د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۳۱ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۲

ځنګل درې ارزښته لري!


د چاپیریال ساتنې د ادارې مسول کسان وایي چې ځنګل درې ارزښته لري یو یې اقتصادي ارزښت دی بل یې ټولیز یا اجتماعی اهمیت دی او درېیم یې هم د چاپیریال له نظر نه د چاپیرساتنې ارزښت دی دا هر ارزښت یې دومره لوړ دی چې موږ نه شو کوی قیمت ورته وټاکو، ځنګل د انسان له ژوند سره مستقیمې اړیکې لري.

که په دغو اړیکو کې طبیعي توازن له منځه لاړ شي د انسان ژوند له ګواښ سره مخ کیږي، زموږ شاوخوا خاوره، تیګې، اوبه، هوا، ونې، بوټی، کروندې،غرونه،ځنګلونه، دا ټول بې ګټې نه دی، د ژوند لپاره ضرور دي،په ځنګلونو کې د انسان لپاره هغه څه شته چې د بشر په لاسونو نه دي جوړې شوې.

بلکې په قدرتي ډول موجود دي او زموږ ژوند ورسره تړلی دی، د ځنګله له نورو ګڼو ګټو سره یوه ګټه دا ده چې د هېواد د ککړتیا مخه نیسي د ځنګلونو ساتل او لیدل پکار دي،نه دا چې ونې او بوټۍ یې له ریښې نه ووهل شي، نیست او نابود شي، په پیل کې له داسې چا سره غږیدلی یو چې د چاپیریال له ناپاکي نه شکایت کوي وایي تر ټولو لوی علت یې د ځنګلونو وهل دي، ورپسې دوه تنه نور هم د ځنکلونو د وهلو نور پر تاوانونو غږیږي.

هيله ده انتظار وکړئ
Embed

No media source currently available

0:00 0:10:43 0:00
مستقیم لېنک

چمتو کوونکی: فرشته مرسل

XS
SM
MD
LG