د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۰۵

د سولې شورا د برخلیک په اړه د کابل چاپ ورځپاڼو تبصرې


کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې د ګڼو نورو مطالبو تر څنګ د سولې د عالی شورا د رئیس پیر سید احمد ګیلاني خاورو ته د سپارلو د مراسمو، د سولې په برخه کې د هغه د هڅو او د سولې د عالي شورا د برخلیک په اړه یو شمېر مطالب چاپ کړي دي.

ملي ارمان:

ملي ارمان ورځپاڼې د خپلې نننۍ ګڼې په سرمقاله کې لیکلي، پرون په ارګ کې د سولې د عالي شورا د رئیس د جنازې مراسم ترسره شول چې له امله یې د کابل ښار یو شمېر لارې د ترافیکو پر مخ تړل شوې وې.

د سرمقالې لیکوال له دې امله انتفاد کړی او ویلي چې د چارواکو د جنازې د مراسمو لپاره دې ترتیبات ونیول شي او په ښه توګه دې تر سره شي خو خلکو ته باید ستونزې جوړې نه‎شي.

د سرمقالې لیکونکي په باور، ارګ د ملک د ادارې لپاره ښه ځای دی خو د جنازې د ادعا کولو لپاره نه.

هېواد:

هېواد دولتي ورځپاڼې بیا په خپل یو مطلب کې د پیر سید احمد ګیلاني د مړینې له کبله د نوموړي د جنازې په مراسمو کې د ولسمشر محمد اشرف غني ځیني څرګندونې راخیستي.

د مطلب لیکوال لیکلي، ولسمشر وویل پیر سید احمد ګیلاني په ډېر سختو شرایطو کې د ملي یووالی د حکومت په بلنه د سولې د عالي شورا مشري ومنله او په لنډ وخت کې افغان حکومت د حزب‎اسلامي سره د سولې هوکړه لیک لاسلیک کړ.

هېواد ورځپاڼې په خپل دغه مطلب کې لیکلي، ولسمشر غني وویل چې ملت ارواښاد ګیلاني د خپل مصلح په توګه منلی و او مړینه یې د ټولو لپاره یوه لویه ضایعه ده.

ویسا:

ویسا خپلواکې ورځپاڼې بیا په خپل یو مطلب کې د سولې د عالي شورا د مرستیال عطالله سلیم له خولې لیکلي چې پیر سید احمد ګیلاني له حزب‎اسلامي سره د سولې په هوکړه کې خورا مهم رول درلود او دغه شان د حکومت او طالبانو لپاره د درناوي وړ شخصیت و.

ویسا د ښاغلي سلیم په حواله وړاندې لیکلي:

طالبانو خپل یو شمېر کسان ښاغلي ګیلاني ته را استولي وو او ده هم د خبرو لپاره یو شمېر کسان هغوی ته استولي وو او موږ د سولې لپاره یو ډېر ښه پړاو ته رسېدلي و.

خو ویسا بیا د خپلې نننۍ ګڼې په یو بل مطلب کې اوس، یعنې د پیر سید احمد ګیلاني تر مړینې او د سولې د عالي شورا د برخلیک په اړه هم لیکلي دي.

په مطلب کې راغلي:

حکومت ته لازمه ده چې د سولې په اجنډا یو اساسي غور وکړي، ځکه تر کومه چې په دې موضوع غور ونه شي د سولې په نامه شورا په دې اړه څه نه شي کولای او څومره اغېزناک شخص هم که د دغه شورا مشرۍ ته وټاکل شي دا وړۍ نه شړۍ کېږي.

XS
SM
MD
LG