د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۲۰

م.م سوریه کې د خوندي سیمو جوړولو له موافقې محتاطانه هرکلی وکړ


د ملګرو ملتونو سازمان سرمنشي انتونیو ګوتیریس په سوریه کې د خوندي سیمو د جوړولو له موافقې محتاطانه هرکلی وکړ خو ټينګار یې وکړ چې باید د دغه کار عملي پایلې وکتل شي.

د ملګرو ملتونو سازمان په سوریه کې د خوندي ساحو د جوړولو د عملي پایلو په تمه دی.

د دغه سازمان عمومي سرمنشي انتونیو ګوتیریس د پنجشنبې په ورځ په یوه بیان کې له هغې موافقې هرکلی وکړ چې په اساس یې په سوریه کې د خلکو لپاره خوندي ساحي جوړېږي.

د ملګرو ملتونو سازمان د سرمنشي خبرې د هغه ویاند سټيفن دوجاریک په یوه بیان کې وړاندې کړي دي او ویلي یې دي چې هغه دا وړاندیز هم کړی څو ښه ده چې د خلکو د ژوند د ښه والي په خاطر د شوې موافقې اغېزې وکتل شي.

سټفین دوجاریک دا هم ویلي چې سرمنشي ګوتیریس د هر ډول وسلو د کارولو له بندیز، په خاص ډول هوايي وسلې او خلکو ته د لومړنیو اړتیاوو او درملو د رسولو له ژمنې ملاتړ کړی خو باید دا تړون د سوریايي وګړیو د پناه غوښتلو حق ضایع نه کړي.

سوریه.
سوریه.

په سوریه کې د خوندي ساحو کار د قزاقستان په استانه کې د لاسلیک شوي تړون په اساس د جون په څلورمه پیلېږي.

د دغه تړون له مخې په سوریه کې اوربند مراعاتېږي، د سوریې په فضا د هوايي الوتنو بندیز لګول شوی او ټينګار شوی چې بشري مرستې زیانمنو سیمو ته ژر ورسېږي او د کډوالو ستنول اسانه کړای شي.

د استانه په خبرو کې د روسیې خاص استازي الکساندر لاورینتییف Aleksandr Lavrentyev ویلي د موافقې له مخې د امریکا په مشرۍ د اییتلافي ځواکونو هوايي عملیات بندېږي او د ده په خبره په دې برخه کې نور د پوښتنې ځای نشته.

د سوریې لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي سټفین دې مستورا هم پرون په استانه کې د سوریې د سولې خبرو تر یوه دور وروسته رسنیو ته وویل چې د تړون له مخې په څلورو سیمو کې تاوتریخوالی کمېږي او د ده په خبره دا ډېر مهم پرمختګ دی.

ډیمیسټورا.
ډیمیسټورا.

نوموړي زیاته کړ:

"نن د مې څلورمه موږ په یوه ښه طریقه د تاوتریخوالي د کمښت په هدف د یوه مهم، ژمن او مثبت ګام د پورته کېدو شاهد و."

د موافقې په اساس په شمالي، مرکزي او جنوبي سوریه کې د خوندي سیمو د جوړولو وړاندیز شوی هغه سیمه چې د بشاراسد ملاتړيو پوځیانو له مخالفینو سره له ۲۰۱۱ کال جګړه پیل کړې او تر اوسه په دې جګړه کې شاوخوا څلور لکه کسان وژل شوي دی.

د خوندي سیمو د جوړولو وړاندیز په اصل کې روسیې کړی و؛ هغه هېواد چې په روان کړکیچ کې د سوریې تر شا ولاړه ده.

ایران هم چې د خوندي سیمو د جوړولو د موافقې یو لوری دی د اسد د رژیم ملاتړی دی.

د خوندي سیمو د جوړولو وړاندیز د ایران د موجودیت په خاطر د سوریې د رژیم د مخالفینو له مخالفت سره مخ شوی او متحده ایالتونو هم ورته اندېښنه مطرح کړې ده.

امریکا متحده ایالتونو په سوریه کې د کړکېچ د هواري په هدف له هر ډول پرمختګ هرکلی کړی خو ویلي یې دي چې باید ښکېل لوري په ژمنو ولاړ وي.

د متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت ویاندې هېدر نورټ Heather Nauert په یوه بیان کې ویلي چې د تېرو موافقو ناکامۍ ته په کتو باید محتاط و اوسو ځکه "تمویلونکی" ایران هم په دې تړون کې ښکېل دی.

د بهرنیو چارو وزارت ویلي ایران نه یوازې کړکېچ نه دی هوار بلکې د اسد له رژیم د دغه هېواد بې دلیله ملاتړ د عامو سوریایانو مصیبت لا پسې جاري ساتلی.

د خوندي سیمو د جوړولو په باب د روسیې جمهور رئیس ولادمیر پوتین او د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر ډونالد ټرمپ د مې په دوهمه ټلیفوني خبرې هم کړي دي.

د سپینې ماڼۍ په یوه بیان کې راغلي چې:"خبرې ډېرې ښې وې او پکې د خوندي سیمو په جوړولو خبرې وشوې هغه سیمې چې له بشري لحاظ د یوه سوله ییز پای لپاره زمینه برابره کړي."

ولسمشر ټرمپ تر اوسه د روسیې د وړاندیز او د روسیې،ترکیې او ایران د لاسلیک شوي تړون په اړه څه نه دي ویلي.

خوندي سیمو ته چې د جګړې ځپلې سوریې د خلکو لپاره لږ تر لږه غټه هیله ده پوستې جوړېږي چې پکې به د دولت او مخالفینو دواړه لوریو کسان موجود وي.

بهرني پوځیان هم دې سیمو ته د څارونکو په توګه ننوتلی شي.

راپور: صفي الله ستانکزی

XS
SM
MD
LG