د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۲۴

کارپوهان: روسیه غواړي سترو پرېکړو کې د امریکا پر وړاندې ودرېږي


یو شمېر افغان کارپوهان په دې باور دي چې روسیه په افغانستان او سیمه کې د خپل نفوذ د پراخولو په هڅه کې ده او غواړي د نړۍ په سترو پرېکړو کې د یو بل قدرت په توګه د امریکا پر وړاندې ودرېږي.

سیاسي کارپوه لطیف نظري د چهارشنبې په ورځ ازادي راډیو سره په خبرو کې د ملګرو ملتونو له تور لېسته د حزب‎اسلامي د مشر ګلبدین حکمتیار د نوم ایستلو په تړاو د روسیې وروستي دریځ ته په اشارې وویل، روسیه غواړي امریکا ته وښیي چې د افغانستان او سیمې هېوادونو اړوند موضوعاتو په اړه یوازې پرېکړه نه‎شي کولای بلکې دغه هېواد ته هم باید ونډه ورکړي.

ښاغلي نظري وویل، د روسیې او طالبانو تر منځ وروستیو اړیکو ته په کتو دغه هېواد له دې هم وېره لري چې د افغان سولې له بهیر سره د حکمتیار له یوځای کېدو سره به وسله‎وال طالبان کمزوري شي.

نوموړی وايي:

"روسیه غواړي چې د افغانستان او منځني ختیځ هېوادونو په تحولاتو کې امریکا د روسیې رول په رسمیت وپېژني، نو ځکه له مختلفو لارو څخه په استفادې پر امریکا فشار راوړي چې په نړیوالو پرېکړو کې د دغه هېواد ونډه په رسمیت وپېژني او یو اړخیز نظام د نړۍ او سیمې هېوادونو اړوند موضوعاتو کې پرېکړه کوونکی ونه‌اوسي."

لطیف نظري زیاته کړه، روسیه افغانستان کې د امریکا له حضوره خطر احساسوي او نه‌غواړي چې امریکايي او ناټو ځواکونه په افغانستان کې حضور ولري نو ځکه د هغه په خبره عملاً له امریکا سره په نیابتي جګړه کې ښکېل دی.

له دې مخکې وال سټریټ ژورنال راپور ورکړی چې د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د روسیې استازي د حکمتیار پر ضد د بندیزونو د لیرې کولو مخه نیولې ده.

وال سټریټ ژورنال لیکلي چې د دا ډول موضوعاتو په اړه د ملګرو ملتونو غړو هېوادونو ته ۱۰ ورځې وخت ورکول کېږي څو خپل دریځ څرګند کړي خو روسیې ویلي چې د خپل دریځ د څرګندولو لپاره ډېر وخت ته اړتیا لري.

هاخوا د راپورونو پر بنسټ د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زخارووا ویلي چې دغه هېواد له تور لېسته د حکمتیار د نوم ایستلو مخه نه‎ده نیولې بلکې هغه‌یې ځنډولی دی خو دا یې نه‎دي ویلي چې روسیې ولې ډېر وخت غوښتی.

ماریا زخارووا ویلي چې دغه هېواد له تور لېسته د حکمتیار د نوم ایستلو مخه نه‎ده نیولې
ماریا زخارووا ویلي چې دغه هېواد له تور لېسته د حکمتیار د نوم ایستلو مخه نه‎ده نیولې

مسکو دا دریځ په داسې حال کې غوره کړی چې یو شمېر روسي چارواکو څه موده مخکې ومنله چې دوی له طالبانو سره اړیکې نیولې دي.

د افغان حکومت او حزب‎اسلامي تر منځ د سولې د شوي تفاهم‎لیک پر بنسټ د حزب‎اسلامي د مشر ګلبدین حکمتیار او د دغه ګوند د یو شمېر غړو نومونه باید د ملګرو ملتونو له تور لېسته وایستل شي چې په دې اړه افغان حکومت له ملګرو ملتونو څخه رسماً غوښتنه هم کړې.

په ورته وخت کې د افغانستان سولې عالي شورا د بهرنیو اړیکو سلاکار محمد اسماعیل قاسمیار ازادي راډیو ته وویل، که د حزب‎اسلامي د مشر ګلبدین حکمتیار نوم د ملګرو ملتونو له تور لېسته لیرې نه‎شي د افغان سولې پر بهیر به منفي پایلې ولري.

ښاغلي قاسمیار زیاته کړه:

"زموږ تمه له هغه هېواد څخه چې زموږ دوست دی، دا ده چې د افغان سولې سره همکاري وکړي، که چېرې د حزب‎اسلامي د مشر ګلبدین حکمتیار نوم حذف نه‎شي منفي پایلې به ولري."

د افغانستان سولې عالي شورا د بهرنیو اړیکو سلاکار محمد اسماعیل قاسمیار
د افغانستان سولې عالي شورا د بهرنیو اړیکو سلاکار محمد اسماعیل قاسمیار

سیاسي کارپوه لطیف نظري وايي، هغه قدرتونه چې په افغانستان او سیمه کې د خپل نفوذ د پراخولو په هڅه کې دي په حقیقت کې د سیمې ثبات د خپلو هدفونو قرباني کوي.

هاخوا د سیاسي چارو یو بل کارپوه رحیم ستار وایي، په افغانستان کې سوله د سیمې هېوادونو په ګټه هم ده او که په افغانستان کې جګړې ته لمن ووهل شي د سیمې هېوادونه به هم نا آرامه شي.

راپور: عبادالله حنان‌زی

XS
SM
MD
LG