوټه الوتکو برید کې دوه کسه ووژل شول او یوکس ټپی شوی دی او په وینا یې ملکې تاسیسات زیانمن شوي دي.

بلخوا د ازادې اروپا / ازادی راډیو اوکرایني څانګې په زاپوریژیا ښار کې د استوګنې په یوې ودانۍ د برید رپوټ ورکړ. خو په دې برید کې څوک ټپي شوي نه دي اما دښار په نورو سیمو د بریدونو په نتیجه کې درې کسه ټپیان شوي دي.

په عین حال کې ، اوکراین د روسیې کراسنودار سیمه کې د تور سمندرګي تر غاړې توپس بندر کې د تیلو دانتقال په یوې کشتۍ او تاسیساتو باندې ځوابي برید وکړ.

روسي سیمه ایزو چارواکو وویل چې د بې پیلوټو الوتکو ټوټې په کشتۍ را پریوتې ، کشتۍ زیانمنه شوه او په کې اور ولګید او عمله یې تر وویستل شول.

په دغې سیمې باندې تیرکال هم اوکرایني بې پیلوټه الوتکو څو بریدونه کړي.

د جګړې د مخکنیو کرښو څخه خپرو سويو خبرونو کې اوکرایني پوځیانو دیکشنبې په ورځ په ګڼو سیمو کې د جګړې ددوام رپوټ ورکړ.

خو د جګړې لوی تمرکز په پوکروفسک ښار دی چیرته چې د رپوټونه په اساس اوکرایني ځواکونه شاوخوا ۱۷۰ زره روسي ځواکونو سره مخامخ دي.

د پوکروفسک جګړه

څارونکي خبرداری ورکوي که چېرې د پوکروفسک ښار چې له جګړې مخکې یې ۷۰ زره اوسیدونکي درلودل د روسي ځواکونو لاس ته ورشي نو کیدای شي ددوی په مخ لویدیځې خواته د دینیپروپیتروفسک لورته لار پرانیستل شي او د اوکراین جنوبي سیمې له خطر سره مخامخ شي.

د اوکرایني ځواکونو عمومي قوماندان جنرال اولیکسندر سیرسکي د شنبې په ورځ په فیسبوک ولیکل چې

پوکروفسک د مونږ تر واک لاندې دی،


هغه زیاته کړه چې د روسي ځواکونو د له مینځه وړلو او لدغه ښار څخه یې د شړلو لپاره پراخ عملیات روان دي.

لدغو څرګندونو یوه ورځ مخکې ، داوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلنسکي په خپلو څرګندونو کې د پوکروفسک جگړه د اوکراین لپاره "اولویت" بللی وو.

د ښار اکثریت سیمې ویجاړې شوي دي.

اوکرایني چارواکو د لویدیځو رسنیو هغه رپوټونو تایید کړل په کې وویل شول چې اوکرایني ځانګړي ځواکونه په دغه ستراتیژیک ښار کې ځای پرځای شوي دي . دا په داسې حال کې چې روسي ځواکونو ادعا کړې چې پوکروفسک کې یې اوکرایني مدافع ځواکونه محاصره کړي دي.

د روسیې دفاع وزارت هم ادعا کړې چې روسي ځواکونو د اوکرایني ځانګړو ځواکونو دیوې ډلې ټول یوولس عسکر چې د هیلي کوپتر په وسیله ښار کې کوز کړای شوي وو وژلي .

دښار دننه وضعیت څرګند نه دی اوپه خپلواکه توګه یې تایید نه شي کیدای .

اټکل کیږي چې د ۲۰۰ څخه تر ۴۰۰ پورې روسي سرتیري د ډونیتسک سیمې ددغه ښار په ختیځو برخو کې ځای پر ځای شوي دي، چې د اوکرایني کشف عملیاتو څخه د ځان ساتلو لپاره له ښاري تاسیساتو، زیرزمینیو او ملکي استتار څخه کار اخلي.

XS
SM
MD
LG