د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۵۱

افغان حکومت د پاکستان د ځینو سرغړونو په اړه "م.م" ته شکایت کړی


افغان حکومت د پاکستان د راکټي حملو او د دغه هېواد د هوايي حریم څخه د سرغړونې په اړوند د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ته شکایت لیږلی دی.

هغه شکایت‌لیک چې ازادي راډيو هم ترلاسه کړی په‎کې راغلي چې پاکستان د روان میلادي کال د جنورۍ میاشتې له لومړې نېټې راهیسې د افغانستان پر خاوره ۱۲۶۶ راکټونه ویشتلي دي.

په شکایت‎لیک کې د زیانمن شوېو سیمو نومونه هم یاد شوي چې په‎کې راغلي دا راکټونه او د هاوان مرمۍ د ختیځو ولایتونو په ګوشتې، لعل پورې، سرکاڼو او خاص کونړ ولسوالیو لګېدلي چې مالي او ځاني زیانونه یې هم پیښ کړي دي.

جمهور رئیس غني په دې شکایت‌لیک کې ویلي چې د افغانستان ختیځو سیمو کې وضعیت خراب دی او پاکستان په واضح توګه د افغانستان هوايي او ځمکني بشپړتیا څخه سرغړونه کوي.

جمهور رئیس غني په دې شکایت‌لیک کې ویلي چې د افغانستان ختیځو سیمو کې وضعیت خراب دی
جمهور رئیس غني په دې شکایت‌لیک کې ویلي چې د افغانستان ختیځو سیمو کې وضعیت خراب دی

یوې سرچینې چې نه یې غوښتل نوم یې یاد شي ازادي راډيو ته وویل چې افغان حکومت په دې شکایت‎لیک کې ویلي چې د پاکستان له کړنو سخت اندیښمن دی ځکه چې د هغه هېواد دا ډول موقف د ملګرو ملتونو د منشور او اساس‎نامې خلاف او د سیمې او نړۍ د امنیت لپاره ګواښونکی دی.

د ولسي جرګې د کورني امنیت او ځمکنې بشپړتیا کمېسیون وايي، دا د افغان حکومت لپاره هغه کار و چې باید ترسره کړای یې وای.

د یاد کمېسیون غړي صالح محمد صالح ازادي راډيو ته وویل، حکومت باید دا موضوع تعقیب او د امنیت په شورا کې د دغه هېواد د ګټو د خوندي کېدو بلاک ولري.

نوموړی وايي:

"افغان حکومت مجبوره دی چې خپل شکایت وړاندې کړي خو د امنیت شورا کې بهرنی سیاست ډير مهم دی که افغان حکومت له دې وروسته وکولای شي چې په امنیت شورا کې د ځان د دفاع لپآره خپله ډله پیدا کړي زه ډاډمن یم چې ښه لاسته راوړنه به ولري."

له دې وړاندې تېرکال جمهور رئیس غني د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په عمومي غونډه کې هم د پاکستان په ورته اقداماتو اندیښنه ښودلې او هیله یې کړې وه چې د کابل دا اندیښنې جدي ونیول شي.

د پاکستان پر وړاندې دا شکایت داسې وخت درج کېږي چې د افغانستان د ختیځو ولایتونو چارواکو بیا-بیا د پاکستان له‎خوا د راکټي بریدونو ویلي دي.

د حکومتي دې غبرګون ترڅنګ عامو افغانانو هم د پاکستان د دا ډول تېريو پر وړاندې په بېلابېلو سیمو کې مظاهرې کړي دي.

عامو خلکو او د ملي شورا غړو ویلي چې افغان حکومت باید د ګاونډي پاکستان د شومو اهدامو پر وړاندې ټينګ ودرېږي او په دې اړه باید هر اقدام تر پایه تعقیب شي.

یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG