د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۸

وقاد: اړینه ده چې د سولې شورا لپاره سرپرست وټاکل شي


د افغانستان د سولې عالي شورا غړی قاضي محمد امین وقاد وايي، د سولې د هڅو د اعتبار اعادې لپاره اړینه ده ژر تر ژره د شورا سرپرست مشر وټاکل شي.

د ښاغلي وقاد په وینا، په افغانستان کې د سولې د هڅو د بریالیتوب لپاره چې حکومت پیل کړي، مهمه ده چې په لنډ وخت کې د دې شورا لپاره یو سرپرست مشر وټاکل شي او تر هغه وروسته د دایمي مشر پر ټاکلو بحث وشي.

هغه پرون سې‌شنبه ازادي راډیو ته وویل چې د افغانستان حکومت او حزب‎اسلامي تر منځ د سولې د موافقې د بشپړېدو لپاره هم د شورا د سرپرست مشر انتخاب ته اړتیا ده.

قاضي وقاد زیاته کړه چې افغانان سوله غواړي او د خلکو د دې غوښتنې د عملي کولو لپاره به د سولې عالي شورا چې د مشورتي جرګې د پرېکړې پر اساس جوړه شوې، خپل کار ته له ځنډه پرته ادامه ورکوي.

خو هغه د شورا سرپرست مشر د ټاکلو پر اهمیت ټینګار وکړ.

د افغانستان د سولې عالي شورا غړی قاضي محمدامین وقاد
د افغانستان د سولې عالي شورا غړی قاضي محمدامین وقاد

محمد امین وقاد زیاته کړه:

"دا مهمه ځکه ده چې له یوې خوا له حکمتیار صاحب سره د سولې پروسې موافقه شوې ده، ولسمشر فرمان ورکړی دی. کېدای شي په روانه اوونۍ کې د حزب‎اسلامي یو شمېر سیاسي بندیان له بنده خوشې شي. د دې ټولو چارو د پرمختګ لپاره او له حزب اسلامي سره د شوي تړون په عملي کېدو کې عوارض او خنډ پېدا نه‌شي، د بندیزونو د لیرې کېدو لپاره فعالیت وشي، په بین‌المللي کچه معاملې دي او د سولې اعتبار باید اعاده شي، نو د دې ټولو لپاره د یوه مشر یا سرپرست ټاکل یو ضرورت دی. جمهور رئیس به دا ضرورت درک کوي او ژر به دا اقدام کوي."

د ښاغلي وقاد په وینا، راتلونکې اوونۍ به د سولې د عالي شورا ۱۸ کسیز اجرائیه پلاوی له ولسمشر محمد اشرف غني سره وګوري او د شورا لپاره د یوه سرپرست پر ټاکلو به خبرې وکړي.

د ښاغلي وقاد په وینا، د سولې عالي شورا دواړه مرستیالان د دې وړتیا لري چې د شورا سرپرستي وکړي خو تر اوسه وروستۍ پرېکړه نه‎ده شوې.

ښاغلی وقاد وویل، د شورا لپاره د مشر په ټاکلو کې ښايي وخت ولګېږي.

خو هغه ټینګار وکړ چې د سولې عالي شورا د مشرتابه لپاره باید داسې څوک وټاکل شي چې په‎ دې اړه کاري تجربه ولري، د حکومت د مخالفو ډلو سره په اړیکو ټینګولو کې ستونزې ونه‎لري او د شرایطو ښه درک ولري.

سولې پروسې سره یوځای شوي وسله وال طالبان
سولې پروسې سره یوځای شوي وسله وال طالبان

قاضي محمد امین وقاد وايي:

"داسې څوک په کار دی چې په دې برخه کې تجربه ولري، د طالبانو خوا ته هم د منلو وړ وي، اعتبار ورباندې وشي. دا جریان د ملت په استازیتوب ښه پرمخ بوزي. له ګاونډیو هېوادونو او نړیوالې ټولنې سره مذاکرې او مشورې وکړي. له حزب اسلامي سره د سولې د موافقې د پرمختګ او د دې جریان د فعال او ژوندي ساتلو لپاره واجد شرایط شخصیت په کار دی چې د حکومت له لوري وټاکل شي او دا پروسه پرمخ بوزي."

د افغانستان د سولې عالي شورا مشر پير سید احمد ګېلاني د شنبې په ورځ له نړۍ سترګې پټې کړې او د ننګرهار په سره رود ولسوالۍ کې خاورو ته وسپارل شو.

د سولې عالي شورا په وینا، د جنازې او فاتحې په مراسمو کې د بوختیا له امله نه‌دي توانېدلي چې د شورا د مشرتابه د ټاکلو پر څرنګوالي غور پیل کړي.

د سولې عالي شورا د غړي محمد امین وقاد په وینا، د شورا د سرپرستۍ یا مشرۍ لپاره کاندیدان لا نه‎دي معرفي شوي.

XS
SM
MD
LG