د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۱۳

ابراهیمي: د قلعه‎زال تر سقوط ۲۴ ساعته مخکې مې دفاع وزارت خبر کړی و


په کندز کې د طالبانو له اړخه د مخ پر زیاتېدونکو ګواښونو په دوام د دغه ولایت د ولایتي شورا یو شمېر غړي د درېیم ځل لپاره د کندز ښار د سقوط په اړه اندېښنه لري.

دوی د دوشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې دغه ولایت کې امنیتي وضعیت ښه نه‎دی او خلک‌یې اندېښمن کړي دي.

د دغه شورا یو غړی غلام رباني رباني وايي چې طالبان د کندز ښار تر درې کېلو مترۍ پورې رارسېدلي او دا وېره شته چې دغه ښار د درېیم ځل لپاره سقوط شي.

د کندز د ولایتي شورا یو غړی غلام رباني رباني
د کندز د ولایتي شورا یو غړی غلام رباني رباني

نوموړی وايي:

"د کندز ښار شااوخوا کې وسله‎وال طالبان پوځي حضور لري او هره شېبه ګواښ پېښولی شي، د کندز له خلکو خوب تښتېدلی، له دې وړاندې وسله‎والو دوه ځلې د کندز ښار سقوط کړی دی او اوس طالبان د کندز ښار د چوک تر دوه او یا درې کېلو مترۍ پورې رارسېدلي او بیا یې هم د سقوط احتمال شته."

نوموړی وايي چې حکومت باید دغه ولایت کې د امنیتي وضعیت او د خلکو د ستونزو د هواري لپاره دغه ځواکونه واستوي.

په ورته وخت کې د کندز یو شمېر اوسېدونکي او مدني فعالان هم ګواښ کوي چې که حکومت شمالي ولایتونو او په ځانګړي ډول کندز ته جدي پاملرنه ونه‎کړي دغه ولایت به بیا د طالبانو له لاس ته ولوېږي.

دا په داسې حال کې چې په وروستیو ورځو کې د کندز قلعه‎زال ولسوالۍ د طالبانو له لوري سقوط شوه او د راپورونو له مخې د کندز-خان‎اباد لویه لاره هم د ترافیکو پر مخ تړل شوې ده.

که څه هم د کورنیو چارو وزارت له طالبانو د قلعه‎زال ولسوالۍ د بېرته نیولو خبره کوي خو د کندز د ولایتي شورا غړی غلام رباني رباني وايي چې د قلعه‎زال سربېره کندز کې درې نورې ولسوالۍ هم د طالبانو په ولکه کې دي.

دا په داسې حال کې ده چې د ولسي جرګې رئیس وایي، د غوره مدیریت نه‎شتون د دې لامل شوی چې قلعه‎زال ولسوالۍ سقوط شوه.

عبدالرؤف ابراهیمي د دوشنبې د ورځې عمومي غونډه کې وویل چې د کندز ولایت د خلکو او د وکیلانو د اندېښنو له مخې د کندز د قلعه‎زال ولسوالۍ تر سقوط ۲۴ ساعته مخکې د دفاع وزارت ته خبر ورکول شوی و.

د ولسي جرګې رئیس عبدالرؤف ابراهیمي
د ولسي جرګې رئیس عبدالرؤف ابراهیمي

خو د نوموړي په خبره د دفاع وزارت سرپرست او د کندز ولایت د فرقې قوماندان په یاده ولسوالۍ کې دوی ته د امنیت ډاډ ورکړی او دې موضوع ته‌یې جدي پام نه‎دی اړولی.

تېرو دوو کلونو کې د کندز ښار دوه ځلې د طالبانو له لوري سقوط شوی چې د یاد ولایت ډېری اوسېدونکو ته‌یې مالي او ځاني زیانونه واړول.

دفاع وزارت بیا د کندز د سقوط په اړه اندېښنې بې‌ځایه بولي وايي چې د وسله‎والو مخالفینو د ځپلو په هدف به په کندز، تخار او بدخشان کې پراخ عملیات پیل شي.

د دغه وزارت ویاند دولت وزیري په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

"هېڅ داسې څه به ونه‎شي چې د کندز د سقوط لامل وګرځي، هلته زموږ قطعات شته او نن، سبا به نور ځواکونه هم واستول شي او کندز کې به پراخ پوځي عملیات ترسره شي، د کندز، تخار او بدخشان خلک دې ډاډه وي."

د پوځي چارو کارپوه باري عارض بیا د افغانستان په شمال او شمال ختیځ کې امنیتي اندېښنې پر ځای بولي وايي چې د یادو ناامنیو لامل د افغان ځواکونو تر منځ د نه‌همغږۍ تر څنګ د غیر مسؤله وسله‎والو ډلو موجودیت دی.

نوموړی ټینګار کوي، که حکومت شمال کې وضعیت ته جدي توجه ونه‎کړي په شمال ولایتونو کې به ستونزې لاپسې زیاتې شي.

راپور: سباوون کاکړ

XS
SM
MD
LG