د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۳۱ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۰

عطا محمد نور وايي ولسمشر غني سره خبرو ته دوام ورکوي


د بلخ سرپرست والي او ځواکمن مشر عطا محمد نور وايي، کابل ته د دې لپاره راغلی چې له ولسمشر اشرف غني سره خبرو ته دوام ورکړي.

ښاغلي نور دا خبره نوې له روېټرز اژانس سره په مرکه کې کړې ده.

له ولسمشر سره د نور د خبرو اترو له پیلېدو څو اوونۍ تېرېږي خو نتیجه‌یې تر اوسه نه‎ده معلومه.

دا هم نه‎ده روښانه چې نوموړي په مشخص ډول له ښاغلي غني سره پر کومو موضوعاتو خبرې کړي یا یې کوي او په نظام کې د څه ډول رول غوښتونکی دی.

خو ښاغلي نور ویلي چې د هېواد په ملي کچه مسایلو کې د ځان لپاره د یوه رول لوبولو په لټه کې دی.

نوموړی وايي:

"په خپله ماته د دندو وړاندیز شوی او دغه ښه نیت شته چې زه په کابل کې وظیفه واخلم. ولې ما په خپله تر اوسه کومه وظیفه نه‎ده غوره کړې او دغې مسئلې ته مې لومړیتوب نه‎دی ورکړی. زه غواړم چې په ملي سطحه او د سیاسي لویو ګوندونو په کچه مسایلو ته توجه وشي او تغییرات راشي او دوی راضي واوسي او په حکومت کې ښه ونډه ولري. دا زما لپاره لومړیتوب لري."

له ولسمشر غني سره د ښاغلي نور اړیکې پخوا ښه نه‌وې او ولسمشر هڅه کوله چې نوموړی د بلخ د ولایت له مقامه لیرې کړي.

له ولسمشر غني سره د ښاغلي نور اړیکې پخوا ښه نه‌وې
له ولسمشر غني سره د ښاغلي نور اړیکې پخوا ښه نه‌وې

نور په کابل کې په خپل کور کې اوسي چې د روېټرز په وینا هره ورځ‌یې لیدو ته سلګونه کسان، د هغه پلویان او نور چې ورڅخه د مرستې غوښتنه کوي، ورځي.

ښاغلي نور روېټرز ته وویل، که د دوی خبرې بریالۍ شي، بلخ به چې ده په‌کې د قدرت یو سیمه‌ییز مرکز جوړ کړی، یوه نوي او ځوان کس ته پرېږدي.

هغه ویلي چې دوی تیار دي چې د حکومت ملاتړ وکړي او ورسره ګډ کار وکړي.

د روېټرز په لیکنه په کابل کې له مرکزي حکومت سره چې د مشرانو تر منځ‌یې له یوې مودې راهیسې د سیاسي لانجې خبره کېږي، د عطا محمد نور په یوځای کېدو سره به دغه لانجې لازیاتې شي په تېره بیا د ملي یووالي حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله سره به چې د جمعیت اسلامي ګوند په استازیتوب‌یې د ولسمشرۍ تېرو لانجمنو انتخاباتو ته ځان کاندید کړی و او ښاغلي نور یې هم ملاتړ کړی و، نوې ستونزې راپورته شي.

عبدالله چې د امریکا په منځګړیتوب د رامنځته شوې سیاسي موافقې له مخې د ملي یووالي حکومت د اجرائیه رئیس په توګه ټاکل شوی، د خپلو پلویانو له لوري پرې فشارونه زیات شوي چې د دوی ګټې یې نه‎دي خوندي کړي.

پوښتنه دا ده چې عطا محمد نور چې د جمعیت اسلامي ګوند یو لوړپوړی مشر دی او لکه د دې ګوند د نورو مشرانو په څېر یې له ۲۰۰۱ میلادي کال راهیسې په اوسني نظام کې د لوړپوړي چارواکي په توګه دنده ترسره کړې، د خپل شخصي نفوذ او که د دغه ګوند چې په پرله‎پسي حکومتونو کې یې ډېره ونډه لرلې، پر مټ له ولسمشر سره خبرې مخ ته وړي او د امتیازاتو غوښتتنه کوي؟

دا پوښتنه مو د سیاسي او حقوقي چارو له کارپوه فاروق بشر څخه مطرح کړه.

ښاغلی بشر وایي، دی ګومان نه‎کوي چې ښاغلی نور به په اوسني حکومت کې د ځان لپاره د یوه مقام غوښتونکی وي بلکې هغه ښایي د خپلې سیاسي راتلونکې لپاره د خپل دریځ د لا پیاوړي کېدو هڅه کوي.

د سیاسي او حقوقي چارو کارپوه فاروق بشر
د سیاسي او حقوقي چارو کارپوه فاروق بشر

نوموړی وايي:

"زه داسې فکر کوم چې دا نوې دوره چې راځي عطا محمد نور غواړي چې د معاونیت لپاره ځان کاندید کړي او یا دا ده چې مستقیماً جمهوري ریاست ته ځان برابروي. خو تر هغه ځایه چې زه پوهېږم په جمعیت کې اختلافات زښت زیات دي. تاسو وګورئ چې دوی نه‎شي کولای چې هاغه اتحاد چې دوی وخته درلود هغه ټینګ کاندي."

له کله چې په ارګ کې د ولسمشر او د بلخ د سرپرست والي تر منځ د خبرو خبره راپورته شوې د ولسمشرۍ ویندویانو یې ډېر جزئیات له رسنیو منجمله ازادي راډیو سره نه‎دي شریک کړي خو ځیني وختونه د بلخ د سرپرست والي ویاند ویلي چې ښاغلي نور له ولسمشر سره پر مهمو ملي مسایلو خبرې کوي.

د یو شمېر سیاسي کتونکو په باور کابل ته د عطا محمد نور راتګ به عبدالله عبدالله چې اوس په حکومت کې د جمعیت اسلامي ګوند لوړپوړی مشر ګڼل کېږي، له چلنج سره مخامخ کړي.

په هغه حکومت کې چې په اوس وخت کې یې یوې بلې مهمې څېرې د ولسمشر لومړي مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم ډېرې ستونزې راولاړې کړې دي.

دوستم ته چې په شمال کې د یو بل پیاوړي مشر په سترګه کتل کېږي په سیمه کې د نور یو له سترو سیالانو دی.

په دې وروستیو کې د ملي یووالي له حکومت سره د یوې بلې ځواکمنې د دولت مخالفې وسله‎والې ډلې، د حزب‎اسلامي د مشر ګلبدین حکمتیار جوړ جاړي هم په موجوده حکومت کې د لانجو د زیاتوالي په اړه اندیښنې راپورته کړې دي.

د افغانستان په سیاسي فضا کې دغه نوي خوځښتونه داسې وخت پېښېږي چې ټاکل شوې دوه کاله وروسته په ۲۰۱۹ میلادي کې بیا د ولسمشرۍ انتخابات ترسره شي.

ځیني کتونکي دغه خوځښتونه د همدغو انتخاباتو لپاره د سیاسي هڅو یوه برخه بولي.

د ۲۰۱۴ میلادي کال د ولسمشرۍ انتخاباتو ته چې له درغلي ډک و او له هغې راوروسته د انتخاباتي نظام د اصلاح لپاره پڅو هڅو ته که په ځیر وکتل شي، نو ښایي هېڅ‎څوک دا خبره په ډاګه ونه‎کړي چې راتلونکي انتخابات په له ورته سرنوشت سره نه‌مخامخ کېږي.

XS
SM
MD
LG