د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۱

پاکستان د جماعت‌الدعوه ډلې مشر حافظ سعید کور کې نظربند کړ


پاکستاني چارواکو په هغه هېواد کې یو افراطي مذهبي مشر حافظ سعید د کورني نظربندۍ امر کړی دی.

د پاکستاني رسنیو په حواله د پنجاب ایالت د کورنۍ محکمې د یوه حکم له مخې د جماعت‌الدعوه ډلې مشر حافظ سره د دغه تنظیم څلور نور لوړپوړي غړي لکه عبدالله عبید، ظفر اقبال، عبدالرحمن عابد او قاضي کاشف نیاز د شپږو میاشتو لپاره تر کورني نظربند لاندې راوستل شوي دي.

حافظ سعید
حافظ سعید

سعید د سې شنبې په ورځ په لاهور کې د جماعت‌الدعوه ډلې له دفتره بهر خبریالانو او خپلو پلویانو ته د دغه امر په غبرګون کې وویل:

"دا کار د هند صدراعظم نرېندرا مودي په ټینګار د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د فشارونو او د پاکستان د ناهیلۍ په نتیجه کې شوی دی، خو که دوی په دې باور وي چې کولای شي زموږ په نیولو او بندي کولو سره د کشمیر مسئله یوې خوا ته کړي، دا کار به ونه‌شي."

سعید دا خبره هم کړې چې دی به د دې اقدام په وړاندې په محکمه کې مبارزه وکړي.

د امریکا او هند حکومتونو له څو کلونو راهیسې د حافظ سعید پر ضد د اقداماتو غوښتنه کوله، خو د جنورۍ پر دېرشمه نېټه د پاکستان چارواکو اعلان وکړ چې د سعید د کورني نظربندۍ امر یې کړی دی.

حافظ سعید د جماعت‌الدعوه په نوم د مشهورې خیریه ټولنې مشر دی چې واشنګټن‌یې د لشکر طیبه وسله‌والې ډلې جبهه بولي.

لشکر طیبه او په خپله حافظ سعید په دې تورن دی چې په ۲۰۰۸ کال کې یې د هند په بمبی ښار کې پر یوه هوټل د برید په تنظیم کې مهم رول درلود.

په هغه برید کې ۱۶۶ تنه ووژل شوه.

متحده ایالاتو په ۲۰۱۲ کال کې د سعید پر سر لس میلیونه ډالره جایزه اعلان کړې وه.

د پاکستان یوه لوړپوړي چارواکي چې نوم‌یې نه‌دی ښودلی روېټرز خبري اژانس ته ویلي چې که څه هم د ډونالد ټرمپ په مشرۍ ادارې تر اوسه کومه لارښوونه نه‌ده ورته کړې، خو اسلام‌اباد د واشنګټن له‌خوا ځان تر فشار لاندې احساسوي.

دی وایي، ولسمشر ټرمپ د اسلامي هېوادونو پر ضد سختې پرېکړې کوي او د پاکستان په وړاندې هم د اقداماتو بحثونه کېږي، نو ځکه دا موضوع د پام وړ وه.

په ۲۰۰۸ کال کې وروسته له دې چې لسو وسله‌والو د بمبی پر یوه هوټل، د اورګاډي پر سټېشن او د یهودانو پر یوه مرکز حملې وکړې، حافظ سعید په کور کې نظربند شو، خو شپږ میاشتې وروسته خوشې شو او له هغه وخته تر اوسه ازاد ګرځېده.

اوس ویل کېږي په دې سره کېدای شي د نوې ډېلي او اسلام‌اباد په اړیکو کې کړکېچ راکم شي.

XS
SM
MD
LG