د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۵

میاخېل: له پاکستانه نن دوشنبه ۱۱۰۰ کډوال افغانستان ته ستنېږي


د افغانستان، پاکستان او د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د دفتر د درې اړخيزې ناستې له پرېکړو سره سم، له پاکستان څخه د افغان کډوالو د راستنېدو لړۍ تر ژمنۍ وقفې وروسته بیا پیل شوه.

د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو چارو وزارت وايي، د دوشنبې په ورځ له پاکستان څخه د هغو افغان کډوالو د راستنېدو لړۍ پیل شوه چې د کډوالۍ اسناد لري او په خپله خوښه هېواد ته ستنېږي.

حفیظ احمد میاخېل.
حفیظ احمد میاخېل.

​د دغه وزارت د خپرونو سلاکار حفیظ احمد میاخېل په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

"هغه افغانان چې د کډوالۍ اسناد لري، د هغوی د راستنېدو لړۍ د درې میاشتو لپاره درېدلې وه او نن سهار د دوی د راستنېدو لړۍ بیا پیل شوې، د لومړۍ ورځې لپاره زموږ ۱۱۰۰ هېوادوال چې په پاکستان کې یې نومونه لیکلي، هېواد ته راستنېږي او تمه ده چې په راتلونکو درېیو میاشتو کې ۶۰۰۰۰ نور افغانان هم چې ثبت او راجسټر شوي دي، هېواد ته راستانه شي."

ښاغلي میاخېل وویل، سربېره پر راجسټر شویو کډوالو، په پاکستان کې داسې کډوال هم شته چې د کډوالۍ اسناد نه‌لري او هره ورځ سلګونه تنه په خپله خوښه هېواد ته راستنېږي چې له دوی سره هم مرستې کېږي.

د ښاغلي میاخېل د معلوماتو له مخې له هر یوه راستانه شوي کډوال سره د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو دفتر له‌خوا ۲۰۰ ډالره مرسته کېږي چې پخوا تر دې ۴۰۰ ډالره وه.

ښاغلي میاخېل دا هم وویل، سربېره پر دې د هېواد په اکثرو ولایتونو کې د کډوالو د راستنېدونکو چارو وزارت دفترونه فعال دي او پاتې حقوقو ته‌یې رسېدنه کوي.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ د معلوماتو له مخې دا مهال شااوخوا یو میلیون او درې لکه افغان کډوال په پاکستان کې مېشت دي.

دا اداره وايي، په ۲۰۱۶ میلادي کال کې له پاکستان څخه درې لکه او شپېته زره افغان کډوال په خپله خوښه افغانستان ته راستانه شوي دي.

په ورته وخت کې په کابل کې د کډوالو په چاروکې د ملګرو ملتونو دفتر وايي، د افغان کډوالو د راستنېدو لړۍ د پاکستان، افغانستان او د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د دفتر د درې اړخیزې ناستې د پرېکړې له مخې روانه ده او دغه دفتر د راستنېدونکو کډوالو د هرکلي لپاره پوره تیاریانې نیولې دي.

نادر فرهاد.
نادر فرهاد.

د دغه دفتر ویاند نادر فرهاد ازادي راډیو ته وویل:

"د هغو کډوالو لپاره چې راستنېږي موږ ورته لازمه اماده‌ګي لرو، د دوی د هرکلي لپاره په ننګرهار، کابل، هرات او سپین‌بولدک کې مرکزونه فعال دي، دوی له دې مرکزونو څخه نغدي، روغتیايي او له ماینونو څخه د ځان ساتنې د عامه پوهاوي مرستې مومي."

پخوا تر دې افغانستان ته ډېری راستانه شویو کډوالو ویلي چې له دوی سره لازمې مرستې نه‌دي شوي او په ځانګړي ډول د سرپناوو په برخه کې ستونزې لري.

خو د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي چې اوس‌مهال د هېواد په شااوخوا شلو ولایتونو کې د کډوالو لپاره ښارګوتي په پام کې نیول شوي او چارې له پلان سره سمې پر مخ ځي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG