د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۶

لېوال: پاکستان د اوبو او نورو سیاسي اهدافو لپاره فشارونه زیات کړي


د افغانستان د سرحدونو قومونو او قبایلو چارو وزارت وايي، پاکستان پر افغانستان باندې وروستي فشارونه د ډیورند کرښې د منلو لپاره نه بلکې د اوبو په ګډون د یو لړ سیاسي اهدافو د ترلاسه کولو لپاره راوستي دي.

یاد وزارت وايي، افغان حکومت د پاکستان د تېري په وړاندې ځکه په باالمثل عمل لاس نه‌پورې کوي چې د ډیورند فرضي کرښې دواړو غاړو ته پراته قومونه خپل ولس ګڼي او حکومت ژمن دی چې حقونه‌يې تأمین کړي.

د دې وزارت سرپرست عبدالغفور لېوال د سې شنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل، هغه کړنې چې پاکستان‌يې په وروستیو کې ترسره کوي د ټولو نړیوالو اصولو او ښه ګاونډیتوب خلاف عمل دی.

ښاغلی لېوال وايي، د پاکستان له‌خوا راکټي بریدونه، د پولې تړل، د ډیورند فرضي کرښې په اوږدو کې د نویو تأسیساتو جوړول او یو شمېر نور فشارونه د ډیورند فرضي کرښې د په رسمیت منلو لپاره نه، بلکې د افغانستان د اوبو او یو شمېر نورو سیاسي اهدافو د ترلاسه کولو لپاره دي چې افغانستان به په دې اړه د هېڅ‌چا فشار ته غاړه کېنږدي.

عبدالغفور لېوال.
عبدالغفور لېوال.

نوموړي زیاته کړه:

"په دې خاطر چې دلته نورې ګټې او نور هدفونه موجود دي، شاید د افغانستان اوبه له دې قضیې ډېرې مهمې وي، شاید په افغانستان کې له دې نه په مراتبو زیات سیاسي نفوذ ورته مهم وي، دا اوږد، ترورېستي او سیمه‌ییز جنګ پر ډیورند کرښه ورتپل سمه خبره نه‌ده."

ښاغلي لېوال زیاته کړه چې پاکستان د ډیورند په کرښه کې د ستونزو د رامنځته کولو او پر کډوالو د فشار راوړلو له لارې یو خطرناک سیاست پر مخ وړي.

نوموړي وویل پاکستان هڅه کوي چې د ډیورند کرښې دواړو غاړو ته سیمې تخلیه او خپل شوم اهداف په‌کې پلي کړي.

افغان حکومت وايي چې له تېرې جنورۍ میاشتې راپه دې‌خوا پاکستان د ډیورند کرښې ته څېرمه پر ننګرهار او کونړ باندې شااوخوا دولس سوه راکټي حملي کړي چې مرګ ژوبله‌يې هم درلوده.

پاکستان له تېرې شااوخوا یوې میاشتې راهیسې د تورخم او سپین‌بولدک لارې هم د هر ډول تګ راتګ پر وړاندې تړلي او یوازې دوه ورځې یې د دواړو هېوادونو د هغو مسافرو پر وړاندې پرانیستي چې پاسپورټونه او ویزې یې درلودې او دواړو غاړو ته بند پاتې و.

ښاغلی لېوال په داسې حال کې پاکستان سره د وروستي کړکېج یو لامل د افغانستان اوبه ګڼي چې افغان ولسمشر محمد اشرف غني د اوبو په څلورم ملي کنفرانس کې وویل چې د افغانستان ګاونډي هېوادونه دې د افغانستان د اوبو د پروژو په اړه اندېښنه نه‌لري بلکې ملاتړ دې وکړي.

په ورته وخت کې د سیاسي چارو یو شمېر کارپوهان د پاکستان دا کړنې نه‌یوازې دا چې غندي بلکې د نړیوالو منل شويو اصول سره‌يې په ټکر کې بولي.

د سیاسي چارو کارپوه او په پاکستان کې پخواني افغان ډیپلومات احمد سعیدي ازادي راډیو ته وویل پاکستان غواړي په دې فشارونو سره افغانستان د هند له دوستۍ راوګرځوي او د افغانستان بهرنی سیاست په لاس کې واخلي.

احمد سعیدي.
احمد سعیدي.

نوموړي زیاته کړه:

"پاکستانیان په افغانستان کې ژور سیاسي اهدف لري، یعنې غواړي چې افغانستان باید له هندوستان سره ښې اړیکې ونه‌لري، په افغانستان کې باید یو مزدور او لاس پوڅی حکومت وي، پاکستان ته باید په درنه سترګه وګوري، افغانستان باید په کورني او نړیوال سیاست کې له پاکستان سره مشوره وکړي او د افغانستان اوبه باید مهار نه‌شي."

د یادونې ده چې افغانستان د پاکستان د یادو کړنو او له نړیوالو اصولو څخه د سرغړونو له امله تېره اوونۍ د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته رسمي شکایت هم وړاندې کړ.

راپور: اکرام‌الله اکرام

XS
SM
MD
LG