د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۲۸

سپیدار: کابل ته د «ISI» د مشر سفر کې تکراري ژمنې وشوې


د افغانستان اجرائيه ریاست په دې باور دی چې تر اوسه پاکستان په خپل هېواد کې د تروریستي ډلو په وړاندې عملي ګام نه د اخیستی او په دې برخه کې کړي ژمنې نه دي عملي کړي.

د اجرائیه ریاست مرستیال ویاند جاوید فیصل د پنجشنبې په ورځ وویل، که څه هم کابل ته د پاکستان د استخباراتو مشر نوید مختار د خپل سفر په ترڅ کې ډاډ ورکړی چې د دغو ډلو پر وړاندې به جدي مبارزه کېږي، خو ټینګار یې وکړ چې پاکستان باید په یاده برخه کې عملي ګامونه واخلي.

د اجرائیه ریاست د ویاند مرستیال جاوید فیصل
د اجرائیه ریاست د ویاند مرستیال جاوید فیصل

ښاغلي فیصل زیاته کړه:

"په دې سفر کې هم د تېر په څېر ژمنې ترسره شوي، خو موږ هغه وخت هیله‎مند کېږو چې موږ وروسته له سفر عملي اقدامات ووینو او پاکستانیان په‎خپلو ژمنو عمل وکړي."

دغه څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د پاکستان د استخباراتو مشر نوید مختار دوه ورځې وړاندې کابل ته راغلی وو او پر امنیتي مسایلو سربېره‌یې د ترورېزم پر وړاندې د مبارزې په اړه له ولسمشر، اجرائیه رئیس او یو شمېر نورو افغان چارواکو سره خبرې وکړې.

اجرائیه ریاست وایي، افغان چارواکو د پاکستان د استخباراتو له مشر سره د هغو ګواښونو په اړه خبرې کړي چې د ډیورند کرښې له هغه غاړې افغانستان ته متوجې دي.

دا لومړی ځل نه‎دی چې د پاکستان له‎خوا د ترورېزم د خطرونو په اړه د یاد هېواد د استخباراتو له مشر سره خبرې کېږي بلکې تر دې وړاندې هم دې ته ورته موضوعات افغان چارواکو له پاکستاني لوري سره شریک کړي دي.

په دې وروستیو ورځو کې له پاکستانه د نوموړي هېواد یو پارلماني پلاوی هم کابل ته راغلی وو چې افغان چارواکو ورسره پر اړوند مسایلو خبرې وکړې.

  • خو پوښتنه دا ده چې دا ځل به پاکستان پر خپلو ژمنو عمل وکړي او که نه؟

د چارو افغان کارپوه خالد سادات په دې باور دی چې پاکستان تر ډېره په افغانستان کې خپل اهداف له پوځي لارو ترلاسه کړي دي او هېڅ‎کله به د افغانستان د غوښتنو لپاره په هېواد کې د ترورېزم پر وړاندې اقدام و نه‎کړي.

نوموړی وايي:

"دوی نه‌غواړي، ځکه چې افغانستان او هندوستان کې دوی د خپل بهرني پوځي سیاست په خاطر غواړي یوه پوځي پالېسي ولري او تر اوسه د پاکستان ټولې ملي ګټې چې عملي کېږي په افغانستان کې له پوځي اړخه دي."

ښاغلی سادات وایي چې د پاکستان په خاوره کې د ترورېستي ډلو پر وړاندې د دغه هېواد د هڅو په هدف په کار ده چې افغان حکومت یو فعاله پالېسي ولري او دغه شان باید په یاده برخه کې پر پاکستان نړیوال فشارونه هم زیات شي.

راپور: سباوون کاکړ

XS
SM
MD
LG