د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۷

امریکا سوریه کې یوې مهمې کردي ډلې ته وسلې ورکوي


سوریه کې د اپوزېسیون کرد سرتېري.
سوریه کې د اپوزېسیون کرد سرتېري.

واشنګټن پرېکړه کړې چې د سوریې د حکومت یوې مهمې مخالفې کردي ډلې ته وسلې ورکړي.

د پنټاګون ویاندې «ډانا وایټ» پرون سې شنبه خبریالانو ته وویل چې ولسمشر ډونالد ټرمپ د امریکا د دفاع وزارت ته واک ورکړی چې کردي ځواکونه چې د سوریې د ډموکراتیکو ځواکونو په چوکاټ کې جنګېږي تجهیز کړي څو د رقې په ښار کې د داعش پر ضد بریالیتوب باوري شي.

دا اعلان له هغې لږ وروسته وشو چې خبري اژانسونو د یو لوړپوړي امریکايي چارواکي له خولې چې نوم‌یې نه‌و یاد شوی وویل، په داسې حال کې چې له رقه ښار څخه چې د اسلامي دولت نومې وسله‌والې ډلې مرکز دی د دې ډلې د ایستلو لپاره جګړه د نېږدې کېدو په حال کې ده سپینې ماڼۍ د «واي. پي. جي» یا د خلکو د مدافع ټولیو په نوم د کردي ځواکونو تجهیزول تائید کړي دي.

رقه ښار چې د سوریې په شمال کې پروت دی، داعش‌یې د خپل پایتخت په توګه کاروي، خو دا مهال دا ښار د هغو ځواکونو په محاصره کې دی چې د داعش د وسله‌والې ډلې او سوریې د حکومت دواړو پر خلاف جګړه کوي.

د سوریې رقه ښار.
د سوریې رقه ښار.

د فرانسې خبري اژانس د یو امریکايي چارواکي له خولې چې نوم‌یې نه‌دی یاد شوی وايي، د کردي ځواکونو تجهیزول به په فوري توګه ترسره شي، خو بیا هم دې ډلې ته د وسلو د سپارلو زماني جدول لا نه‌دی ټاکل شوی.

واشنګټن د خلکو د ساتنې د ټولیو په نوم دا کردي ډله په سوریه کې د داعش پر ضد کې مبارزه مهمه بولي خو ترکیه د «خلکو د ساتنې د کنډکونو» په نوم د سوریې کردي ځواکونه ترورېستي ډله ګڼي چې په وینا یې د کردستان د کارګر ګوند یا «پي. کې. کې» سره اړیکې لري.

د کردستان کارګر ګوند له لسیزو راهیسې په کردي سیمو کې د ترکیې خلاف د خپلواکۍ لپاره جنګېدلي.

خو د پنټاګون ویاندې ډانا وایټ ویلي:

"موږ غواړو د ترکیې حکومت او خلکو ته ډاډ ورکړو چې د امریکا متحده ایالاتو د ترکیې امنیت ته چې زموږ د ناټو متحد دی ژمن دي."

په عین حال کې د امریکا دفاع وزیر جېمز مټېس ویلي، د داعش پر ضد جګړه کې د سوریې د کردي ځواکونو سره د امریکا د اتحاد په اړه‌یې په ډنمارک کې له ترکي چارواکو سره ګټور بحثونه کړي.

جېمز مټېس.
جېمز مټېس.

نوموړي زیاته کړه:

"موږ له ترکانو سره ډېر روښانه بحثونه لرل، ترکیه زموږ د ناټو متحد دی او د ناټو متحدان له یو بل سره ولاړ دي، دا په دې معنی ده چې موږ ستونزو ته له یو لیدلوري، د مخکې تګ لپاره د یو مسیر سره د خبرو اترو خونې ته ننوځو، موږ د نظر اختلافات د پراخ ډیالوګ له لارې هواروو، موږ له ترکانو سره نظامي او سیاسي خبرې اترې کړي او نن مو ډېر ګټور بحثونه ترسره کړل."

په سوریه کې کردي وسله‌والو ته د واشنګټن له‌خوا د وسلو ورکولو پرېکړه په داسې حال کې کېږي چې ټاکل شوې ده راتلونکې اوونۍ د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان په سپینه ماڼۍ کې له خپل امریکايي سیال ډونالد ټرمپ سره خبرې وکړي.

XS
SM
MD
LG