د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۷

کابل کې د چهارشنبې ورځې د خونړۍ پېښې مالي زیانونه


په کابل کې د چهارشنبې د ورځې خونړۍ پېښې د انساني مرګ ژوبلې تر څنګ ګڼ مالي زیانونه هم اړولي دي.

د کابل ښاروالۍ سرپرست عبدالله حبیب‎زي د پنجشنبې په ورځ یوې خبري ناستې ته وویل چې چاودنې تر څلور کېلو مترۍ پورې دولتي او خصوصي بنسټونو ته زیان رسولی دی.

د ښاغلي حبیب‎زي په خبره د لومړنیو معلوماتو له مخې تر دې دمه خصوصي سکټور ته یو میلیارد افغانۍ زیان رسېدلی خو د چاودنې قوت ته په کتو ښايي د زیانونو کچه له څلور میلیاردو هم واوړي.

نوموړی وايي:

"تر اوسه خصوصي سکټور ته تر یو میلیارد افغانیو زیان رسېدلی، خو داسې تخمین کېږي چې دغه تاوانونه څلور میلیارده افغانیو ته ورسېږي خو زموږ څېړنې لا هم دوام لري او تر راتلونکو څو ورځو به په دې اړ کره معلومات له رسنیو سره شریک کړو."

د ښاغلي حبیب‎زي د معلوماتو له مخې ډېر زیان هغو بنسټونو ته رسېدلی چې د پېښې په دوه کېلو مترۍ کې پراته دي.

کابل ښاروالۍ وايي چې د سیمې له ځایه‌یې دوه سوه موټره ښیښې انتقال کړي او له پرون راهیسې د ښاروالۍ ۵۰۰ کارکوونکي په سیمه کې پاکاري کوي خو لا هم دغه لار د ټرافیکو پر مخ تړلې ده.

د کابل په زنبق څلور لاري کې د چهارشنبې ورځې په سهار یو موټر بم چاودنه وشوه چې د ځاني زیانونو تر څنګ‌یې مالي زیانونه هم خورا زیات ښودل شوي او لا هم کره نه‌دي.

په ورته وخت کې د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې مسؤلین بیا وايي چې خصوصي سکټور ته د چهارشنبې د ورځې په پېښه کې لس میلیونه ډالره زیان رسېدلی دی.

د دغې خونې ویاند صیام‌الدین پسرلي ازادي راډیو ته وویل چې د حملې په ځای کې اکثره لوی شرکتونه و چې تر ډېره مالي زیان هم همدغو شرکتونو ته رسېدلی دی.

پسرلی: کابل چاودنې خصوصي سکټور ته ۱۰ میلیونه ډالره زیان اړولی.
پسرلی: کابل چاودنې خصوصي سکټور ته ۱۰ میلیونه ډالره زیان اړولی.

​د پېښې عینې شاهدان او د ځینو شرکتونو استازي بیا وايي چې په حمله کې تر هغې زیات زیانونه اوښتي چې ښاروالۍ یې په اړه وايي.

په سیمه کې د یوه خصوصي کلینیک مسؤل ذبیح‎الله نوري له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې یوازې د دوی کلنیک ته شااوخوا پنځه لکه ډالره زیان رسېدلی دی.

نوموړی وايي:

"موږ په دغه ځای کې شااوخوا یو میلیون ډالره پانګونه کړې وه خو له څلورو تر پنځو لکو ډالرو پورې زیان رارسېدلی دی."

په ورته وخت کې د روشن مخابراتي شرکت مسؤلین چې د رپوټونو له مخې په چاودنه کې ډېر زیان همدغه شرکت ته ورسېدلی، وايي چې د زیانونو په اړه‌یې څېړنې پیل کړې دي.

په کابل کې د دغه شرکت ویاند شفیع شریفي د پېښې په ځای کې خبریالانو ته وویل چې دوی ته اوښتي زیانونه خورا زیات دي خو له څېړنو وروسته به‌یې په اړه کره معلومات شریک کړي.

راپور: محمد حدیث پردېس

XS
SM
MD
LG