د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۱۲

کورنیو چارو وزارت: هڅه کوو د نورګرام ځنګلونو کې لګېدلی اور مړ کړو


د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، د دوی د اور وژنې او طبیعې پېښو پر وړاندې د مبارزې لوی ریاست هڅه کوي چې د نورستان په ځنګلونو کې لګېدلی اور مړ کړي.

د کورنیو چارو وزارت د اور وژنې او طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې لوی ریاست هلې ځلې یې پیل کړي څو د لوېدیځ نورستان نورګرام ولسوالۍ په ځنګلونو کې لګېدلی اور کابو کړي.

د دغه وزارت د ویاند دفتر سرپرست نجیب دانش د چهارشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې دوی به په دې برخه کې خپله ټوله هڅه وکړي.

نجیب دانش.
نجیب دانش.

نوموړي زیاته کړه:

"کوم چارواکي په ځانګړي ډول د دغه وزارت د اور وژنې او طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې لوی ریاست چې په نورستان کې دنده لري هڅه کوي چې دغه اور مړ کړي، زموږ ټولې برخې په ځانګړې توګه زموږ پېښو سره د مبارزې ریاست چې اطفائیه‌یې یوه برخه ده دنده‌یې ده چې په دې برخه کې اقدام وکړي."

دغه اور د پنځمې ورځې لپاره د نورستان د نورګرام ولسوالۍ په ځنګلونو کې لګېدلی او د سیمې د اوسېدونکو په وینا د هر ساعت په تېرېدو د اور لمبې زیاتېږي.

په همدې حال کې د نورستان والي حافظ عبدالقیوم د چهارشنبې په ورځ له ازادي راډيو سره په خبرو کې وویل چې له مرکزي حکومت نه‌یې په دې برخه کې د مرستې غوښتنه کړې ده.

نوموړي زیاته کړه:

"خلک ساحې ته لېږل شوي هڅه روانه ده چې اور مړ کړي همدارنګه د مرکزي حکومت نه مې غوښتنه کړې چې که د اور په وژنه کې د غوڅ ملاتړ له هوايي ځواک څخه ګټه واخیستل شي."

تر دې وړاندې د کونړ په ځینو ځنګلونو کې هم د اور لګېدنې پېښې رامنځته شوې دي چې چارواکو یې علت د پاکستان له لوري د توغندیو لګېدل یاد کړي دي.

سره له دې چې د لوېدیځ نورستان نورګرام ولسوالۍ په ځنګلونو کې د اور لګېدنې لامل لا معلوم نه‌دى.

خو د وانټ وایګل ولسوال رحمت‌الله رحمت وايي چې په دغې ولسوالۍ کې هم د دوهمې ورځې لپاره په ځنګل کې اور لګېدلی چې په وینا يې دا د یو شمېر ورانکارو ډلو کار دی.

په همدې حال کې د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت ویاند لطف‌الله راشد د چهار شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې د دوی د معلوماتو له مخي دغه اور د مخالفینو تر کنټرول لاندې سیمو کې لګېدلی او دا د اور وژنې کارونه له ستونزو سره مخ کړي دي.

نوموړي زیاته کړه:

"د نورستان له نورګرام ولسوالۍ د ځنګلونو د اور اخیستو راپور موږ ته رسېدلی، خو زموږ وروستي معلومات څرګندوي چې دغه ځنګلونه د مخالفینو په ساحه کې دي او د ټیمونو تلل‌یې ستونزمن کړي دي خو موږ په دې هڅه کې یو چې په دې برخه کې له خلکو نه مرسته وغواړو."

نورستان د نښترو، چلغوزو او د نورو ډول ډول ونو پرېمانه ځنګلونه لري او د خلکو په وینا که چېرته دا اور کابو نه‌شي نو کېدای شي چې اور د پنجشیر او لغمان ځنګلونو ته هم وغځېږي.

راپور: ناجیه ساپۍ

XS
SM
MD
LG