د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۹

کلېفلنډ: راتلونکي جنګي فصل ته افغان ځانګړي ځواکونه چمتو کوو


په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ ځواکونو مأموریت وايي چې په دغه هېواد کې یې ملاتړي ستراتیژي دوام کوي او هڅه به دا وي چې په ۲۰۱۷ میلادي کال کې افغان ځانګړي ځواکونه د زده‎کړو او مشورو تر څنګ متحرک او لا چمتو کړي.

د دې مأموریت ویاند چارلس کلېفلنډ د دوشنبې په ورځ له ازادي راډیو سره په ځانګړې مرکه کې وویل چې په ۲۰۱۷ میلادي کال کې به د افغان هوايي ځواکونو تجهیز ته هم ځانګړې پاملرنه وشي.

په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ مأموریت ویاند چارلس کلېفلنډ
په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ مأموریت ویاند چارلس کلېفلنډ

نوموړی وايي:

"په ۲۰۱۶ کال کې موږ د افغان وسله‎والو ځواکونو سره د «A-29» ډوله اته الوتکو مرسته وکړه او په نظر کې ده چې په روان میلادي کال کې له افغان حکومت سره له اتو څخه تر لسو پورې د نورو الوتکو مرسته وکړو."

دا په داسې حال کې ده چې د چارواکو په باور ۲۰۱۶ میلادي کال کې د افغان ځواکونو او وسله‎والو مخالفینو تر منځ د سختو جګړو کال و، د غوڅ ملاتړ مأموریت ځواکونو په وینا په دغه کال کې په افغانستان کې د وسله‎والو پر ضد مهم او زیات عملیات تر سره شوي دي.

له دې وړاندې د ناټو او د غوڅ ملاتړ مأموریت ځواکونو متحدینو د افغانستان لپاره د وارسا په غونډه کې چې په جولای میاشت کې جوړه شوې وه د افغانستان په وړاندې تر ۲۰۱۷ میلادي او له هغې ورهاخوا ژمنې تازه کړې.

دوی د افغان ځواکونو د ملاتړ او تمویل برخو کې تر ۲۰۲۰ میلادي کاله پورې ژمنه کړې ده.

دا مهال ناټو په افغانستان کې له ۱۳ زرو ډېر عسکر لري.

د افغانستان دفاع وزارت هم وايي چې د راتلونکي جنګي فصل لپاره‌یې لازم چمتووالی نیولی دی.

د یاد وزارت مرستیال ویاند محمد رادمنش ازادي راډیو سره په خبرو کې هیله وښوده چې افغان هوايي ځواکونه ښه تجهیز شي.

د دفاع وزارت مرستیال ویاند محمد رادمنش
د دفاع وزارت مرستیال ویاند محمد رادمنش

ښاغلي رادمنش زیاته کړه:

"موږ د راتلونکي کال لپاره په ټولو جزو تامونو کې چمتووالی نیولی دی، معلومه ده چې اکمال شوي یو ولې دا پروسه باید دوام پیدا کړي چې په امنیتي او دفاعي برخو کې دندې په ښه توګه سرته ورسولای شو."

د پوځي چارو کارپوه عتیق‌الله امرخېل بیا ټینګار کوي چې ناټو باید هغه تګ‎لارې او وسایل چې د ترورېزم په وړاندې په جنګ کې یې کاروي له افغان ځواکونو سره شریکې او هغوی د جګړو لپاره ښه چمتو کړي.

هغه وايي چې د افغان ځواکونو تجهیز له دوی سره پر خپل وخت، د وسله‎والو مخالفینو په ځپلو کې مهم رول لوبوي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG