د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۱

ټرمپ: ناټو غړي هېوادونه دې د تمویل په برخه کې خپله ونډه زیاته کړي


د امریکا ولسمشر د ناټو له غړو هېوادونو وغوښتل چې د ناټو د لګښتونو په منلو کې له امریکا سره اوږه ورکړي.

ولسمشر ټرمپ پرون په بروکسل کې د ناټو په نوې ودانۍ کې د وینا پرمهال د ناټو له نورو ۲۷ غړو هېوادونو وغوښتل چې د دې ټلوالې د تمویل په برخه کې خپله ونډه زیاته کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د ناټو مشران د دې ټلوالې د راتلونکې او نورو نړیوالو مسایلو په اړه د بحث لپاره پرون په بروکسل کې راغونډ شوي وو.

ښاغلي ټرمپ چې د انتخاباتي کمپاین پر مهال ناټو اضافي بار او بې ګټې ټلواله بلله پرون وویل، که د ناټو ټول غړي د خپل کورني ناخالص تولید په سلو کې دوه د ناټو مالي لګښتونو ته ځانګړي کړي، نو دا ټلواله به تر پخوا زیاته غښتلې شي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ

نوموړی وايي:

"د ناټو له ۲۸ غړو څخه ۲۳ یې تراوسه هغه ونډه چې باید وریې کړي او هغه لګښت چې باید د ځان د دفاع لپاره یې پرې کړي نه ورکوي. دا د امریکا د خلکو او مالیه ورکوونکو لپاره منصفانه نه‎ده. اکثر دا هېوادونه له پخوانیو کلونو ډېر زیات پوروړي دي او هغه یې هم نه‎دي پرې کړي. په تېرو اتو کلونو کې متحد ایالاتو پر دفاعي چارو د ناټو د نورو ټولو غړو تر ونډې زیاتې پیسې لګولي دي. که پروسږکال د ناټو ټولو غړو، د خپل ناخالص ملي تولید په سلو کې یوازې دوه پر دفاعي برخه لګولي وای، اوس به موږ د ډله ییزې دفاع او د ناټو د نورو امکاناتو د تمویل لپاره ۱۱۹میلیارډه ډالر اضافي پیسې لرلې."

ولسمشر ټرمپ وویل، ناټو په راتلونکي کې باید د ترورېزم پر ضد مبارزې، د کډوالو ستونزې، د روسیې له‎خوا پېښو ګواښونو او د ناټو د ختیځو او جنوبي پولو ساتنې ته پاملرنه زیاته کړي.

د ناټو د غړو هېوادونو مشرانو په دې هیله چې ښاغلي ټرمپ ته ثابته کړي چې د ترورېزم پرضد د مبارزې لپاره د ناټو موجودیت د توجیه وړ دی پرون په هنري ډیزاین جوړه شوې د ناټو د مرکزي قرارګاه نوې ودانۍ چې شاوخوا یو میلیارد ډالر لګښت پرې راغلی، پرانیستله.

د ناټو په سلو کې نژدې۷۰ برخه لګښت دا مهال امریکا ورکوي.

د ناټو غړو له دې مخکې ژمنه کړې وه چې خپل دفاعي لګښتونه به تر ۲۰۲۴ کال پورې د خپل ناخالص ملي تولید په سلو کې دوو ته لوړوي خو دا ژمنه یوازې بریتانیا، استونیا، یونان، پولنډ او متحدایالاتو عملي کړې ده.

XS
SM
MD
LG