د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۳۱ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۰

ملي ارمان: روسیه یو ځل بیا میدان ته را دانګي


د کابل چاپ نننیو ورځپاڼو خپل ډېر مطالب او تبصرې د افغانستان د وضعیت په اړه د روسیې او سیمې د ځینو هېوادونو د اندیښنو او د هغوی د نویو اقداماتو په هکله لیکلي دي.

ملي آرمان ورځپاڼې په یوه تحلیلي مطلب کې لیکلي چې روسیه یو ځل بیا میدان ته را دانګي.

په دې اړه مطلب کې په غټو ټکو لیکل شوي چې امریکا او پاکستان باید پوه شي چې ټولې تروریستي ډلې د سیمې د هېوادونو لپاره ستر خطر بلل کېږي.

په مطلب کې ویل شوي چې له تروریستي ډلو ملاتړ د هېڅ یوه هېواد په ګټه نه دی او زیان یې ټولې سیمې ته رسیږي.

د مطلب لیکوال ویلي چې په موجودو حالاتو کې افغان حکومت باید ډېر پام وکړي او د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره خپلې اړیکې د ملي ګټو پر اساس ښې او دوستانه وساتي.

دنیا ورځپاڼې خپله سرمقاله په دې پوښتنه پیل کړې چې حل لاره څه ده؟

د سرمقالې لیکوال ویلي چې په افغانستان کې د امریکا د نهو پوځي اډو موجودیت د ترورېزم پرضد جګړه کې هېڅ ګټه نه ده کړې بلکې د لیکوال په خبره بېلابېلې اندیښنې او ستونزې یې ولاړې کړي.

سرمقاله لیکونکی وایي، په تېرو کلونو کې چې امریکا په افغانستان کې د دایمي حضور خبره نه کوله وضعیت په دې هېواد کې ډېر ښه وو خو اوس د امریکا د دایمي حضور موضوع د سیمې په سطح ډيرې اندیښنې را پارولي دي.

په سرمقاله کې راغلي چې د روسي چارواکو وروستیو څرګندونو افغان حکومت سخت اندیښمن کړی او له مسکوه غواړي چې د ستونزو د زیاتولو پرځای یې په حل کې مرسته وکړي.

انیس دولتي ورځپاڼې په خپله سرمقاله کې لیکلي چې په افغانستان کې د امنیت ټینګښت عمومي همکاریو ته اړتیا لري.

سرمقاله لیکونکي په افغانستان کې وروستیو نا امنیو او په دې اړه د ملي شورا اندیښنو ته اشاره کړې او وایي چې په دې هېواد کې د ټولو امنیتي ارګانونو له بشپړې همکارۍ او همغږۍ پرته امنیت نه شي ټینګیدای.

ویسا ورځپاڼې په خپل لومړي مخ کې په غټو ټکو د مشرانو جرګې د رئیس له قوله لیکلي چې امریکا د افغانستان یو مکار دوست دی.

په مطلب کې ویل شوي چې د امریکا غلطو پالیسیو روسیه او د سیمې نور هېوادونه اړ کړل چې په افغانستان کې مداخله وکړي اوله وسله والو طالبانو سره مستقیمې اړیکي ټینګي کړي.

د مطلب لیکوال د مشرانو جرګې د رئیس فضل هادي مسلمیار دا خبره هم را اخیستې چې ویلي یې دي له روسیې او امریکا غواړو چې افغانستان د خپلو کشمکشونو او سیالیو ډګر ونه ګرځوي.

نسیم شفق

XS
SM
MD
LG