د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۵۱

چارواکي: کندز کې د «پامیر۱» عملیاتو پر مهال ۳۵ مخالفین وژل شوي


په کندز کې جګ‌پوړي پوځي چارواکي وايي چې په دې ولایت کې د "پامیر ۱" ژمني تصفیوي عملیاتو له پیل څخه تر اوسه پورې څه باندې ۸۰ تنو وسله‌والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې او ګڼې سیمې یې هم د هغوی له شتون څخه تصفیه کړي دي.

په دې ولایت کې د پامیر د شلمې فرقې قوماندان برید جنرال عبدالمالک کریمي ازادي راډیو ته وویل چې د دولتي ځواکونو په روانو عملیاتو کې ۳۵ تنه وسله‌وال طالبان وژل شوي او ۵۰ تنه‌يې ټپیان شوي دي.

کریمي: دې عملیاتو کې ۳۵ تنه وسله وال طالبان وژل شوي.
کریمي: دې عملیاتو کې ۳۵ تنه وسله وال طالبان وژل شوي.

نوموړي زیاته کړه:

"دغه عملیات په دې خاطر پیل شوي، څو د کندز ښار لپاره دفاعي کمربند جوړ کړو همدارنګه دوه لویې قرارګاوې جوړې کړو او په دې عملیاتو کې ۳۵ تنه وسله‌وال طالبان وژل شوي او ۵۰ تنه‌یې هم ټپیان شوي دي."

په ورته وخت کې د پامیر د شلمې فرقې د پلې لوا قوماندان برید جنرال ادم خان متین چې د دغو عملیاتو رهبري پر غاړه لري وايي، دوی ګام پر ګام پر مخ ځي، څو دولتي ځواکونو او ملکي وګړو ته مرګ ژوبله وانه‌وړي.

متین: دې عملیاتو کې ګڼې سیمې له طالبانو پاکې شوي.
متین: دې عملیاتو کې ګڼې سیمې له طالبانو پاکې شوي.

ښاغلی متین زیاتوي:

"په دې عملیاتو کې د بُز کندهاري ځیني سیمې، د تلوکه سیمه، د چپرمه سیمه، ملا سردار سیمه، د عربانو سیمه او د الچین سیمه د دښمن له وجود څخه تصفیه شوي دي او لاهم په سیمې کې عملیات جریان لري."

ښاغلي متین زیاته کړه چې په روانو عملیاتو کې ملکي وګړو او دولتي ځواکونو ته کوم زیان نه‌دی رسېدلی.

په همدې حال کې په کندز کې د کابل د ۱۱۱ فرقې د لومړي کنډک قوماندان ډګرمن جان اقا چې په دې عملیاتو کې ګډون کړی هغه وايي:

"طالبان د مخامخ جګړې توان لري، ځکه طالبانو د ملکيانو په سیمو کې او پر سړکونو باندې ماینونه خښ کړي او د خلکو له کورونو څخه پر موږ ډزې کوي چې دې موضوع زموږ پر وړاندې ستونزې زېږولي دي."

د دغو پوځي چارواکو په وینا چې روان عملیات د روان کال د قوس میاشتې په ۳۰مه نېټه پیل شوي وو او لاهم د دې ولایت د ښار په نېږدې څنډو او یو شمېر ولسوالیو کې دوام لري.​

بل‌خوا د کندز مرکز پورې اړوند سیمو یو شمېر اوسېدونکي بیا وايي چې د دغه روانو عملیاتو له کبله په لسګونه کورنۍ له خپلو سیمو څخه بې‌ځایه شوي دي همدارنګه ملکي خلکو ته مالي او ځاني تاوانونه هم اوښتي دي.

دوی زیاته کړه:

"زما پر کور باندې د هاوان مرمې ولګېده چې له کبله‌یې زما لور او زما د زوی ناوې ټپیان شول او اوس په روغتون کې بستر دي."

"د دغې جګړې له امله په دې ژمي کې ډېری خلک د خپلو کورونو څخه بې‌ځایه شوي دي او ښار ته کډه شوي او له ډېرو ستونزو سره مخ دي."

د کندز ښار اوسېدونکي بیا وايي، که چېرې د ژمي په موسم کې د ښار نېږدې څنډې د طالبانو له شتون څخه تصفیه نه‌شي، نو د هوا په ګرمېدو سره به دغه ښار د جګړې په ګرم ډګر بدل شي.

بل‌خوا ذبیح‌الله مجاهد چې ځان د وسله‌والو طالبانو ویاند معرفي کوي د دغو جګ‌پوړو پوځي چارواکو ادعاوې ردوي وايي چې لاهم وسله‌وال طالبان د ښار په نېږدې څنډو کې حضور لري.

راپور: اجمل ارین

XS
SM
MD
LG