د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۳

د افغان ښځو ژوند یو څه ښه شوی خو پر وړاندې یې تاوتریخوالی نه‌دی درېدلی


نن د مارچ اتمه د ښځو له نړیوالې ورځې سره برابره ده.

دغه ورځ د دې لپاره نومول شوې چې د ښځو د حقونو او ژوند سمون ته د نړیوالو پاملرنه زیاته شي.

افغانستان هم لکه د نورو هېوادونو په څېر دغه ورځ هر کال د غونډو په جوړولو سره لمانځي.

که څه هم افغانستان کې په تېرو ۱۵ کالونو کې د نړیوالو او کورنیو هڅو په نتیجه کې د افغان ښځو ژوند یو څه ښه شوی خو په وړاندې یې د تاوتریخوالي لړۍ نه‌ده درېدلې.

خو د ښځو د حقونو مدافع ډلې وایي، د ښځو د حقونو د خوندي کولو لپاره د نړیوالو او کورنیو هڅو سره-سره د افغان مېرمنو د ژوند په ښه کېدو کې د پام وړ بدلون نه‎دی راغلی.

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون وايي چې د ښځو په وړاندې تاوتریخوالی روان کال د مخکېني ۱۳۹۴ کال په نسبت په سلو کې څه باندې اته زیات شوی دی.

د دې کمېسیون یوې غړې ثریا صبحرنګ ازادي راډیو ته وویل چې د ښځو او نجونو په وړاندې له دوی سره د تاوتریخوالي ثبت شوې ډېرې پېښې پر کورني تاوتریخوالي یعنې فزیکي وهلو یا ډبولو څرخي.

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون غړې صبحرنګ
د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون غړې صبحرنګ

اغلې صبحرنګ وايي:

"هغه قضیې چې سږ ۱۳۹۵کال تر اوسه له کمېسیون سره ثبت شوي، ۵۵۷۵ دي. دا د فزیکي تاوتریخوالي، رواني او لفظي او هم د جنسي او اقتصادي تاوتریخوالي موارد دي."

د افغانستان د ښځو چارو وزیره هم دا تائیدوي چې افغانستان کې د ښځو په وړاندې تاوتریخوالی زیات شوی خو وایي چې یو اساسي علت چې اوس د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي پېښې ډېرې ثبتېږي دا دی چې د ښځو د حقونو برخه کې د خلکو پوهه او معلومات زیات شوي دي.

دلبر نظري له ازادي راډیو سره په مرکه کې وویل چې وزارت‌یې هڅه کوي چې تر ډېره حده په ټولنه کې د دغې پدیدې مخه ونیسي.

د افغانستان د ښځو چارو وزیره دلبر نظري
د افغانستان د ښځو چارو وزیره دلبر نظري

نوموړې وايي:

"د ښځو چارو وزرات په دې برخه کې کار کوي، د خلکو پوهه او معلومات ښه شوي او ښه کېږي. تاوتریخوالی شته خو موږ هم هڅه کوو چې هغه کم کړو."

د ښځو چارو د وزیرې په وینا نا امني، بې‌وزلي، بې‌سوادي او نورې ټولنیزې ناخوالې هغه عمده عوامل دي چې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي د زیاتوالي سبب شوي دي.

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون کمېشنره مېرمن صبحرنګ هم دا مني چې د خلکو په تېره بیا د ښځو پوهه زیاته شوې او د ښځو د حقونو برخه کې د عامه پوهاي د پروګرامونو تر څنګ رسنیو هم په دې برخه کې مهم رول لوبولی دی.

صبحرنګ: د ښځو د حقونو برخه کې رسنیو هم مهم رول لوبولی دی.
صبحرنګ: د ښځو د حقونو برخه کې رسنیو هم مهم رول لوبولی دی.

خو نوموړې په هېواد کې د ناامنیو تر څنګ د یو شمېر هغو مهمو مواردو یادونه هم کوي چې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي هڅې یې پڅې کړې دي.

اغلې صبحرنګ زیاتوي:

"له مجازاتو د معافیت فرهنګ دی، اداري فساد دی، عدلي او قضایي مرکزونو ته د خلکو په تېره بیا د مېرمنو کم لاسرسی دی. دا ټول موارد د دې سبب شوي چې تاوتریخوالی مخ په زیاتېدو وي."

که څه هم د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي د زیاتوالي په اړه د ښځو چارو وزارت، د بشري حقونو خپلواک کمېسیون او نورې ادارې د ځینو مشخصو ارقامو یادونه کوي خو د افغاني ټولنې جوړښت او دود دستور ته په پام سره په لیرې کلیو او بانډو او ان ښاري سیمو کې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي ډېرې پېښې په مختلفو بڼو ترسره کېږي چې همالته د کورنیو په کړیو پورې محدودې پاتې کېږي.

XS
SM
MD
LG