د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۰۵

راپور: افغانستان کې د کوکنارو کښت او تریاکو قاچاق زیات شوی


يو راپور وايي، د افغانستان په هغو ولايتونو کې د کوکنارو غېر قانوني توليد او قاچاق زيات شوى چې دولتي ادارې په کې کمزورې دي.

د مخدره موادو او جرايمو د کنټرول په باب د امريکا د بهرنيو چارو وزارت دغه مفصل راپور چې تقريباً ٣٠٠ مخه دى، پرون خپور شو.

په راپور کې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې د مخدره موادو د قاچاق او توليد ستونزې ته کتنه شوې ده.

یاد راپور وايي په ٢٠١٦میلادي کال په افغانستان کې پر څه باندې دوه سوه زره هکټاره ځمکه کوکنار کرل شوي وو چې ور څخه ۴٨٠٠ مټريک ټُنه خام ترياک ترلاسه شوي دي.

راپور وايي د ٢٠١۵میلادي کال په نسبت د ترياکو توليد په ٢٠١٦میلادي کال کې۴٣ سلنه زيات و او پر ١٠ سلنه اضافه ساحې کوکنار کرل شوي وو.

خو د افغانستان د مخدره موادو په وړاندې د مبارزې وزارت ارقام د ٢٠١۵میلادي کال په نسبت په ٢٠١٦میلادي کال کې د ترياکو په توليد او د کوکنارو په کښت کې کموالى ښيي.

د دغه وزارت سلاکار ذبيح الله دايم ازادي راډيو ته وويل:

"په ٢٠١۵میلادي کال کې پر ٢٢۴زره هکټاره ځمکه کوکنار کرل شوي وو چې ۵زره او شپږ مټريک ټُنه ترياک ورڅخه ترلاسه شوي وو؛ خو هغه سروې چې زموږ وزارت او د ملګرو ملتونو UNODC ادارې ترسره کړې په ٢٠١٦میلادي کال پر ٢٠٠١زره هکټاره ځمکه کوکنار کرل شوي وو او ٣٣٠٠ مټريک ټُنه ورڅخه ترلاسه شوي وو، د ٢٠١۵میلادي کال په نسبت په ٢٠١٦میلادي کال کې د کوکنارو کښت او توليد کم وو."

د امريکا متحدو ايالتونو د بهرنيو چارو وزارت په راپور کې هلمند، کندهار او بادغيس هغه ولايتونه ياد شوي چې د ټول افغانستان ٦٧ فيصده کوکنار په کې کرل شوي وو.

ويل شوي چې په ٢٠١٦میلادي کال کې د کوکنارو د کښتونو اړولو ډېر کمپاينونه په بدخشان ولايت کې عملي شول چې پر ٢٧٠ هکټاره ځمکه د کوکنارو کښتونه واړول شول.

د افغانستان د مخدره موادو په وړاندې د مبارزې وزارت وايي، د افغانستان د کوکنارو له کښت څخه داخلي او نړيواله مافيا د میلياردونو ډالرو په ارزښت عوايد ترلاسه کوي.

د دغه وزارت سلاکار ذبيح الله دايم وايي، د دغه کښت ګټه وسله والو طالبانو ته هم رسېږي:

"د مافيا عوايد هر کال له ٦۵ ملياردو څخه تر ٧٠ میلياردو ډالرو ته رسېږي، له دې جملې له ٣۵٠ څخه تر ۵۵٠ میليونو ډالرو پورې عوايد کروندګرو ته رسېږي؛ له ١۵٠ څخه تر ۵٠٠ میليونو ډالرو پورې عوايد هغو طالبانو ته رسېږي چې د عشر په نامه له خلکو پيسې اخلي يا هم قاچاق ته زمينه برابروي؛ له يو څخه تر يونيم میلياردو ډالرو پورې عوايد هغې مافيا ته چې په افغانستان کې په دې برخه کې کار و بار کوي، رسېږي، پاتې نور عوايد د هغې مافيا جېبونو ته ځي چې له افغانستانه بهر په دې برخه کې کار و بار کوي."

د افغانستان د مخدره موادو په وړاندې د مبارزې وزارت سلاکار وايي تېر کال د هلمند په سنګين ولسوالۍ کې د شپږو مياشتو لپاره جګړه روانه وه چې مستقيماً مافيا تمويلوله.

ده وويل چې په هلمند کې اوسنۍ جګړه هم د مخدره موادو له کار و باره تمويلېږي.

XS
SM
MD
LG