د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۳۱ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۱۷

براهمدغ: د پاکستان خبرداری بلوچستان کې له عملياتو د نړۍ نظر اړول دي


براهمدغ بګټي د وژل شوي بلوڅ مشر نواب اکبر بګټي لمسى دى چې په ٢٠٠٦میلادي کال کې د هغه تر وژنې وروسته له خپلې سيمې پټ ووت او د بلوچستان د خپلواکۍ د مبارزې اعلان يې وکړ.

براهمدغ بګټى اوس له تېرو شپږو کلونو د سويس په جنيوا ښار کې د جلاوطنۍ ژوند کوي او وخت په وخت د بېلابېلو غونډو او احتجاجي مظاهرو په وسيله له ملګرو ملتونو او نړيوالو غواړي چې بلوچستان کې دې د پاکستان پوځ دوامدار عمليات ودروي او دوى ته دې له هر ډول شرطونو پرته پر خپله خاوره او وسايلو بشپړ واک ورکړي.

د پاکستان اوسني حکومت درې کاله وړاندې هڅه وکړه چې د نورو جلاوطنه بلوڅ مشرانو په ګډون له براهمداغ بګټي سره مذاکرات وکړي او اماده يې کړي چې پاکستان ته را ستون شي، خو بريالي نه‎شول.

د پاکستان د کورنيو چارو وزارت د تېرې سې شنبې په ورځ له خپلې تحقيقاتي مرکزي ادارې (ايف اى اې) وغوښتل چې انټرپول يا نړيوالو پوليسو ته رسمي ليک واستوي او ورڅخه وغواړي چې براهمداغ بګټى او شېرمحمد شېرا ونيسي او پاکستان ته يې وسپاري.

براهمدغ بګټي د پنجشنبې ماښام په دې اړه پر فېسبوک په‎خپله ځانګړي پاڼه کې يو ويډيويي پيغام خپور کړ او ويې ويل چې نور د پاکستان له داسې سرو اخطارونو نه ډارېږي.

براهمدغ وايي، له نړيوالو پوليسو د ده د نيولو غوښتنه په بلوچستان کې له عملياتو د نړيوالو نظر اړول دي چې وايي، هيله من دى نړيوال به هم ورته ارزښت ور نه کړي.

نوموړی وايي:

"د سره اخطار دويم مقصد دا هم دى چې موږ په بلوچستان کې د تېرو شپږو اوونيو د عملياتو خبره په جنيوا کې د ملګرو ملتونو په پيل شوې غونډه کې را پورته کوو، د پاکستاني پوځ او اى ايس اى څېره او تروريستي عمليات دلته رسوا کوو، نو دوى هڅه کوي چې د سره اخطار اوازه ګډه کړې او زموږ مخه ونيسي."

پاکستاني امنيتي ادارو په تېرو څو مياشتو کې په ډېره بګټي او شاوخوا سيمو کې په وسله‎والو پسې د پلټنې د عملياتو خبر ورکړى او وايي چې هغه وسله‎وال يې وژلي يا نيولي چې پر ملېشه ځواکونو يا پر حکومتي تآسيساتو په حملو کې يې لاس درلود، خو براهمدغ بګټي تور پورې کوي چې په تېرو شپږو اوونيو کې په ډېره بګټي کې ګڼ شمېر ښځې او ماشومان نيول شوي چې وايي، د مرګ ژوند په اړه يې خبر نه شته:

"ښځې او ماشومان نيول کېږي، په هليکوپټرو کې نامالوم ځاى ته وړل کېږي، د خلکو کورونه نړول کېږي، د خلکو پر رمو او پسونو له الوتکو بمبارۍ کېږي او وژل کېږي، ځينې خلک يې نيولي پيسې يې ځینې اخيستې او بيا يې را خوشې کړي و."

د پاکستان داخله وزارت پر براهمدغ بګټي او شېرمحمد باندې تور پورې کړى چې وايي، د بي آر اې په نامه د وسله‎وال سازمان په ملاتړ بلوچستان کې په وسله‎والو فعاليتونو کې لاس لري، خو براهمدغ بګټي وايي چې د هېڅ وسله وال سازمان ملاتړ نه کوي، بلکې د بلوچ ريپبلکن ګوند له خوا د بلوچستان د خپلواکۍ لپاره سياسي مبارزه کوي:

"موږ بلوڅان له هېچا سره يو اړخېزه مينه نه شو کولاى، څنګه چلند چې له موږ سره کېږي د هغسې ځواب انتظار دي کوي او که موږ د هماغسې ځواب توان ونه لرو، ځکه تاسې زورور ياست، پوځ لرئ، جنګي او نورې الوتکې لرئ او له موږ يې نه لرو، مظلوم او غريب خلک يو، خو د کرکې حق لرو، له تاسې کرکه کولاى شو."

په پاکستاني رسنيو کې د بلوچستان د پېښو په اړه پر واقعيت ولاړ خبرونه او رپوټونه ډېر لږ مخې ته راځي او خبريالان شکايت کوي چې په دې ايالت کې د حکومتي ادارو او وسلوالو سازمانونو دواړو له ډاره ريښتيني خبرونه نه شي خپرولاى، خو براهمدغ بګټي تور پورې کړ چې وايي ٨٠ فيصده پاکستاني رسنۍ هم د يوه منظم پلان له مخې له پاکستاني پوځ او استخباراتي ادارو سره د بلوڅو په ټولوژنه کې لاس لري.

XS
SM
MD
LG