د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۹

نیویارک ټایمز: د پاک-افغان پولي د بند دوام بشري بحران راوستلای شي


نیویارک ټایمز ورځپاڼه وايي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د پولي د بند پاتې کېدو دوام بشري بحران رامنځته کولای شي.

په دې لیکنه کې د سند او پنجاب له حملو وروسته د پاکستان له لوري د سپین بولک او تورخم د لارو د بندېدو یادونه شوې او ویل شوي چې د لارو د بندېدو له کبله په تېرو دوو اوونیو کې نه یوازې په زرګونو مسافر دواړو خواوو ته بند پاتې شوي بلکې د سوداګرو په سبزیو او مېوو بار ډېر شمېر کانټینرونه هم دواړو خواوو ته ایسار شوي دي.

ورځپاڼې په اسلام اباد کې د افغان سفیر حضرت عمر زاخېلوال هغه پیغام ته هم اشاره کړې چې که پاکستان لاره خلاصه نه کړه، پاکستان کې د ایسار شوېو افغانانو د ستنولو لپاره به د الوتکو غوښتنه وکړي.

نیویارک ټایمز وايي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ څه باندې ۲۴۰۰ کیلومتره اوږده کرښه له ډېره وخته د جنجالونو سبب ده.

افغان او لوېدیځ چارواکي وايي، د طالبانو د رژیم له پرزېدو راوروسته د طالبانو مشران په پاکستان کې په تېره بیا په کوټه کې اوسي او د دوی ازاد تګ راتګ د دې سبب شوی چې په تېرو ۱۵ کلونو کې د امریکا په مشرۍ پوځي هلې ځلې د طالبانو بلوا ونه ځپلی شي.

نیویارک ټایمز د تورخم او سپین بولدک د لارو د بندېدو په اړه د پاکستان د تحریک انصاف ګوند مشر د اندېښنې یادونه هم کړې.

عمران خان ویلي د شنبې په ورځ وویل چې د پولي بندېدا بشري بحران رامنځته کوي.

ده د دواړو هیوادونو له حکومتونو وغوښتل چې ستونزه حل کړي څو هغه کسان چې په قانوني اسنادو تګ راتګ کوي او یا تجارتي مال واردوي یا صادروي، مشکل ونه لري.

پبلیک فیننس انټرنېشنل خپرونې په اقتصادي برخه کې د افغانستان پرمختګونو ته کتنه کړې.

په دې لیکنه کې چې سرلیک یې دی "د پیسو نړیوال صندوق افغانستان د خپلو اصلاحي پروګرامونو په خاطر وستایه" ویل شوي چې د پیسو نړیوال صندوق یا آی ایم ایف افغانستان ته د ریفورمونو په پروګرام کې د ښو او قناعت وړ پرمختګونو په خاطر نور ۶ میلیون پونډه ورکړي دي.

له دې لیکنې سره سم افغانستان له آی ایم ایف د کریډیټ یوه درې کلنه معامله لري چې مالي اصلاحات او فساد ضد اقدامات پکې شامل دي.

د دې پروګرام په لومړنۍ څېړنه کې چې د فبرورۍ د درویشتمې او مارچ د څلورمې ترمنځ په دوبۍ کې وشوه، د پیسو د نړیوال صندوق د مامورینو او افغان چارواکو ترمنځ یوه موافقه وشوه.

که دا موافقه د پیسو د نړیوال صندوق د رئيسه پلاوي له لوري ومنل شي، اضافي شپږ میلیون پونډه به چې نېژدې اووه نیم میلیون ډالره کېږي، افغانستان ته ورکړای شي.

پبلیک فیننس انټرنېشنل په پای کې لیکلي چې د پیسو د نړیوال صندوق یا آی ایم ایف مامورینو د مناسب اقتصادي مدیریت په خاطر د افغان چارواکو اقدامات د قناعت وړ بللي او ستایلي دي.

XS
SM
MD
LG