د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۱۱

ځیني وکیلان: امنیتي ارګانونه د وسله‌والو د مشابه حملو مخنیوي کې پاتې راغلي


د افغانستان د ولسي جرګې غړي په کشفي او امنیتي ارګانونو انتقاد کوي چې تر اوسه نه‌دي توانېدلي په ښارونو کې د وسله‌والو مخالفینو د پرله‌پسې او مشابه حملو مخه ونیسي.

په ‎دې وروستیو کې د پلازمېنې کابل په ګډون په یو شمېر ولایتونو کې د وسله‎والو مخالفینو له‎خوا د حملو زیاتېدو د ولسي جرګې غړي اندېښمن کړي دي.

د دغې جرګې یو شمېر غړي د افغان امنیتي ارګانونو تر منځ د لازمې همغږۍ نه‌شتون د دغو حملو د زیاتېدو یو مهم لامل ګڼي.

د افغانستان د ولسي جرګې د دفاعي کمېسیون غړې سیمین بارکزۍ
د افغانستان د ولسي جرګې د دفاعي کمېسیون غړې سیمین بارکزۍ

د افغانستان د ولسي جرګې د دفاعي کمېسیون یوې غړې سیمین بارکزۍ د یکشنبې په ورځ په ‎دې اړه ازادي راډيو ته وویل:

"د افغانستان دښمنان د هرې ورځې په تېرېدو سره پیاوړي کېږي او د لازمې همغږۍ نه‌شتون چې د امنیتي ارګانونو تر منځ موجود دی، دوی نه‎شي کولای چې د دښمن حملې په خپل وخت شنډې کړي او دا د دې لامل کېږي چې په خواشینۍ سره موږ هره ورځ خپل وطن‎وال له لاسه ورکړو او هره ورځ د ترورېستي حملو شاهدان واوسو."

دا خبرې په داسې حال کې مطرح کېږي چې وسله‌والو مخالفینو په دې وروستیو کې خپلو حملو ته زور ورکړی.

د سې شنبې په ورځ هلمند، کابل او کندهار د انتحاري حملو او چاودنو شاهدان و چې د افغان چارواکو د معلوماتو له مخې په دې حملو کې څه باندې ۵۰ تنه وژل شوي او له سلو ډېر ټپیان دي.

په دغو حملو کې د کندهار پېښه بې ‌سارې وه چې د متحده عربي اماراتو ډیپلوماتان او ولایتي چارواکي یې د ولایت په مقام کې هدف وګرځول.

د کابل انتحاري حملو هم د ملي شورا د ځينو ساتونکو او ملکي کارکوونکو په شمول ۳۸ کسان وژلي او ۹۷ نور یې ټپيان کړي دي.

له دې وړاندې هم ورته حمله د افغانستان د ملي دفاع وزارت او دوهمې امنیتي حوزې مخې ته شوې وه چې لومړۍ چاودنه او د امنیتي ځواکونو له راټولېدو سره انتحاري حمله کوونکي د پوځیانو له جامې څخه په استفادې انتحاري حمله وکړه چې د ملکي وګړو په ګډون یو شمېر امنیتي چارواکو ته‌یې مرګ ژوبله واړوله.

په تېرو کلونو کې هم بېلابېلو ډلو افغان امنیتي ځواکونه هدف ګرځېولي دي چې په‌کې ډېرو ملکي وګړو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.

خو اوس پوښتنه دا ده چې ولې افغان امنیتي ځواکونه نه‌دي توانېدلي چې د وسله‌والو مخالفینو ورته حملې شنډې کړي.

د چارو کارپوه عتیق‌الله امرخېل په امینتي او دفاعي قوتونو کې کمزوې رهبري او د یوه منظم پلان نه‌شتون د وسله‌والو مخالفینو له‌خوا دا شان حملو د زیاتېدو اساسي لامل ګڼي.

د چارو کارپوه عتیق الله امرخېل
د چارو کارپوه عتیق الله امرخېل

ښاغلي امرخېل زیاته کړه:

"په کابل کې په ‎دې وروستیو کې ورته حملې شوي دي خو امنیتي ځواکونه پرته له دې چې یو نظم مراعت کړي دغې پېښو ته به‌یې دانګل چې دې به ډېر تلفات واړول، دا له دې معلومېږي چې یوه ښه رهبري موږ په امنیتي ارګانونو کې نه‎لرو او نه‌هم د دا ډول پېښو د مخنیوي لپاره یو منظم پلان شته."

د امنیتي چارو دغه کارپوهان دغه‌شان وايي چې په امنیتي ارګانونو کې د اړیکو پر بنسټ ګمارنې هم د دې لامل شوي چې قوانین پلي نه‎شي او وسله‎وال مخالفین د افغان ځواکونو په لیکو کې نفوذ وکړي.

خو د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایي، افغان ځواکونه پوره همغږي لري او تر ډېره توانېدلي چې د یوه منظم پلان له مخې د وسله‎والو مخالفینو د حملو مخه ونیسي او په‎ دې برخه کې له خپلو ټولو امکاناتو کار اخلي.

د کورنیو چارو وزارت وایي، افغان ځواکونه پوره همغږي لري
د کورنیو چارو وزارت وایي، افغان ځواکونه پوره همغږي لري

د دغه وزارت ویاند صدیق صدیقي د یکشنبې په ورځ په‎ دې اړه ازادي راډيو ته وویل:

"د ډېرو حملو مخنیوی شوی، پوره همغږي موجوده ده خو په خواشینۍ سره چې د کابل ښار وروستۍ حملې له بهره پلان شوې وې خو په مجموع کې افغان ځواکونه توانېدلي چې د ډېرو حملو مخه ونیسي."

نوموړي همدارنګه له عامو خلکو هم وغوښتل چې د وسله‎والو مخالفینو د حملو مخنیوي کې له افغان ځواکونو سره مرسته وکړي.

خو افغان کار پوه عتیق‌الله امرخېل وایي، تر کومه چې په افغان امنیتي ادارو کې د وسله‎والو مخالفینو د دا ډول حملو د شنډولو په هدف منظم پلانونه جوړ نه‎شي د ورته حملو د تکرار مخنیوی به ګران وي.

راپور: ناجیه ساپۍ

XS
SM
MD
LG