د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۵۹

سنډې ایکسپرېس: ټرمپ دې افغانستان ته زرګونو سرتېري واستوي


ډونالډ ټرمپ دې د طالبانو د ماتولو لپاره افغانستان ته په زرګونو سرتېري واستوي، بریتانوۍ سنډې ایکسپرېس خپرونې تر دې سرلیک لاندې په یوه لیکنه کې د افغانستان امنیتي وضعیت ته کتنه کړې ده.

لیکوال توماس هنټ لیکي:

د امریکا د پوځ لوړ پوړو قومندانانو ټرمپ ته سپارښتنه کړې چې نورځواکونه افغانستان ته واستوي ترڅو په دې هېواد کې په ټپه دریدلی حالت چې د طالبانو د واکمنۍ له نسکورېدو راهیسې په څه باندې پنځلسو کلونو کې رامنځ ته شوی بدل شي.

خپرونې په دې اړه د تیریزا ویلان چې په پنټاګون کې د ځانګړو ځواکونو پر عملیاتو د څارنې مسؤله ده نظر هم راخیستی چې ویلي یې دي، دوی اوس په افغانستان کې د خپلې تګ‎لاري پر تنظیمولو فعالانه کار کوي او دا ګومان کوي چې تر راتلونکې اوونۍ به وړاندې شوې طرحې بشپړې شي.

په اوس وخت کې شاوخوا نهه زره امریکایي سرتېري په افغانستان کې دېره دي او افغان امنیتي ځواکونو ته روزنه او سلا مشوره ورکوي خود راپورونو له مخې د امریکایي ځانګړو ځواکونو یوه کوچینۍ ډله د وسله‎والو طالبانو او د اسلامي دولت ډلې یا داعش په وړاندې عملیات مخ ته وړي.

امریکایي ریلیف ویب خپرونې په کندز کې د جګړو له امله په زرګونو کسانو تیښتې ته پام اړولی او لیکي:

په سلګونو کورنۍ د جګړو له امله په تېښته دي، یو شمېر کورنیو په نورو سیمو له خپلو لېرې خپلوانو سره اړولي خو ډېرې کورنۍ اړ شوي چې شپه تر شنه آسمان لاندې تېره کړي. دا خبره په افغانستان کې د ناروې د کډوالود شورا مشرې کړې ده.

د رحمن ګردي په نوم د اقتپې د سیمې یوه اوسیدونکي په کندز کې د بیړنو مرستو کارکوونکو ته ویلي چې وسله‎والو طالبانو له یوه لوري او افغان امنیتي ځواکونو له بل لوري ډزې کولې چې یو راکټ یې پر کور راپریوت.

د ریلییف خپرونې په لیکنه وسله‎والو طالبانو چې تېره ورځ یې د کندز قلعه‎زال ولسوالۍ نیولې، خان‎اباد ولسوالۍ ته د غخیدلې لارې په اوږدو کې د افغان امنیتي ځواکونو پرپوستو بریدونه زیات کړي دي.

خپرونه وړاندې ليکي:

وسله‎والو طالبانو د خپلو پسرلني عملیاتو له پیلولو سره د افغانستان په شمالي سیمو کې جګړو ته زور ورکړی دی.

د وسله‎والو طالبانو د فعالیتونو زیاتوالي ته د نورو ولایتونو په نسبت د کندز اوسیدونکي بیا ډېر اندیښمن ځکه دي چې دا ښار یې په ۲۰۱۵ میلادي کال د لنډې مودې لپاره نیولی و او تېر کال یې هم تر مرکزي برخې پورې پر ډېرو سیمو کنټرول ټینګ کړی و.

XS
SM
MD
LG