د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۳۱ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۵۶

د نورګرام ولسوالۍ ځنګلونو کې اورلګېدنه لغمان او پنجشېر ته په غځېدو ده


د لوېدیځ نورستان نورګرام ولسوالۍ په ځنګلونو کې د پنځمې ورځې لپاره اور لګېدلی او د خلکو په وینا تر اوسه سلګونه جریبه ځمکه ولاړ ځنګل سوځېدلی دي.

خلک او سیمه‌ییز چارواکي وایي، د اور په وژنه کې باید د نړیوالو ځواکونو له هوایي قواو څخه استفاده وشي، څو نور ځنګلونه د لګېدلي اور له لمبو وژغورل شي.

د سیمې یوه تن اوسېدونکي عنایت‌الرحمن د چهار شنبې په سهار ازادي راډیو ته وویل چې نن چهارشنبه پنځمه ورځ ده چې د نورګرام ولسوالۍ په ځنګلونو کې اور لګېدلی او د هر ساعت په تېرېدو د اور لمبې زیاتېږي.

نموړي زیاته کړه:

"تقریباً سلګونه جریبه ځمکه وسوځېده اوس هم اور روان دی، نورو سیمو ته خپرېږي."

عنایت‌الرحمن له مرکزي حکومت او نړیوالو ځواکونو غواړي چې د اور وژنې لپاره له هوايي ځواک څخه کار واخلي څو اور کنټرول کړي او نور ځنګل له سوځېدو وژغورل شي او که داسې ونه‌شي نو کېدای شي چې اور د پنجشیر او لغمان ځنګلونو ته هم وغځېږي.

نوموړي زیاته کړه:

"نړیوالو ځواکونو سره اطفائیه موجوده ده، موږ جدي غوښتنه له نړیوالو ځواکونو او مرکزي حکومت کوو چې د اور وژنه کې نورستانیانو سره مرسته وکړي، که چېرته د اور مخه ونه‌نیول شي کېدای شي دا اور د لغمان غرونو ته وغځېږي او همدا شان پنجشیر ته هم خپلې لمبې ورسوي، ځنګلونه ډېر زیات ګڼ دي او د اور خپرېدو وېره هم زیاته ده."

د نورستان والي حافظ عبدالقیوم هم مني چې په سیمه کې د باد لګېدو او خلکو سره د اور وژنې د وسایلو نه‌موجودیت د اور د دوام او زیاتېدو سبب شوی دی، خو بیا د سیمې خلک هڅه کوي چې اور کنټرول کړي.

نوموړي زیاته کړه:

"نورګرام مرکز څخه دغه ځای تقریباً دېرش پنځه دېرش کېلو متره لیرې دی، خلک ساحې ته لېږل شوي دي، د کنټرول کولو کوښښ‌يې روان دی، پرونی شدت‌يې کم شوی دی، د مرکزي حکومت نه مې غوښتنه کړې چې که د اور په وژنه کې د غوڅ ملاتړ له هوايي ځواک څخه ګټه واخیستل شي ښه به وي."

تر اوسه لا د نورګرام په ځنګلونو کې لګېدلی اور نه‌دی کنټرول شوی.

د وانټ وایګل ولسوال مولوي رحمت‌الله رحمت ازادي راډیو ته وویل چې له تېرې ورځې د وایګل په ځنګل کې هم اور لګېدلی دی چې تر دې دمه‌يې د ځنګل ګڼې ونې سوځولې دي.

نوموړي زیاته کړه:

"زموږ په ولسوالۍ کې یو کلی دی د کلایګل په نوم د هغې په سرحداتو کې اور لګېدلی دی اور ډېر شدید دی او د وژلو لپاره‌يې څوک نېږدې نه‌شي ورتلی، ډېر ځنګل سوځېدلی او اور لا هم زیات دی."

که څه هم چې نورګرام کې د اور لګېدو لامل تر اوسه نه‌دی معلوم، خو د وانټ وایګل ولسوال وايي چې د دوی په ځنګل کې ورانکارو اور لګولی دی.

نورستان د نښترو، چلغوزو، څېړیو او د نورو ډول، ډول ونو پرېمانه ځنګلونه لري کله چې هم په‌کې اور لګېدلی یا خلک په دې بریالي شوي چې اور مړ کړي او یا هم پرې باران شوی، خو په نورګرام او وانټ وایګل کې نوی لګېدلی اور تر اوسه نه‌دی وژل شوی.

راپور: روح‌الله انوري

XS
SM
MD
LG