د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۹ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۱۳

د ناټو عمومي منشي وايي، افغانستان له زیاتو ستونزو سره مخ دی


د ناټو عمومي منشي وايي چې افغانستان له ډېرو ستونزو سره مخامخ دی.

ينس سټولټنبرګ دا خبره نن په بروکسل کې د ناټو مشرانو تر غونډې مخکې د ناټو ائتلاف په مرکزي دفتر کې وکړه.

خو سټولټنبرګ زياته کړه چې ناټو به په افغانستان کې جنګي مأموریت نه‌پيلوي.

د ناټو عمومي مشر وويل چې په دغه هېواد کې به د روزنې، همکارۍ او مشورې ورکولو مأموریت ته دوام ورکړي.

ینس سټولټنبرګ.
ینس سټولټنبرګ.

نوموړي زیاته کړه:

"په افغانستان کې ستونزې ډېرې دي، کله چې د ۲۰۱۴ میلادي کال په پای کې ناټو په افغانستان کې خپل نظامي مأموريت پای ته ورساوه، هېڅ‌چا نه‌ويل چې د دې هېواد وضعيت به ساده او پرته له ستونزو وي، خو موږ وکړای شول افغان ځواکونو ته روزنه ورکړو او پياوړي يې کړو او دا ځواکونه اوس توان لري چې په خپل هېواد کې د امنيت راوستلو مسؤليت واخلي، دا يوه ښه او مهمه لاسته راوړنه ده، ناټو به په افغانستان کې د روزنې، همکارۍ او مشورې ورکولو مأموريت ته دوام ورکړي."

د ناټو د مشرانو غونډه نن د بلجيم په پلازمېنه بروکسل کې کېږي.

ناټو په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ مأموریت په چوکاټ کې د دغه هېواد دفاعي او امنيتي ځواکونه روزي او مشورې ورکوي.

سټولټنبرګ وويل چې نن د ناټو د مشرانو په غونډه کې په افغانستان کې د ناټو مأموريت په اړه هم خبرې کېږي.

خو افغانستان ته د ځواکونو د لېږلو په اړه به پرېکړه وروسته کېږي.

د ناټو سرمنشي د وسله‌والو سخت دريځو پر وړاندې د افغان ځواکونو مبارزه وستايله.

ناټو د وسله‌والو په وړاندې د افغان ځواکونو مبارزه وستایله.
ناټو د وسله‌والو په وړاندې د افغان ځواکونو مبارزه وستایله.

​ده وويل چې د داعش او نورو سخت دريځو ډلو پر وړاندې د افغان ځانګړو ځواکونو عملیات اغېزمن وو.

دغه ځواکونه د وسله‌والو طالبانو او داعش جنګيالیو پر ضد په مبارزه کې برخه اخلي.

افغان حکومت شااوخوا یوه مياشت مخکې وويل چې په دغه هېواد کې د داعش سخت دريځې ډلې مشر عبدالحسيب په ننګرهار ولايت کې د افغان ځواکونو په عملیاتو کې ووژل شو.

د ناټو عمومي منشي همداراز وويل چې د دې ائتلاف غړي به نن د داعش پر ضد د مبارزې په اړه هم توافق ته ورسېږي.

نوموړي زیاته کړه:

"نن به موږ د یوه عملي پلان په اړه توافق ته ورسېږو چې د ترورېزم پر ضد په مبارزه کې د ناټو هڅې لا زياتې کړو، دا پلان زيات عناصر لري او له دغو عناصرو څخه یو د داعش پر ضد د نړیوال ائتلاف سره يوځای کېدل دي، دا د ترورېزم پر ضد په مبارزه کې د يووالي لپاره يوه قوي سياسي پلان ته زمينه برابروي او همداراز د ناټو او د دې ائتلاف د غړو د هڅو تر منځ د هماهنګۍ يو عملي چوکاټ رامنځته کوي."

خو سټولټنبرګ وويل چې په هغه صورت کې که ناټو د داعش پر ضد د نړيوال ائتلاف برخه شي، له دې ډلې سره د مبارزې په برخه کې به محاربوي رول نه‌لوبوي.

تر يوه کال لږه موده مخکې د امریکا ولسمشر ناټو یو زړه مفکوره بللې وه خو اوس د دغه ائتلاف مرکز ته د غونډې لپاره رسېدلی دی.

ډونالد ټرمپ هم په بروکسل کې د ناټو په مرکزي دفتر کې د پنجشنبې په ورځ په غونډه کې ګډون کوي او ويل کېږي دغه غونډه به پر دوو عمده موضوعاتو تمرکز کوي.

  • لومړۍ موضوع دا ده چې د ناټو ائتلاف ټول ۲۸ هېوادونه د نظامي مصارفو په اړه يوې موافقې ته ورسېږي
  • دوهمه دا چې د مې په ۲۲مه په منچسټر کې تر حملې وروسته به د ترورېزم پر وړاندې څه ډول مبارزه کېږي.
XS
SM
MD
LG