د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۰۶

ولسي جرګې هم د "م.م" امنیت شورا ته د پاکستان پر خلاف اعتراض وکړ


د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته د پاکستان د اعمالو پر خلاف د افغانستان د رسمي اعتراضیه اعلامیې له سپارلو وروسته ولسي جرګې هم دغه سازمان ته د هغه هېواد پر خلاف ورته اعتراضیه اعلامیه خپره کړه.

د ولسي جرګې غړو د چهارشنبې په ورځ د جرګې عمومي غونډه کې وویل، پاکستان له پخوا راهیسې د ډیورند له فرضي کرښې اخوا د افغانستان پر ضد ترورېستان روزلي، تمویل کړي او د افغانستان ورانولو او افغان وژلو لپاره‌یې دې هېواد ته رالېږلي دي.

د ولسي جرګې رئیس عبدالرؤف ابراهیمي وویل، د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته په‌کار ده چې د افغانستان پر خلاف د پاکستان اعمال وڅاري او مخنیوي ته‌یې تدابیر ونیسي.

د ولسي جرګې یو غړی صالح محمد سلجوقي
د ولسي جرګې یو غړی صالح محمد سلجوقي

د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته د ولسي جرګې اعتراضیه اعلامیه چې د جرګې یوه غړي صالح محمد سلجوقي ولوسته، په‌کې راغلي وو:

"پاکستان کې د ترورېستانو د ځالو تأمین، افغانستان کې د هغه هېواد د لاسوهنو او د ترورېستانو څخه د پاکستان څرګند ملاتړ ښکارندويي کوي. په رسمي توګه د ملګرو ملتونو د امنیت له شورا غواړو چې د منصافه داورۍ پر اساس پر پاکستان فشار راولي او د پاکستان استخباراتي اداره په افغانستان کې له لاسوهنو او د ترهګرو له لمسولو منع کړي."

ولسي جرګه افغانستان کې د پاکستان د لاسوهنو او د هغه هېواد له‎خوا د ترورېستانو د روزلو او تمویلولو پر ضد په داسې حال کې د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته اعتراضیه اعلامیه استوي چې څو ورځې مخکې افغان حکومت هم ورته اعتراضیه اعلامیه یاد سازمان ته سپارلې ده.

افغان حکومت کابل کې د پاکستان سفارت ته رسمي شکایت وکړ

د افغانستان د امنیتي ځواکونو مسؤلین وايي، افغانستان کې چې هر څومره ځانمرګي او په امنیتي او ملکي تأسیساتو بریدونه شوي او په هر برید کې یې لسګونه افغانان وژلي، عاملین‌يې د پاکستان په مرسته دې هېواد ته رالېږل شوي دي.

افغان چارواکي دا هم وايي، د پاکستان له‎خوا د ترورېستانو د ملاتړ په اړه کره اسناد لري او ډېر ځله‌یې پاکستاني چارواکو ته سپارلي هم دي.

د افغانستان د دفاع وزارت د معلوماتو له مخې پاکستان په دې وروستیو کې د افغانستان سرحدي سیمو لکه کونړ او ننګرهار هره ورځ لسګونه راکټونه توغولي چې خلکو ته‌یې مرګ ژوبله اړولې ده.

پاکستان د کونړ پر سرکاڼو بیا ۱۰۴ توغندي توغولي

سربېره پر دې پاکستان د روان میلادي کال د فبرورۍ له ۱۶مې نېټې راهیسې د ګاونډیتوب او ټولو نړیوالو اصولو خلاف، د تورخم او سپین‎بولدک بندرونه تړلي چې د دواړو لورو عام خلک او سوداګر یې له ستونزو سره مخ کړي دي.

افغان کارپوهان د ولسي جرګې دغه اقدام پر ځای ګڼي وايي، باوري نه‎دي چې پاکستان د افغانستان پر وړاندې له خپلو اعمالو څخه لاس واخلي.

د دغو کارپوهانو له ډلې صمد سیرت ازادي راډیو ته وویل:

"ولسي جرګې چې له پاکستان سره د ستونزو د حل لپاره ملګرو ملتونو ته یو لیک استولی، زه‌یې هرکلی کوم هیله ده ملګري ملتونه په دې هکله اقدام وکړي. خو پاکستان پخوا تر دې هم دې برخه کې چُپ پاتې شوی. که له دې لارې دغه ستونزه حلېږي ولسي جرګه باید بیا-بیا ورته اقدام وکړي."

د پاکستان له لوري د افغانستان پر سرحدي سیمو د راکټونو ویشتل او د تورخم او سپین‎بولدک د بندرونو بندول، یوازې د روان کال پېښې نه‎دي بلکې پاکستان په وروستیو څلورو کلونو کې پاکستان څو ځلي د ننګرهار د ګوشتې، د کونړ په سرحدي ولسوالیو او د پکتیا او پکتیکا په ځینو سیمو راکټونه اورولي دي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG