د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۴

کندز ولایتي شورا: د "پامیر ۱" عملیاتو کې هېڅ پرمختګ نه‌دی شوی


د کندز د ولایتي شورا غړي وايي، د "پامیر ۱" په نوم ژمني تصفیوي عملیاتو سستوالي اندېښمن کړي او وايي، په دې عملیاتو کې تر اوسه پورې هېڅ پرمختګ نه‌دی شوی.

یاد وکیلان د دې ولایت سیمه‌ییز چارواکي په بې‌کفایتۍ تورنوي او زیاتوي چې د "پامیر ۱" په عملیاتو کې هېڅ پرمختګ نه‌دی شوی.

دوی وايي، د دې عملیاتو له کبله په لسګونه کورنۍ په دې ژمي کې له خپلو سیمو څخه بې‌ځایه شوي دي.

صفی الله امیري
صفی الله امیري

د کندز د ولایتي شورا غړي صفی‌الله امیري له ازادي راډيو سره په خبرو کې وویل:

"سیمه‎ییز چارواکي وايي چې زموږ عملیات دوام لري، خو په دې عملیاتو کې د دولت تر کنټرول لاندې سیمو کې هېڅ بدلون نه‌دی راغلی او پرمختګ نه‌لیدل کېږي، اما په دې عملیاتو کې وسله‌والو طالبانو پرمختګ کړی دی."

څه باندې یوه اوونۍ شوې چې په کندز کې افغان ګډو ځواکونو د وسله‌والو مخالفینو د ځپلو په هدف د "پامیر ۱" تر نوم لاندې ژمني عملیات پیل کړي او جریان لري، خو د دې ولایت اوسېدونکي وايي چې لاهم امنیتي ګواښونه پر خپل ځای دي.

په ورته وخت کې د ولایتي شورا یوه غړې فوزیه یفتلي بیا وايي چې د دغو عملیاتو له کبله په دې ژمي کې لسګونه کورنۍ له خپلو سیمو څخه بې‌ځایه شوي دي.

مېرمن یفتلي زیاتوي:

"په دې روانو عملیاتو کې هېڅ پرمختګ نه‌دی شوی، ځکه دولتي ځواکونه په خپلو ځایونو کې دي، موږ له جګ پوړو دولتي چارواکو څخه غواړو، څو ډېر ژر د وسله‎والو مخالفینو تر کنټرول لاندې سیمې تصفیه کړي چې بې‌‏ځایه شوي خلک بېرته خپلو سیمو ته ولاړ شي."

بل‏‌خوا د کندز امنیه قوماندان جنرال عبدالحمید حمیدي بیا وايي، د عملیاتو په پیل کې دلته نه‌و او تازه د دې ولایت د امنیه قوماندان په توګه مقرر شوی دی، خو زیاتوي چې په روانو عملیاتو کې دولتي ځواکونه ښه لاسته راوړنې لري.

کندز امنیه قوماندان جنرال عبدالحمید حمیدي
کندز امنیه قوماندان جنرال عبدالحمید حمیدي

نوموړي زیاته کړه:

"موږ یو شمېر سیمې له دښمن څخه تصفیه کړي دي او موږ د پلان له مخې په تصفیه شويو سیمو کې تحکیمات کوو او اوس‎مهال زموږ ځواکونه پر تحکیماتو بوخت دي او لاهم عملیات په سیمې کې جریان لري."

په همدې حال کې د کندز ښار اړوند د بُز کندهاري، د عربانو، حضرت سلطان، التي ګُنبد، آلچین همدارنګه د نورو سیمو خلک بیا وايي، د دغو روانو پوځي عملیاتو له کبله په لسګونه کورنۍ په دې ژمې کې له خپلو سیمو څخه بې‌ځایه شوي دي او یو شمېر خلک زیانمن شوي هم دي.

د دغو سیمو اوسېدونکي له دولت څخه غواړي چې ژر تر ژره دغه تصفیوي عملیات پای ته ورسوي، څو بې‌ځایه شوي خلک بېرته خپلو کورونو ته ولاړ شي.

راپور: اجمل ارین

XS
SM
MD
LG