د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۵۷

هېډلي د آی اس آی او لشکر طیبه له اړیکې پرده پورته کړه


ډېوېډ هېډلي چې د مومبیي په خونړۍ حمله کې له بریدکوونکو سره مرسته کړې، د دوشنبې په ورځ یوې محکمې ته وویل چې په پاکستان کې مېشت د لشکر طیبه ډلې وسله والو د ۲۰۰۸ کال د نومبر له میاشتې مخکې د حملو دوه نورې هڅې هم کړې وې چې ناکامه شوې وې.

پر مومبیي د نومبر میاشتې په حمله کې ۱۶۶ کسان ووژل شول.

ډېوېډ هېډلي چې په ۲۰۱۳ کال کې د شیکاګو یوې محکمې په قساوت کې د لاس لرلو په خاطر د ۳۵ کالو بند سزا ورکړې، اوس د امریکا په یوه زندان کې د خپل بند موده تېروي.

هغه ویلي په دغه خونړي برید کې سخت دریځې لشکر طیبه ډلې لاس درلود.

د هند یوه څارنوال اوجوال نېکم د هېډلي څرګندونو ته چې د یوې وېډیويي اړیکې له لارې یې محکمې ته کړې اشاره وکړه چې ویلې یې دي، لشکر طیبه د ۲۰۰۸ کال په سپټمبر او اوکتوبر میاشتو کې دوه ځلې د حملو هڅه کړې وه چې بریدکوونکو ته د اوښتې یوې پېښې له امله ناکامه شوې وې.

د فرانسپرس خبري اژانس د راپور له مخې هند د لشکر طیبه ډله د ۲۰۰۸ کال د نومبر د ۲۶ د حملې مسؤله بللې ده. په دغو حملو کې وسله والو د مومبیي ښار عصري هوټلونه، د اورګاډي مرکزي تم ځای، د یهودانو مرکز او څو نور ځایونه په نښه کړي و.

دغو حملو درې ورځې دوام وکړ او هغه د هند او پاکستان تر منځ د کړکېچ د زیاتوالي یوه منبع ده. نوې ډهلي له اسلام اباده غوښتي چې د دغې حملې اصلي طراحان د قانون منګولو ته وسپاري.

۵۵ کلن هېډلي په امریکا کې له یوه نامعلوم ځایه د هند ځانګړې محکمې ته چې د سعید ذبیح الدین انصاري په نوم چې په ابو جندل هم مشهور دی، د حملې یو مشکوک طراح محاکمه کوي، اسناد او شواهد سپارلي دي.

دغې محکمې په تېر ډسمبر میاشت کې هېډلي په دې خاطر معاف کړ چې هغې شاهدي ورکړه. خو دغه معافیت په امریکا کې د هغه پر سزا تأثیر نه کوي.

د هند څارنوال نېکم چې نږدې پنځه ساعته یې له هېډلي څخه تحقیق کړی دی وویل، هغه د جګړن اقبال او د علي تر منځ چې د ده په وینا د پاکستان د استخباراتو د ادارې آی اس آی سره کار کوي، له یوې کتنې هم پرده پورته کړې ده.

نېکم چې په مومبیي کې د محکمې نه بهر خبریالانو ته څرګندونې کولې وویل، دا واضح ده، د هېډلي له اعترافاتو او ترلاسه شویو شواهدو څرګندېږي چې د آی اس آی او لشکر طیبه تر منځ نږدې اړیکې وې.

هېډلي چې د پاکستان د یوه پخواني ډېپلومات زوی دی وروسته له هغې په بند محکوم شو چې اعتراف یې وکړ چې د مومبیي د برید کوونکو لپاره یې د اهدافو په موندلو کې مرسته کړې وه.

هغه د حملو لپاره دوه کاله د ځایونو د موندلو لټه کړې وه او د لټون د هڅو په ترڅ کې حتی په کښتیو کې څنګلورو سیمو ته تللی او د بالییوود سینما ستورو ته یې هم ځان ورنږدې کړی و.

هغه په لومړي سر کې په خپل جرم له اعتراف کولو ډډه کړې وه خو وروسته د دې لپاره چې ځان د اعدام له سزا بچ کړي، له امریکایي چارواکو سره یې همکاري وکړه او په خپل جرم یې اعتراف وکړ.

هېډلي د هند ځانګړې محکمې ته ویلي چې دی له لشکر طیبه ډلې سره په ۲۰۰۲ کال کې یو ځای شوی او د پرمختللو وسلو د کارولو په ګډون ورته دوه کاله پوځي روزنه ورکړل شوې وه.

هغه دغه راز ویلي چې د لشکر طیبه د موسس حافظ محمد سعید او د ذکې الرحمن لکوي له خوا چې د مومبیي د حملو اصلي طراحان بلل کېږي روزنه ورکړل شوې ده.

XS
SM
MD
LG