د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۶

د کندز-تخار لارې امنیت په اړه د مسافرینو اندېښنې


یو شمېر مسافرین وايي چې دوی د کندز-تخار پر لویې لارې د سفر پر مهال د خوندیتوب احساس نه‌کوي، ځکه لاهم وسله‌وال طالبان د دغې لارې په شااوخوا نېږدې څنډو کې فزیکي حضور لري او د دې لارې په اوږدو کې څو ځايه وخت نا وخت مسافر وړونکي موټرونه تلاشي کوي.

د دغو خلکو په خبره چې پر دې لارې څو ځایه امنیتي پوستې فعاله دي، خو پوستې یو له بل څخه ډېر واټن لري او دغه پوستې نه‌شي کولاي چې د دې لویې لارې امنیت ټینګ کړي.

دی زیاتوي:

​"خلک نه‌شي کولای په ازاده توګه پرته له امنیتي ګواښونو کندز–تخار همدارنګه نورو سیمو ته او ولسوالیو ته تګ راتګ وکړي، ځکه په لاره کې طالبان حضور لري او موټرونه تلاشي کوي."

​"موږ نهشو کولای چې په ارامه فکر د تخار-کندز پر لویې لارې باندې تګ راتګ وکړو ځکه هره ورځ په دې لاره کې طالبان سهار او مازیګر سړک ته راوځي او موټرونه تلاشي کوي."

​"دغه سړک ډېر ناامنه شوی دی، تېره ورځ هم جګړه وه سړک تړلی وو، خلک ناروغان لري او نورې ستونزې لري پر دې سړک څوک په ډاډه زړه سفر نه‌شي کولای، امنیتي پوستي له یو بل څخه ډېرې لیرې دي.​"

دوی وايي چې د دولتي ارګانونو کارکوونکي او د بهرنیو مؤسسو کارکوونکي د طالبانو له اهدافو څخه ګڼل کېږي، که چېرې د تلاشۍ پر مهال دغه کسان پیدا کړي نو له موټرو څخه کوزوي يې او له ځانونو سره‌یې بیايي.

په همدې حال کې د کندز امنیه قوماندان جنرال عبدالحمید حمیدي بیا وايي چې په نېږدې راتلونکي کې د دې لارې په اوږدو کې نوې امنیتي پوستې جوړوي، څو خلک په ارام فکر تګ راتګ وکړي.

د کندز امنیه قوماندان.
د کندز امنیه قوماندان.

ښاغلی حمیدي زیاتوي:

​"اوس‌مهال یو شمېر امنیتي پوستې په دې لاره کې موجودې دې، خو دغه پوستې بسنه نه‌کوي او موږ پلان لرو چې د کندز–تخار لارې په اوږدو کې غیر فعاله پوستې بېرته فعاله کړو."

د کندز د اوسېدونکو په وینا چې له دوه کالونو راهیسې د دې ولایت د لویو لارو امنیتي وضعیت خراب شوی، خو تر اوسه پورې د کندز سیمه‌ییز چارواکي نه‌دي توانېدلي چې د کندز-تخار د لویې لارې همدارنګه د کندز–بغلان د لویې لارې امنیت ټینګ کړي.

راپور: اجمل ارین

XS
SM
MD
LG