د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۵

وزیري: د طالبانو له‌خوا د ۴۱ ولسوالیو نیولو ادعا تبلیغات دي


د افغانستان دفاع وزارت د طالبانو هغه ادعا چې ګواکې ۴۱ ولسوالۍ د دوی په ولکه کې دي بې‌بنسټه بولي.

د ۲۰۱۶ میلادي کال له پای ته رسېدو سره سم طالبانو ادعا وکړه چې په افغانستان کې له څلوېښتو زیاتې ولسوالۍ د دوی په ولکه کې دي، هغه ادعا چې دفاع وزارت یې بې‌بنسټه بولي.

د دفاع وزارت ویاند دولت وزیري د دوشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې طالبانو په ۲۰۱۶ میلادي کې پراخې او جدي حملې وکړې خو خپل هدف ته ونه‌رسېدل.

ښاغلی وزیري د طالبانو وروستۍ ادعا د تبلیغاتي جګړې یوه برخه بولي، وايي چې دوی غواړي په دې توګه د جګړې په ډګر کې ځانونه بریالي وښیي.

وزیري: روانه جګړه کې افغان سرتېري برلاسي دي.
وزیري: روانه جګړه کې افغان سرتېري برلاسي دي.

نوموړي زیاته کړه چې په روانه جګړه کې افغان ځواکونه برلاسي دي:

"زه تاسو ته ویلی شم چې دا تبلیغات دي، دوی په ۲۰۱۶ کال کې له دې پرته چې د یوې او یا دوو ورځو لپاره کندز ښار ته ننوځي نور یې له ماتې پرته په هېڅ ځای کې مؤفقیت نه‌دی ترلاسه کړی."

د دفاع وزارت ویاند که څه هم په دې اړه چې دا مهال څومره ولسوالۍ د طالبانو په ولکه کې دي څه نه‌وايي، خو وړاندې دغه وزارت په دې اړه ازادي راډیو ته ویلي و چې افغان ځواکونه د افغانستان په ۱۱ ولسوالیو کې حضور نه‌لري.

دا لومړی ځل نه‌دی چې طالبان ورته ادعاوې کوي، خو دفاع وزارت تل دا ادعاوې رد کړي دي.

طالبانو مخکې هم ورته ادعا کړې وه.
طالبانو مخکې هم ورته ادعا کړې وه.

له دې ټولو سره-سره د پوځي چارو یو شمېر کارپوهان بیا وايي کمزورې حکومتوالي، د قانون نه‌حاکمیت او له دولت څخه د خلکو واټن دولتي حاکمیت تر پوښتنې لاندې راوستی.

پوځي کارپوه یوسف امین ځاځی وايي، دا چې طالبان په افغانستان کې ډېرې سیمې لاندې کوي د دوی د قوت نه بلکې د حکومت د ضعف ښکارندويي کوي.

نوموړي زیاته کړه:

"نا امنۍ، د قانون نه‌حاکمیت، د عدالت نه‌شتون په افغانستان کې وضعه خرابه کړې ده، د طالبانو دا ادعا کاملاً ناسمه ده فقط د حکومت کمزوری چلند د دې لامل شوی چې خلک له حکومت څخه مخ واړوي."

د ښاغلي ځاځي په خبره که څه هم په افغانستان کې جګړه روانه ده او په دغې جګړه کې د سیمې او نړۍ ځیني استخباراتي کړۍ په خورا قوت ښکېلې دي، خو که افغان حکومت په کور دننه د ښې حکومتوالۍ، د عدالت د پلي کېدو او له دولت څخه د خلکو د واټن اخیستو د مخنیوي په برخه کې جدي اقدامات وکړي دغه چارې به تر ډېره د دولت د حاکمیت لپاره ګټورې تمامې شي.

راپور: محمد حدیث پردېس

XS
SM
MD
LG