د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱۲ لړم ۱۴۰۴ کابل ۰۴:۴۹

د پاکستان دفاع وزیر وايي، د مذاکراتو تر بشپړېدو به له افغانستان سره ټولې چارې ځنډېدلي وي


عکس له ارشیفه
عکس له ارشیفه

د پاکستان د دفاع وزیر خواجه محمد اصف ویلي، تر څو چې خبرې بشپړې شوې نه وي افغانستان سره به ټولې چارې ځنډول شوې وي. نوموړي د شنبې په ورځ د نومبر په لومړۍ نېټه له پاکستاني تلویزیون جیو نیوز سره په مرکه ویلي، د تورخم لاره د "غیرقانوني افغان اتباعو" د ایستلو په هدف پرانیستل شوې ده، او هلته به هیڅ سوداګریز فعالیتونه ونشي.

هغه دا هم ویلي چې دمګړۍ افغانانو ته د ویزو د ورکړې بهیر هم ولاړ دی خو زیاته کړې یې ده، چې د افغان کډوالو د ایستلو پروسه به دوام مومي چې د ده په خبره دا خلک د بیا راتلو پلمه پیدا نه کړي.

په تورخم کې د طالبانو د حکومت یوې سیمه ییزې سرچینې ازادي راډيو ته ویلي چې د شنبې په ورځ د نومبر په لومړۍ نېټه د دغه دروازې له لارې لږ ترلږه څلور سوه کورنۍ افغانستان ته ستنې شوې او هلته د کډوالو په ځايي کمپ کې ځای پرځای شوې دي.

د پاکستان دفاع وزیر داسې مهال د ویزو بهیر د ولاړ پاتې کېدو خبره کړې چې په پاکستان کې میشت یو شمېر افغانان وايي، د دوی ویزې نه تمدېدېږي او پولیس یې نیسي او ځوروي یې.

په پلازمینه اسلام اباد کې مېشت یوه افغان د امنیتي دلایلو له کبله د نوم د نه ښودولو او غږ د بدلون په شرط ازادي راډيو ته وویل:

هره ورځ پولیس راځي او قانوني اسناد غواړي، افغانان نیسي او پیسې ورڅخه اخلي

"په ډېر تاسف سره چې په پاکستان کې د افغان کډوالو وضعیت ډېر ترینګلی دی او ورځ تر بلې لا خرابیږي. سره له دې چې موږ د ویزو د تمدید غوښتنه کړې خو دوی یې نه تمدیدوي. له دې سره بیا هم هره ورځ پولیس راځي او قانوني اسناد غواړي، افغانان نیسي او پیسې ورڅخه اخلي."

په راولپینډۍ کې مېشت یو بل افغان چې دی هم نه غواړي په راپور کې یې نوم خپور شي، ورته شکایت کوي:

"ګڼ شمېر افغانان له قانوني اسنادو پرته په سخته بېره کې ژوند کوي. موږ روغتون ته او په سودا پسې نه شو وتلای، ماشومان او میرمنې مو په سخته بېره کې ژوند کوي. د ماشومانو لپاره نه ښوونځي شته او نه نورې اسانتیاوې، لنډه دا چې دلته میشت افغانان له ګڼو ستونزو سره مخامخ دي."

له پاکستانه د بې اسناده افغان کډوالو نیولو او جبري ایستل کېدو لړۍ په ۲۰۲۳ کال کې پیل شوه خو د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې تر وقفه یي نښتو او اړیکو تر ترینګلتیا وروسته دا لړۍ په بې سارې ډول تېزه شوې ده.

د تېرې اکتوبر میاشتې په ۱۱ مه د دواړو لورو ترمنځ نښتې وشوې چې له امله یې د تورخم او سپین بولدک - چمن په ګډون د افغانستان او پاکستان تر منځ ټولې لارې وتړل شوې.

د پاکستان او افغانستان د سوداګرۍ د ګډې خونې چارواکي وايي د لارو بندېدو د دواړو لوریو سوداګرو ته درانه مالي زیانونه اړولي دي.

د دې خونې سلاکار دکتور مخلص احمد ازادي راډيو ته وویل:

"سوداګري باید د سیاست قرباني نه شي. سیاست باید د خلکو پر تګ راتګ اغیز ونه لري. سوداګرو او خلکو ته باید د تګ راتګ لاره ورکړل شي. دا نه یوازې د افغان سوداګرو او د کرښې دې غاړې خلکو ته زیانونه اړوي بلکې د کرښې بلې غاړې ته هم سوداګر او خلک سخت زیانمنوي."

مخکې د دواړو لوریو سوداګرو ازادي راډيو ته ویلي چې د لارو بندیدو له امله دوی ته درانه زیانونه اوښتي دي.

که څه هم تر دې مخکې د اکتوبر په ۲۵ مه نېټه په استانبول کې د دواړو لورو د پلاوو ترمنځ په شپږ ورځینو خبرو کې د اوربند پر غځېدو هوکړه وشوه خو د لارو د خلاصون په اړه په کې هیڅ پرمختګ ونه شو.

د طالبانو حکومت د پاکستان د فاع وزیر د تازه څرګندونو په اړه څه نه دي ویلي.

خو د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د اکتوبر په ۳۱ مه له پاکستاني ټلویزیون خیبر نیوز سره په مرکه کې ویلي، د پاکستان حکومت په وار وار دوی ته ډاډ ورکړی چې د دواړو هیوادونو ترمنځ لارې به د هر ډول سیاسي مسایلو پر مهال نه تړل کیږي خو په خبره یې هغه هیواد په دې برخه کې پر خپلو ژمنو عمل نه کوي چې له امله یې د بې باورۍ فضا رامنځته شوې ده.

ټاکل شوې چې د روانې نومبر میاشتې په ۶ مه نېټه د ترکیې په استانبول کې د طالب او پاکستاني پلاوو ترمنځ د لوړې کچې درېیم پړاو مذاکرات وشي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد خیبر نیوز ته ویلي، دا خبرې هغه مهال مثبته پایله درلودلای شي چې دواړه لوري په اخلاص په کې برخه واخلي او پر کلیدي او بنسټیزو مسایلو بحثونه وشي.

XS
SM
MD
LG