د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۱۳

سیګار: تېرکال په افغانستان تر بل هر وخت زیات کوکنار کرل شوي وو


په افغانستان کې د بیارغونې لپاره د امریکا د مصارفو د لوي مفتش دفتر سیګار [SIGAR] په نوي رپوټ کې ویلي چې؛ په ۲۰۱۳ میلادي کال کې په افغانستان کې تر بل هر وخت زیات کوکنار کرل شوي وو.

د سیګار دا رپوټ نن (سه شنبه) خپور شوی او وايي چې امریکا په تیرو دیارلس کلونو کې په افغانستان کې د مخدرو موادو پر ضد مبارزه کې اوه اعشاریه شپږملیارده ډالر لګولي دي.

خو په ملګرو ملتو کې د مخدرو موادو او جرمونو نړیواله اداره وايي چې په افغانستان کې کروندګرو تېرکال پر څه باندې شل زره کیلومتر مربع ځمکه کوکنار کرلي وو.

د سیګار مشر جان سوپکو د امریکا د بهرنیوچارو او دفاع وزیرانو ته په لیک کې څرګنده کړې چې په ۲۰۰۷ میلادي کال کې؛ په افغانستان کې د کوکنارو کښت د دې نیمايي وو.

د سوپکو په وینا، د مخدرو موادو پر ضد مبارزه کې د امریکا او متحدینو د هڅو هماهنګي په موقت ډول؛ په افغانستان کې د مخدرو موادو د تولید د کمولو لپاره ښه نتیجه ورکړې وه.

جان سوپکو ویلي چې د مخدرو موادو په کښت کې؛ دومره زیاتوالي، په افغانستان کې د امریکا د مخکنیو هڅو پر دوام او موثریت ناوړه اغیز کولای شي.

ملګري ملتونه وايي چې په افغانستان کې د نړۍ د غیر قانوني تریاکو یا اپیمو اتیا فیصده تولیدیږي چې ګټه یې وسله والو طالبانو ته رسیږي؛ اداري فساد ورسره زیاتيږي او په دې هیواد کې د قانوني اقتصادي سرچینو د رامنځ ته کولو د افغان حکومت هڅې شنډوي.

د افغانستان د بیا رغونې لپاره د امریکا د مصارفو لوي څارونکی (سرمفتش) د ملګرو ملتونو په حواله وايي چې تیرکال په افغانستان کې د درېیو ملیاردو ډالرو په ارزښت کوکنار کرل شوي دي:

"د افغانستان په زیاتو سیمو کې د امنیت له خرابیدو له امله د کوکنارو د کښتونو د ویجاړولو هڅې کمزورې شوي او ښايي د کوکنارو په نوي فصل کې لا زیات کښت وشي."

د سوپکو په وینا، په تیره یوه لسیزه کې افغانستان ته د پرمختللې تکنالوژۍ د رسیدو له امله افغان بزګر توانیدلي چې څه باندې ۲۰۰۰ کلیومتر مربع شاړه ځمکه په کرونده بدله کړي چې تر ډیره حده د کوکنارو کښت ته ځانګړې شوې ده.

په کابل کې د امریکا سفارت په دې اړه چې د سیګار په رپوټ کې ویلي شوي چې د افغان ولایتي چارواکي د کوکنارو د کښتونو د ویجاړولو زیاتې هڅې نه کوي؛ مایوسي څرګنده کړې ده.

د امریکا سفارت ویلي چې له افغان لوري سره مرسته او ګډ کار کوي؛ څو د کوکنارو د کښتونو د له منځه وړلو اوږد مهالي پلانونه جوړ کړی:

"په افغانستان کې د کوکنارو کښت له هغو سیمو چې د حکومت تر کنټرول لاندې دي او امنیت ښه شوی، تر ډیره حده هغو سیمو ته چې د حکومت حضور کمزوری دی؛ امنیت ښه نه دی او لرې پرتې دي لیږدول شوی."

په افغانستان کې له مخدرو موادو سره د مبارزې د وزارت مرستیال ابراهیم اظهر په دې اړه؛ نن له ازادي راډیو سره په خبرو کې ومنله چې د وسله والو طالبانو تر نفوذ لاندې سیمو کې د کوکنارو کښت زیات شوی دی.

اظهر ټینګار وکړ چې د اغیزمنې حکومتي واکمنۍ ټینګیدل او د کروندګرو د اقتصاد ښه کول؛ له مخدرو موادو سره د مبارزې له بریالتوب سره همکاري کولای شي:

"فکر کوم چې څو په ټول افغانستان کې قانون حاکم نه شي؛ څو چې سالمې حکومتي ادارې جوړې نه شي او له قانونه سرغړونکي قانوني ادارو ته معرفي نه شي؛ د مخدرو موادو د تولید کمول به سخت کار وي."

ښاغلي اظهر ازادي راډیو ته وویل چې نړیوالې ټولنې باید په افغانستان کې د تروریزم پر وړاندې د مبازې ترڅنګ؛ د مخدرو موادو پر ضد مبارزه کې هم شعوري برخورد کړی وای.

د ده په وینا، په افغانستان کې له مخدرو موادو سره مبارزه په داسې وخت کې پيل شوه چې د بې امنیتي لمن د دې هیواد ډیرو سیمو ته پراخه شوې وه.

د امریکا د دفاع وزارت هم د سیګار د دې رپوټ په ځواب کې ویلي چې په افغانستان کې د مخدرو موادو د کښت او قاچاق پر ضد عملیاتو کې د امریکا د حکومتي ادارو د هڅو ملاتړ کوي؛ خو په مستقیم ډول د کوکنارو د کښتونو د له منځه وړلو د پروګرامونو مسولیت نه لري.

د امریکا د دفاع وزارت یوه مرستیال مایکل لمپکین ویلي:

"زموږ په باور، په افغانستان کې د کوکنارو د کښتونو د زیاتوالي یوعمده دلیل دا دی چې افغان حکومت د دې هڅو کافي ملاتړ نه کوي."

XS
SM
MD
LG