د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۵

عبدالله پاکستان ته په اشارې: د خپلې خاورې دفاع د ځواکونو حق دی


د افغانستان اجرائیه رياست وايي، سره له دې چې حکومت له ګاونډیو هېوادونو سره د ښو اړیکو غوښتونکی دی خو د خپلې خاورې څخه دفاع د امنیتي ځواکونو حق ګڼي.

د افغانستان اجرائیه رئیس د پاکستان وروستیو اقداماتو ته په اشارې سره وايي چې له تاوتریخوالي ډکې کړنې کومه پایله نه‎لري او د ستونزو د هواري يوازنۍ لار رښتیني همکاري ده.

ښاغلي عبدالله د دوشنبې په ورځ د وزیرانو شورا عمومي ناسته کې ډاډ ورکړ چې په پوره توان سره به د هېواد او خلکو د مال او ځان د ساتنې په دفاع کې د امنیتي ځواکونو تر شا ودرېږي.

اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله
اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله

نوموړي زیاته کړه:

"له بده مرغه د کرښې دواړو خواوو ته کړکېچ زیات شوی چې له امله‌یې خلک اندېښمن دي، موږ د ګاونډيو هېوادونو سره د ښو اړیکو غوښتونکي یو خو افغان امنیتي ځواکونه حق لري چې د خپلې د دفاع لپاره اقدام وکړي."

ښاغلي عبدالله له امنیتي ځواکونو وغوښتل چې له هغه څخه چې د کرښې دواړو خواوو ته د کړکېچ د ډېروالي لامل کېږي ډډه وکړي.

په ورته وخت کې د ننګرهار والي سرحدي سیمو ته د تازه دمو ځواکونو د لېږلو خبره کوي.

د پاکستان کراچۍ ښار کې د لعل شهباز قلندر زیارت کې له خونړي برید وروسته، پاکستان د دغې پېښې په غبرګون کې د تورخم او سپین بولدک لارې وتړلې او د له نېږدې يوې اوونۍ راهیسې یې د افغانستان په ختځيو سیمو کې راکټي حملو ته دوام ورکړی.

اخوا له دغو چاودنو وروسته د پاکستان حکومت افغانستان تورن کړ چې په افغانستان کې د هغو وسله‎والو ډلو ملاتړ کوي چې د پاکستان خلاف کړنې کوي، خو دغه ادعاوې د افغانستان د حکومت له‎خوا بې‌بنسټه وبلل شوې.

اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله وايي، هېڅ يوه ترورېستي ډله په افغانستان کې نه‎ده زېږېدلې او افغانستان هېڅکله په‎ خپل بهرني سیاست کې له ترورېزمه د يوې وسیلې په توګه استفاده نه‎ده کړې.

د ننګرهار او کونړ ولایت د سیمه‌ییزو چارواکو د معلوماتو له مخې د پنجشنبې ورځې راهیسې د پاکستاني ځواکونو له‎خوا سلګونه راکټونه د دغو ولایتونو په سرحدي ولسوالیو توغول شوي چې خلکو ته‌يې مرګ ژوبله هم اړولې.

د کونړ د ولایتي شورا رئیس محمد صافي ازادي راډیو ته وویل چې تر دې مهاله د پاکستاني ځواکونو له‎خوا توغول شوي ۴۰۰ راکټونه د خاص کونړ او سرکاڼو ولسوالیو کې لګېدلي چې له امله‌یې يوه مېرمن او يو هلک وژل شوي او يو شمېر نور ټپيان شوي.

ښاغلي صافی وايي، د راکټونو توغول لا هم دوام لري چې په تازه کې څو راکټونه د دانګام په ولسوالۍ هم لګېدلي دي.

نوموړی وايي:

"زه د خلکو د يوه استازي په توګه وایم چې که د پاکستان له‎خوا د راکټونو توغول دوام وکړي نو په شپږو سرحدي ولسوالیو کې به ستونزې ډېرې کړي، له حکومته غوښتنه کوو چې دغه ستونزه د خبرو له لارې حل کړي. "

په ورته وخت کې د افغانستان د ملي ثبات بنسټ رئیس ضیاالحق امرخېل د پاکستان له‎خوا د لارو بندول او د راکټونو توغول غندي او دا د ټولو نړيوالو موازینو خلاف ګڼي.

دا په داسې حال ده چې د کونړ او ننګرهار سیمه‌ییز چارواکي وايي چې د پاکستان له‎خوا راکټي حملو له امله خلکو ته په دغو ولایتونو کې د ځاني زیان ترڅنګ مالي زیانونه هم اوښتي او ډېری کورنۍ اړ شوي چې خپلې سیمې پرېږدي.

راپور: واصل وصال

XS
SM
MD
LG