د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۵

واشنګټن ټایمز: روسیې د امریکا له دښمن سره ملګرتیا پیل کړه


نیویارک ټایمز ورځپاڼې د ننګرهار ولایت په اچین ولسوالۍ کې د داعش ډلې پر مرکز د امریکا د ترټولو لوی بم د کارولو په وړاندې د پخواني ولسمشر حامد کرزي د غبرګون په اړه یو مطلب خپور کړی.

ښاغلي کرزي دا بمباري غندلې او ویلي یې دي چې د هېواد د ختیځو سیمو خلکو، دوه کاله مخکې له پاکستانه افغانستان ته د وسله والو داعشیانو پر اووښتو اندېښنه ښودله خو هغه مهال هېڅ اقدام ونشو.

ورځپاڼه د ښاغلي کرزي دې پوښتنو ته چې "ولې دوه کاله مخکې د داعش ډلې پرضد اقدام ونشو او ولې چارواکو د داعش وسله وال پریښودل چې د هېواد د ختیځ سیمې ونیسي او اوسېدونکي یې له خپلو کورونو وباسي" د اشارې په ترڅ کې لیکي، ښاغلی کرزی چې د طالبانو د رژیم له نسکورېدو وروسته د امریکا د پوځ په مرسته واک ته ورسېد په تېرو څو کلونو کې د امریکا ضد دریځ نیولی دی.

نیویارک ټایمز ښاغلی کرزی د اپوزېسیون هغه شخصیت ته تشبیه کوي چې هدف یې په پټه خوله د ولسمشر اشرف غني په مشرۍ د حکومت تخریب دی.

ښاغلي کرزي د خپلې ولسمشرۍ په وروستیو څو کلونو کې هم د افغانستان پر کلیو او بانډو د امریکا له بمباریو سره مخالفت کاوه خو نیویارک ټایمز لیکي، په اچین ولسوالۍ کې د داعش پر مرکز بمباري ښاغلي کرزي ته یوه بله سیاسي پلمه په لاس ورکړه چې د ولسمشر غني پر حکومت یوځل بیا انتقادونه وکړي.

واشنګټن ټایمز:

واشنګټن ټایمز ورځپاڼه په خپله وروستۍ ګڼه کې لیکي، د امریکا د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې له ګډوډیو او ورپسې له بدلونونو وروسته روسیې په پټه خوله د افغانستان په اوږدوه جګړه کې د امریکا له دښمن- طالبانو سره مرسته او ملګرتیا پیل کړه.

ورځپاڼه زیاتوي، د بارک اوباما د ولسمشرۍ د لانجمنې دورې له پای ته رسېدو وروسته په سیمه کې د امریکا پالیسي د هغې زړې کښتۍ په څېر ماته شوه چې د ساحل له ګړنګونو سره ولګېږي.

واشنګټن ټایمز لیکي، روسیه له دې حالته ګټه اخلي خو پنټاګون په اندیښنو کې دی.

د مطلب لیکوال زیاتوي، ولسمشر ټرمپ ډېر کارونه په پام کې لري خو باید د افغانستان لپاره هم یوڅه وکړي.

واشنګټن ټایمز وړاندې لیکي، روسیه په غالب ګومان غواړي په افغانستان کې د پخواني شوروي د ماتې غچ له امریکا واخلي نو ځکه طالبانو ته مشروعیت ورکوي.

ورځپاڼه په تېره فبروري کې د امریکا په سنا کې، په افغانستان کې د دیره امریکايي ځواکونو د عمومي قوماندان جنرال جان نېکلسن وینا ته چې ویلي یې و، "د روسیې او ایران اقدامات په افغانستان کې د امریکا او ناټو هڅي زیانمنوي" اشاره کوي او د مطلب په دوام کې لیکي، شواهد ښيي چې د روسیې او طالبانو ترمنځ په لوړه کچه تماسونه ټینګ شوي او احتمالاً روسیې طالبانو ته د راکټ لانچرو او په شپه کې د لیدو د وسیلو په څیر تجهیزات هم ورکړې دي.

XS
SM
MD
LG