د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۵

روسیه وايي له طالبانو سره له تماس پرته نوره همکاري نه لري


روسیه وايي چې له طالبانو سره یوازې تماسونه لري او همکاري نه ورسره کوي.

په کابل کې د روسیې سفارت په یوه بیان کې د طالبانو او روسیې ترمنځ همکاري یوازې اوازې بللي.

په کابل کې د ملي امنیت د یوې ادارې پر ودانۍ د وسله والو طالبانو له حملې وروسته چې له څلورسوه زیات افغانان یې مړه او ټپیان کړل په ځینو رسنیو کې د طالبانو او روسیې د همکارۍ احتمال ته پام واوښت.

روسیې په یو بیان کې چې د جمعې په ورځ خپور شو د افغانستان په رسنیو کې د طالبانو او روسیې د همکارۍ په اړه راپورونه بې بنسټه تورونه وبلل.

په بیان کې راغلي چې رسنۍ د طالبانو او روسیې د تماسونو په اړه د افغانستان لپاره د روسیې د ځانګړي استازي ضمیرکابلوف د څرګندونو تحریف شوې بڼه خپروي.

د روسیې سفارت په کابل کې د سې شنبې ورځې له خونړۍ حملې وروسته په خاص ډول د افغانستان په یوه ټلویزیوني چینل کې په دې اړه بحثونو ته اشاره کوي او وايي چې دا څرګندونې روسیه په غوسه کوي.

بیان زیاتوي چې روسیه د افغانستان په رسنیو کې د اطلاعاتو تحریف چې د دواړو هېوادونو اړیکي زیانمنولای شي غندي.

طالبانو هم له دې ډلې سره د روسیې د همکارۍ په اړه راپورونه بې بنسټه بللي خو وایي چې طالبان د نړۍ له ډېرو هېوادونو سره اړیکي لري.

په قطر کې د طالبانو د دفتر ویاند محمدنعیم ازادي راډیو ته په دې اړه د خپلې ډلې دریځ په ډاګه کړ:

"اسلامي امارت په عام ډول د ټولې نړۍ له هېوادونو سره اړیکي لري او دا چې د یوه مشخص هدف لپاره به له چا مرسته اخیستل شوې وي واقعیت نه لري، موږ په افغانستان کې دننه خپل مشکلات چې له بهرنیانو سره زموږ مشکلات دي، اشغال دی او یا نورې داخلي ستونزې دي اسلامي امارت دا توان او ځواک لري چې دا مشکلات پرته له دې چې له چا مرسته وغواړي، خپل حل کړي."

د افغانستان لپاره د روسیې خاص استازي ضمیرکابلوف مخکې تایید کړې وه چې طالبان او روسیه په استخباراتي برخه کې په خپلو کې همکاري کوي.

ضمیرکابلوف مخکې تایید کړې وه چې طالبان او روسیه په استخباراتي برخه کې همکاري کوي
ضمیرکابلوف مخکې تایید کړې وه چې طالبان او روسیه په استخباراتي برخه کې همکاري کوي

کابلوف په روانه اوونۍ کې په افغانستان کې د داعش ډلې پر فعالیتونو په واضح ډول اندېښنه وښوده او دا ډله یې د روسیې د امنیت لپاره لوی ګواښي وباله.

په داسې حال کې چې طالبان داعش، افغان حکومت او په افغانستان کې نړیوال ځواکونه د ځان دښمنان بولي، دا احتمال چې طالبان او روسیه به پر استخباراتي همکاریو سربېره په پوځي برخه کې هم همکاري سره وکړي کنه، څومره ده؟

د میریلنډ پوهنتون استاد محمدشفیق همدم له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې دا احتمال شته:

"روسیې هم دا تایید کړې ده چې طالبان له دوی سره استخباراتي معلومات تبادله کوي، دا په دې معنا ده چې د دې معلوماتو په بدل کې روسیه هم طالبانو ته یوڅه ورکوي خو روسیه له استخبارتي معلوماتو، وسلې او مالي مرستې پرته بل څه نه لري."

د ښاغلي همدم په وینا روسیه چې د پخواني شوروي ځای ناستې ده، د افغانستان په امنیتي ادارو کې خورا زیات نفوذ لري نو ځکه دا امکان شته چې له طالبانو سره یې په وروستیو فعالیتونو کې مرسته کړې وي:

"روسیې د افغانستان په امنیتي څانګو کې یو تاریخي حضور لاره نو دوی طالبانو ته ډېر موثر تمامیدای شي څو وکولای شي چې د افغان امنیتي ځواکونو، امنیتي ادارو او همداراز د امریکا او ناټو ځواکونو په اړه طالبانو ته داسې استخباراتي معلومات ورکړي چې د هغو پرمټ طالبان وکولای شي په لویه کچه عملیات ترسره کړي، لکه د کابل عملیات، د کندز عملیات او داسې نور عملیات ترسره کړي."

د روسیې او طالبانو د احتمالي همکاریو په اړه افغان حکومت تر اوسه په رسمي ډول څه نه دي ویلي خو افغان چارواکو روسیې او د منځنۍ اسیا هېوادونو ته په وار وار ډاډ ورکړی دی چې د افغانستان له خاورې څخه دوی ته هیڅ راز خطر نشته.

XS
SM
MD
LG