د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۱۱

سرچینه: ولسمشر غني د «ISI» له مشره د عملي اقداماتو غوښتنه کړې


له افغان چارواکو سره د پاکستان د استخباراتو د رئیس نوید مختار له لیدنې وروسته د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني له هغه غوښتي چې د ټولو هغه شواهدو او اسنادو په اړه اقدام وکړي چې پخوا پاکستاني چارواکو ته سپارل شوي دي.

یوې معتبرې حکومتي سرچینې چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي د چهارشنبې په ورځ ازادي راډيو ته ویلي ښاغلي غني له نوید مختار سره په تونده لهجه خبرې کړې او ورته یې ویلي تر هغې به د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې ښې نه شي، څو پاکستان د افغان حکومت د مهمو غوښتنو لپاره اقدام ونه کړي.

ولسمشر غني.
ولسمشر غني.

د دغې سرچینې په وینا افغان ولسمشر محمد اشرف غني ښاغلي مختار ته ویلي د کندهار د مېلمستون د پېښې د عاملینو پر وړاندې چې د کندهار مرستیال والي د متحده عربي اماراتو څو ډيپلوماټان په کې وژل شول اقدام وکړي.

​محمد اشرف غني د پاکستان د استخباراتو رئیس ته ویلي احمد کندهاری چې په کابل کې د افغانستان په امریکايي پوهنتون حمله طرحه کړې په کوټه کې اوسېږي او همدا شان د هغو کسانو پر وړاندې چې په افغانستان کې په نظامي مرکزونو باندې انتحاري او ډلیزې حملې کوي پر وړاندې باید هڅې وشي.

همدا رانګه ښاغلي غني نوید مختار ته ویلي چې پر شاهین قول اردو باندې شوې حمله هم په پېښور کې طرح او پلان شوې وه او د عاملینو پر وړاندې باید اقدام وشي.

​د افغان حکومت سرچینې ویلي افغان ولسمشر د پاکستان د ا ستخباراتو مشر ته ویلي په افغانستان کې د وسله والو طالبانو له لوري د منصوري پسرلني عملیات چې څو ورځې وړاندې پيل شول، قومانده یې د پاکستان له کراچۍ، کویټې، پېښور او شمالي وزیرستان څخه ورکول کېږي چې باید مخنیوی یې وشي.

دغې حکومتي سرچینې ویلي د کابل په غوښتنو کې د هغه ۸۵ کسیز لېست کسانو خبره هم مطرح شوه چې افغان حکومت یې له پاکستانه د ورسپارلو غوښتنه کوي.

​په ورته وخت کې د افغانستان د ولسي جرګې د نړیوالو اړیکو کمېسیون ځینې غړي که څه دغه سفر مثبت ارزوي، خو وايي چې دا ډول سفر د کابل او اسلام اباد ترمنځ جدي ستونزې نه شي هواره ولای.

د دغه کمېسیون غړي جعفر مهدوي په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

جعفر مهدوِي.
جعفر مهدوِي.

"موږ باید دې ډول سفرونو ته خلک هیله من نه کړو، کېدای شي ځینې جزي ستونزې چې د داړو هېوادونو ترمنځ پرتې وي په مستقیم ډول حل شي، دا چې له دې ډول سفرونو داسې تمې وشي چې ټول ستونزې به حل کړي له واقعیت څخه به لېرې وي."

د اجرائيه ریاست مرستیال ویاند جاوید فیصل ازادي راډيو ته ویلي چې د پاکستان د استخباراتو رئیس نوید مختار د سې شنبې په ورځ کابل ته راغلی او له افغان ولسمشر او اجرائیه رئیس سره یې په امنیتي مسایلو خبرې وکړې.

دا په داسې حال کې ده چې د روانې اوونۍ په لومړیو کې د پاکستان د پارلمان د رئیس په مشري یو پلاوی افغانستان ته راغلی و او له افغان مشرانو سره په لیدنه کې ژمنه کړې وه چې د کابل او اسلام اباد د اړیکو د ښه والي لپاره به هڅې وکړي.

نوید مختار.
نوید مختار.

ویل کېږي چې افغانستان ته د پاکستان د استخباراتو رئیس سفر په داسې حال کې تر سره کېږي چې د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ څو ورځې وروسته د افغانستان د جګړې په اړه خپله پالیسي اعلانوي او په احتمالي توګه به د دغه پالیسۍ له مخې له درې تر پنځه زره تازه دمي امریکايي سرتېري افغانستان ته ولېږل شي.

د سیاسي چارو یوشمېر کار پوهان وايي، پاکستان ویره لري چې امریکا په دغه هېواد کې د ترهګرو د ځپلو په هدف عملیات پیل نه کړي.

د دغو کارپوهانو له ډلې ناصر شفیق ازادي راډيو ته وویل که چېرې افغانستان خپلې فعالې ډيپلوماسۍ ته همدا شان دوام ورکړي پاکستان نور هم تر فشار لاندې راځي، نو له همدې امله هڅې کوي د افغانستان د ملي وحدت حکومت باور ترلاسه کړي او امریکا یو ځل بیا ورته مهلت ورکړي.

نوموړي زیاته کړه:

"په کم وخت کې د پاکستان د پارلمان د لوړ رتبه او د دغه هېواد د استخباراتو د رئیس پلاوو راتګ افغانستان ته دا ښکاره کوي چې پاکستان زیات وارخطا دی دغه هېواد ډارېږي چې د ترورېزم پر ضد روان عملیات چې دا مهال په افغانستان کې کېږي، مبادا امریکا د نوې پالیسي له مخې په پاکستان کې پيل نه شي."

د پاکستان د پارلمان پلاوي او د دغه هېواد د استخباراتو رئیس داسې مهال افغانستان ته سفرونه کړي چې په دې وروستیو کې د امریکا د ملي امنیت سلاکار مک ماسټر پاکستان ته په خپل لومړني سفر کې له اسلام اباده غوښتي و چې له ټولو تروریستي ډلو سره یو ډول مبارزه وکړي.

همدارنګه د امریکا د دفاع وزیر جمیز متېس څه موده وړاندې افغانستان ته سفر کړی و او د افغانستان د امنیتي وضعیت او له ترورېزم سره د مبارزې پر څرنګوالي یې له افغان چارواکو سره خبرې کړې وې.

راپور: رحمت افغان

XS
SM
MD
LG