د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۸

د ثور اتمه او د کابل ښاریانو خاطرې


په افغانستان کې د ثور اتمه نېټه هرکال په پلازمېنه کابل او ولایتونو کې د پخوانیو مجاهدینو او د دوی د پلویانو له خوا د غونډو په جوړولو سره لمانځل کېږي.

د جهادي تنظیمونو مشران او غړي وايي، ۲۵ کاله مخکې مجاهدینو د دوی په مبارزو، جهاد او قربانیو، په هېواد کې د شوروې پلوه وروستي حکومت واک پای ته ورساوه او په هېواد کې یې د مجاهدینو حکومت جوړ کړ.

د مجاهدینو د حکومت له جوړېدو سره اکثره افغانان خوښ شول ځکه چې نه یې غوښتل د روسانو په لاس جوړ شوی حکومت دې پرې حاکم وي، خو د جهادي تنظیمونو ترمنځ کورنیو جګړو او د قدرت د ترلاسه کولو په خاطر جنګونو، یوازې کابل ښار کې په لسګونو زره خلک ووژل چې دې حالت یو ځل بیا خلک مایوسه کړل.

د جهادي تنظیمونو مشران وايي، د ثور اتمه د افغانستان په تاریخ کې هغه ورځ ده چې یوازې افغانستان ته یې نه، بلکې شمالي ګاونډیو هېوادونو ته يې هم د شوروي له استعماره د خلاصون لاره اواره کړه.

دوی وايي، افغان مجاهدین افغانستان کې د وخت د شوروي اتحاد د لاسوهنو پر وړاندې له ۱۳۵۷ لمریزکال راهیسې مبارزه او جهاد پیل کړ چې د لسګونو زرو مجاهدینو او وطنپالو افغانانو په قربانیو سره وتوانېدل چې په ۱۳۷۱لمریز کال کې، په هېواد کې شوروي پلوه وروستی حکومت ړنګ او پرځای یې د مجاهدینو واکمني جوړه کړي.

د ثور اتمه د پنجشنبې په ورځ په کابل کې د افغانستان د اسلامي نهضت له خوا، د یوې غونډې په جوړولو سره ولمانځل وشوه.

د افغانستان د اسلامي نهضت مشر مولوي محمد مختار مفلح وویل:

"دغه ملت د ایمان په زور، د پېړۍ جنایتکار پخوانی شوروي له ماتې سره مخ کړ، د افغانستان مجاهد ملت، ۱۴ کاله د اسلام او هېواد په خاطرپه اتلولۍ او قربانۍ سره جهاد او مبارزه وکړه، ترڅو چې د ثور داتمې په نامه یې یوه ورځ راوړه."

د افغانستان په تاریخ کې راغلي چې په ۱۳۵۷ لمریز کال کې د وخت د شوروي اتحاد په مالي او تخنیکي مرستو، د افغانستان د خلق ډیموکراټیک ګوند په مشرۍ د یاد ګوند پلویانو د وخت پر ولسمشر سردار محمد داود یوه خونړۍ کودتا وکړه چې په نتیجه کې یې په هېواد کې د نور محمد تره کې په مشرۍ، یو شوروي پلوه حکومت جوړ شو.

د دغه حکومت له جوړېدو وروسته، په میلیونو افغانان د کور او کلي پریښودو ته اړ او جهادي تنظیمونو خپلې لیکي سمبالې او د کابل د حکومت پرضد یې، وسله واله مبارزه پیل کړه.

د جهادي تنظیمونو د غړیو په خبره، دغې مبارزې شااوخوا ۱۴ کاله دوام وکړ او سره له دې چې د حکومت او جهادي تنظیمونو په نښتو کې دواړو لورو ته، د سر او مال درانه زیانونه واوښتل خو د ۱۳۷۱ لمریزکال د ثور په اتمه مجاهدین وتوانېدل چې په کابل کې د صبغت الله مجددي په مشرۍ د مجاهدینو لومړی حکومت جوړ کړي.

شوروي پلوه حکومت څخه ناراضي خلک، د مجاهدینو د حکومت په جوړېدو خوښ شول.

د کابل ښار یو اوسېدونکی عادل شینوازی چې د مجاهدینو حکومت له شوروي پلوه حکومت څخه ښه ګڼي، ازادي راډیو ته یې وویل:

"اووم د ثور بده ورځ وه، ځکه چې وطن یاغیانو ونیو، انقلاب جوړشو، له هغې نه وروسته درې میلیونه خلک شهیدان شول، د دې له امله ښه ورځ نه وه."

د جهادي تنظیمونو غړي د مجاهدینو په قربانیو او بریالیتوب ویاړي او د ثور اتمه افغانستان او د نړۍ د نورو استعمار لاندې هېوادونو د ازادي لپاره د مبارزې او جهاد یوه نمونه ګڼي.

خو ډېری کابل ښاریان د ثور اتمې څخه هم ښې خاطرې نه لري.

دوی وايي، کابل ته د مجاهدینو له راتګ سره سم، د واک د تر لاسه کولو په خاطر، د جهادي تنظیمونو ترمنځ خونړۍ جګړې پیل شوې چې یوازې په کابل ښار کې له ۶۰۰۰۰ څخه زیات کسان ووژل شول، حکومتي تأسیسات زیانمن او په لسګونه زره کورونه په کنډوالو بدل شول.

د کابل ځینې ښاریان د مجاهدینو په حکومت کې بې نظمۍ او ناخوالو په تنګ کړل او د یو بل بدلون په تمه شول.

د کابل یوه اوسېدونکې عبدالستار ازادي راډیو ته وویل:

"اتم د ثور چې مجاهدین بریالي شول او په کابل راننوتل، په دې کې هم په زرګونو خلک ووژل شول، که د قدرت په سر جنګ و او که بل چالمسول، خو اتم د ثور هم ښه ورځ نه وه اووه لیډران و، د هریو استاد بېل بېل و."

ښاغلی ستار دا هم وايي چې نه د ثورله اومې، نه له اتمې، نه د طالبانو له واکمنۍ او نه له اوسني حکومت څخه ښې خاطرې لري.

دی وايي، د دوې په ژوند کې یو نظام هم بدلون را نه وست.

ډېری افغانان په دې نظر دي، لکه څنګه چې له پخوا راهیسې بېوزلي، وزګار، بې کوره او له بېلابېلو ستونزو مخ و، اوس هم دي او له اوسمهالي حکومت هم غواړي چې د عامو خلکو د ژوند د هوساینې او سرتاسري سولې لپاره چې د دوی لویې هیلې دي هڅې وکړي.

راپور:خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG