د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۳۱ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۱۰

روسیه ولې افغانستان کې د امریکا د پوځي اډو مخالفت کوي؟


د افغانستان ولسي جرګې یو شمېر غړي د افغانستان لپاره د روسیې د ځانګړي استازي ضمیر کابلوف د څرګندونو په غبرګون چې ویلي یې دي روسیه په افغانستان کې د امریکا پوځي اډې نه‎شي زغملای وایي، روسیه په افغانستان کې د خپلو هدفونو د ترلاسه کولو لپاره په دغه هېواد کې د امریکا د پوځي حضور مخالفت کوي.

د ولسي جرګې غړي نذیر احمدزي د سې شنبې په ورځ په دې اړه ازادي راډیو ته وویل، روسیه په افغانستان کې خپل هدفونو ته د رسېدنې په خاطر دا شان څرګندونې کوي.

ښاغلی احمدزی وايي، افغانستان د یو خپلواک هېواد په توګه کولای شي له هر بل هېواد سره امنیتي او ستراتیژیک تړون ولري.

احمدزی: افغانستان د یو خپلواک هېواد په توګه کولای شي له هر بل هېواد سره امنیتي او ستراتیژیک تړون ولري.
احمدزی: افغانستان د یو خپلواک هېواد په توګه کولای شي له هر بل هېواد سره امنیتي او ستراتیژیک تړون ولري.

نوموړی وايي:

"امریکا سره موږ ستراتیژیک تړون لرو او دا زموږ حق دی، هم د نافذه قوانینو او هم د نړیوالو قوانینو له‎مخې، موږ مستقل هېواد یو او کولای شو له هر چا سره ستراتیژیک تړون ولرو. دوی نور اهداف لري، اوس طالبانو څخه ملاتړ کوي، پخوا به‌یې هم له نورو جنایت‎کارو جنګي ډلو سره چې په افغانستان کې موجودې وې پټې مرستې کولې، غواړي خپلې څېرې پټې کړي ځکه‌یې دا څرګندونې کړي."

ښاغلي احمدزي وویل، که روسیه طالبانو سره خپل ملاتړ ته دوام ورکړي افغانان به د دغه هېواد په وړاندې خپل دریځ څرګند کړي.

په ورته وخت کې د افغانستان مشرانو جرګې هم د کابلوف وروستۍ څرګندونې د افغانستان په چارو کې څرګنده مداخله بللې.

د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف د ترکیې له اناتولي اژانس سره په مرکه کې په افغانستان کې د امریکا پوځي اډو مخالفت کړی او ویلي یې دي، امریکا ترکیه کې یوازې یوه اډه لري، نو په افغانستان کې ولې د لسو وړو اډو تر څنګ ۹ سترې پوځي اډې هم ولري.

د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی ضمیر کابلوف
د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی ضمیر کابلوف

کابلوف ویلي، امریکا دغو اډو ته له دوو تر څلورو اوونیو پورې تر سلو زرو پورې سرتېري راوستلای شي او زیاته کړې یې ده چې د افغانستان او امریکا تر منځ په شوي امنیتي تړون کې دغسې حضور اشغال نه‌ګڼل کېږي.

له دې مخکې د طالبانو او روسیې تر منځ د اړیکو په تړاو د افغانستان لپاره د روسیې د ځانګړي استازي ضمیر کابلوف څرګندونو هم د افغانستان د ملي شورا او یو شمېر نورو چارواکو غبرګون راپارولې وو.

په ورته وخت کې په افغانستان کې د ناټو د غوڅ ملاتړ مأموریت ویاند چارلس کلېفلنډ ازادي راډیو سره په یوې ځانګړې مرکه کې ویلي، افغان حکومت د امریکا په مشرۍ د ناټو ځواکونو د ملاتړ غوښتنه کړې نو د افغانانو په غوښتنه او د شوي تړون پر بنسټ له دغه هېواد سره خپل ملاتړ ته دوام ورکوي.

د ناټو د غوڅ ملاتړ مأموریت ویاند چارلس کلېفلنډ
د ناټو د غوڅ ملاتړ مأموریت ویاند چارلس کلېفلنډ

ښاغلي کلېفلنډ زیاته کړه:

"د افغانستان حکومت له ناټو او امریکا څخه غوښتي چې دلته پاتې شي او د افغانستان دولت سره مرسته وکړي او موږ هم د افغانستان له حکومته خپل ملاتړ ته دوام ورکوو او کومې پرېکړې چې د افغانستان حکومت د غوښتنو له مخې شوي موږ به‌یې له مخې خپلې همکارۍ ته دوام ورکړو، نو دا چې موږ دلته یو دا د افغانانو غوښتنه ده."

پوځي کار پوه عتیق‌الله امرخېل وايي، په افغانستان کې د داعش ډلې پیدا کېدل او د وسله‎والو طالبانو د فعالیتونو پراخېدل د دې لامل شوی چې روسیه په افغانستان کې د امریکا د حضور په اړه خپل دریځ ته بدلون ورکړي او د داعش پر وړاندې له طالبانو څخه ملاتړ اعلان کړي.

راپور: عبادالله حنان‌زی

XS
SM
MD
LG