د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۰۴

د تورخم-چمن لارې په موقت ډول د پلي تګ راتګ لپاره خلاصې شوې


پاکستان په موقتي ډول له افغانستان سره دوه عمده لارې چې له شااوخوا شلو ورځو راهیسي تړلې وې، په موقتي ډول خلاصې کړې دي.

پاکستاني چارواکو ویلي هغه افغانان او پاکستانیان چې د سفر اسناد ولري اوس کولای شي د تورخم او چمن له لارو تګ راتګ وکړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي دا پرېکړه‌یې په اسلام‌اباد کې د افغانستان له سفیر حضرت عمر زاخېلوال سره شریکه کړې ده.

حضرت عمر زاخېلوال هم پر خپله رسمي فېس‌بوک پاڼه لیکلي چې د پاکستان حکومت موافقه ورسره کړې چې دغه لاري به د سې شنبې او چهارشنبې په ورځو خلاصې وي.

ښاغلي زاخېلوال له ټولو هغو افغانانو چې د پاکستان په خاوره کې بند پاتې دي غوښتي چې له دې فرصت څخه ګټه واخلي او افغانستان ته ولاړ شي.

په تورخم کې د پاکستان یوه حکومتي چارواکي فیاض خان اسوشیټېډ پرېس خبري اژانس ته ویلي چې ۵۵۰ افغانان د دغې لارې د خلاصېدو له پیله افغانستان ته اوښتي دي او د ده په خبره ۱۵۰ پاکستانیان هم بېرته خپل هېواد ته تللي دي.

فیاض خان ویلي تر اوسه د دواړو هېوادونو تر منځ سوداګریز فعالیت بېرته نه‌دی پیل شوی.

په چمن کې بیا یوه بل چارواکي حکم داد ویلي چې سلګونه افغانان او پاکستانیان په بشپړ امنیت کې دواړو خواوو ته تر پولې اوښتي دي.

د تورخم او سپین‌بولدک لارو د تړل کېدو له کبله سلګونه کسان د پولو دواړو غاړو ته ایسار پاتې وو او د راپورونو له مخې د دواړو لورو سوداګرو ته هم ډېر مالي تاوان رسېدلی دی.

له شااوخوا درېیو اوونیو راهیسې پاکستاني چارواکو دغه لارې وروسته له هغه وتړلې چې په هغه هېواد کې څو خونړي بریدونه وشوه او پاکستاني چارواکو ادعا کړې چې برید کوونکي د افغانستان له خاورې ورغلي دي، خو افغان لوری دا ادعاوې ردوي.

XS
SM
MD
LG